سيد عبدالوهاب – المان
Said Abdul
Wahab - Germany
نا وړی سر نوشت
که د روس تېری زموږ پر وطن نه وای
څو ناکسه مو وطن ته خاین نه وای
په نا حقه انسانان شهیدان نه وای
کونډی رنډی راته ډیر یتیمان نه واي
په هیواد کي ډیر وحشت د پردو نه وای
سرې لمبې د راکټو او ټانګو نه وای
جهلخانې مو په پو هانو ډکي نه وای
د هر کور او د هر کلي کډی نه وای
افغاني نجوني سودا پر بازار نه وای
د افغان ننګ او ناموس ته ګذار نه وای
مهاجر په میلیونونو افغانان نه وای
د جهاد مشرتابه غلامان نه وای
په وطن کي تنظیمونه یو سلا وای
په جوړښت کي د هیواد سره همراه وای
يو پر بل د راکټو باران نه وای
خوار غریب په دې انګار کي بریان نه وای
ښکلئ ښار د کابل ټوله ویران نه وای
د سرو وینو ویالې هلته بهان نه وای
زموږ ځږانان که بې تعلیمه پاته نه وای
بې سواده په کمپو کي پراته نه وای
نه ترکئ نه امین او نه ببرک وای
ګلیم جم جنایتکاره مزدک نه وای
نه سیاف نه ګلبدین او نه طالب وای
نه قادر نه ګلاب زوی او نه نجیب وای
نه مسعود نه حسیني نه مزاری وای
نه فهیم په نام مارشال نه قانوني وای
نه تور مخي جهادیان او خلیلي وای
نه لوټماره تنظیمونه رباني وای
نو به ولي زموږ هیواد مستعمره وای
نو به ولي دا هیواد ټول هدیره وای
نه روس له خپل قدرت څه وای لوېدلئ
نه به زموږ ملت وای دومره کړېدلئ
نه به جوړي و اسلام ته دسیسې وای
نه د خوار غریب پر ځمکه به حملې وای
نه لادن نه بې ملګري نه حملې وای
نه به غرب و استعمار لره پلمې وای
نه خپره به ددا غرب امپراطوري وای
نه پر شرق به استثمار اجنبي وای
نه به کونډی یتیمان زموږ په ژړا وای
نه به زموږ هیواد کي جوړه کربلا وای
نه به داسي په نفاق ټول افغانان وای
نه به دوی د پردو ګټو جاسوسان واي
نه به زموږ پر ملک حاکم جنایتکار وای
نه به زموږ ناموس پردو ته پر بازار وای
نه به خوار پښتون ته جوړه تباهي وای
نه د غرب بع بیا پر موږ حکمراني وای
داچي پېښه سوه دا زموږ تور جهالت دی
د پردو تر ګټو جار زموږ ملت دی
زموږ ګناه زموږ خطاچي نا پوهان یو
ګټه نه سته د ملت ، په غم د ځان یو
اوس وطن مو دی بایللئ ټول پریشان یو
د پردو تر سلطي لاندي غلامان یو
غلامان یو غلامان یو غلامان یو
سید عبدالوهاب – المان
12.05.2013
پښتنو ته خطاب
اې پښتونه کړم ستاینه هغه ستا د کار نامو
په مېړانه جنګېدلی مقابل کي د پردو
ښه ښه لوړ افتخارات دي ستا تاریخ کي دي لیکلي
د غیرت نوم دي وتلی ستا وطن ډک د زمرو
هر وخت تا دي شړلي د ښمنان له خپلي خاوري
دې وطن کي مېشته سوی اصیل قوم د پښتنو
ددښمن به ریږدیده وه چي به ستا د هیبت ږغ سو
هم ددوی به ماتیده وه ستا په توره په نېزو
ته مین پر خپل وطن یې هم په ننګ یې قربانېږي
ته د لوی همت څښتن یې ، دا عقاب د لوړو غرو
په ساتنه د وطن کي قربانۍ دي تا ورکړي
غلامي څخه دي عار دی ته اولاد دپښتنو
ښه نیکونه ستا غښتلي میرویس او احمد شاه وه
ته حافظ ددغې خاوري امانت ستا د نیکو
سو منات تا دی مات کړی پاني پت تا فتح کړی
لویه ستا امپراطوري وه پر ایران نورو ملکو
تا ټوټه ټوټه پیوند کړی ځیني جوړ افغانستان لوی
ته د لوړ شوکت خاوند وې هم بادار وې د پردو
نسکور کړي ځغلولي تا روسان ، انګریزان دواړه
استعمار دی تا ترټلی ددې خاورو پر دښتو
چي دښمن به سو را څرمه ستا پر خاوره بې تیری کړی
تا هغه دی ډبولی هم په ورځ او تورو شپو
سوال اوس دادی څه در وسوه چي وطن ټوټې ټوټې سو
نه غیرت نه دي خپلواک سته یې اخته په ډیر غمو
ته په ویر د ځان اخته یې د احتیاج لاس دي اوږد سوی
سرنوشت دي بل در ټاکي سوې محتاجه د پردو
وطن ټوله کنډواله سو خلک ډیر هم ډېر بېچاره سول
نوم نښان دي ټوله ولاړی مسخره سوې د مریو
غلطۍ دي درته شمارم اې پښتونه خپه مه شه
نه دي علم نه دي زده کړه وخت دي تېر سو په خوبونو
ترقي کاروان روان وو تا وه ډه ډه اچولې
نه دي هڅه نه کوښښ وو د خپل ژوند په سمېدو
هم اکثره مشران ستا، د هیواد په غم کي نه وه
دوی د ځان لپاره غوښتئ یو ډک ژوند د نعمتو
سم د عصر تقاضاُ کي که به چيري نهضت راغی
تا به ژر هغه خپه کړئ د الحاد په تهمتو
شاه امان ښه پلانونه تاکړه ټول له منځه وړي
ددښمن سره یو ځای سوې د خپل ځان په خوارېدو
تا دي کړي ډیر جنګونه تا نیولي ډیر ملکونه
هغه ټوله در څه ولاړه پروت په خپله پر ګونډو
هم بې علمه بې سواده ستا اولاد پاته سو شاته
د ملت په غم څوک نه وو ته وا ملک وو د ړندو
استعمال د بل په ګټه پام دي نسته خپل ملت ته
سمندر کي توپاني سوې ستا کښتۍ په غرکېدو
ګاونډي ملکونه ګوره دوی د علم لار اخيستې
بې سواده پاته سوي خلک ستا دي په قرنو
دوستي نه سته په دنیا کي نه د چا سره انصاف سته
ټوله خپلي ګټي غواړي چور د خلګو د قومو
مګر بیا هم ته ویده یې چي ويده یې لا ویده یې
د غفلت د خوب ځه پاڅه ستا هستي په ختمېدو
ته د بل د لاس آله یې په وار وار استعمال سوی
عاجزي دي سیاست کي ښکاره سوې په عمرو
د قومو تر نامه لاندي لوی نفاق په تا اخښلئ
که نه یو نیکه بابا وو د دا ټولو پښتنو
د ډیورنډ منحوسي کرښي ستا وجود نیمی نیمی کړئ
د فرنګ شیطاني چال وو ته په تمه د پیسو
زمان اوس دی بدل سوی د توپک دوران دئ تللئ
که دي علم و تحنیک نه وي ته به لاندي یې تر پښو
که بې علمه بې تعلیمه د نفاق بلا ککړ یې
غلامي ته اماده سه ستا به واک وي د پردو
ستا مېړانه که ملګرې د تدبير سره یو ځای وای
ستا وطن به وای سر لوړئ ستا ملت خلاص د غمو
ته که وايې زه ازاد یم خپل وطن خپل مي اختیار دی
حقیقت کي ازاد نه یې یو تور دود ستا پر مغزو
سید عبدالوهاب – المان
10.05.2013