سيد عبدالوهاب – المان
Said Abdul
Wahab - Germany
د بل په توره
چي د بل په توره خان سې خان به نه سې
صرف د پلار نیکه په نام به افغان نه سې
بې غیرته بې همته چي را لوی سې
تش په باټو به اتل د جهان نه سې
هغه مشر چي په غم د خلکو نه وي
ښه رښتین به دي سالار د کاروان نه سې
بشري حقوق نارې ټول چالبازي ده
د غریب د زړه پر هار به درمان نه سې
چي د کونډي او غریب پر حق تیری کړې
په لو ږیره به صادق مسلمان نه سې
چي کاسه یي د خیرات همېش په لاس وي
هغه ملک به په اختیار د خپل ځان نه سې
سید عبدالوهاب – المان
20.05.2013
څلوريځي
چي نوی کال سي خلک هوسیږي
په یاد د خاوري مي
غم ډیریږي
و طن مي نسته ، یاران مي نسته
بیهوده ژوند دی دلته تیریږي
-----------
دا دنیا د جنګ میدان دی
څوک غلام څوک به
بادار وي
هغه قوم چي علم یې نه وي
همیشه به خوار او زار وي
----------
چي دي مځکي کړئ را کش د ژوند تناب
په کرار کرار ژوند
دي سي په عذاب
ښایسته ښکلې دنیا در څخه ځغلي
هوسونه ، اُمیدونه سي نایاب
----------
په ګرداب کي د زمان هر څه ډوبیږي
یاد دغم او خوشحالي
کرار کمیږي
د غه لار دغه دستور د طبیعت دی
د ژوند کاروان پر مخ باندي خوځیږي
سید عبدالوهاب –
المان
20.05.2013