سيد عبدالوهاب – المان
Said Abdul
Wahab - Germany
دنیا د جنګ میدان دی
په ژوندون کي قسم
قسم خاطرې وي
څه خوږې ځيني بیا هم ډیري ترخې وي
-------
دا دنیا میدان د جنګ دی بیره مکړه
تورزن هغه چي یې توري ښې تیري وي
-------
ګاهي لوړ ګاهي پر کښته دا دستور دی
د انسان د ژوند رقم رقم قصې وي
-------
په نا خوالو د ژوندون وارخطا مه سه
عاجزي کي د انسان سُستي ريښي وي
-------
سه را پورته د ژوندون خوا ته که مخه
رڼا ورځي په خلوت کي توري شپي وي
-------
سرنوشت ځانته ټاکه اختیار یې خپل کړه
د طماع سړي سر ټیټه سترګي مړې وي
-------
بې ننګي به وي د هغو ور په برخه
چي غلام غوندي و بل ته سجدې وي
-------
ښه عزت او لوړ همت د ځان زېور کړه
بې همتو خلکو پښو کي زولنې وي
سید عبدالوهاب –
المان
06.02.2013
څلوريځي
وطن به څه کړې چي
واک د بل وي -- هغه ورور څه کړې چي تاته غل وي
ښادي به څه وي د هغه خلکو -- چي مشران یې د پردو مل وي
---------
چي د ژوند ونه کږه شي -- طبیعت باندي حمله شي
نې طاقت نه یې قدرت وي -- لږ طوفان سره چپه شي
----------
چي زوړ شي بیا رهي د مرګ په لور شي -- ځواني او مستي نه وي په ناخوالو کي نسکور شي
د صفر په دايره کي د زمان اواز د مرګ شي -- بندي بیا ابدي سي تورو خاورو کي د ګور شي
---------
خدایه ته سي زموږ د خلکو مددګار -- د نفاق څخه یې زړونه کړي بیزار
ته حاکم یې ، ته رحیم یې ته قادر یې -- زموږ د خاورو څخه ورک کړي ټول اغیار
---------
بې غیرته ځان خپل پټ کړي -- د پردیو په لمن کي
خلکو منځ کي چي مخ تور وي -- ځای یې نه وي په وطن کي
--------
چي مزه د نعمتو د ژوند سي نوره -- هوسونه ،اُمیدونه سي نسکوره
د ځوانۍ یادونه پاته نور څه نه وي -- د ژوندون پر سینما پرده سي توره
سید عبدالوهاب –
المان
06.02.2013
ټو پک سالار وایي
زه توپک سالار
یم -- د پردو سره پر لاریم
د خپل ځان په ګټه باندي -- د ورور مرګ ته هم تیار یم
وطن څه مانا یي څه -- تجزيې ته په تلوار یم
ځان تغیر په هر حالت کړم -- ابن الوقته په قطار یم
د غلام په شان سر
ټیټئ -- زه د نورو خدمتګار یم
ننګ ناموس مي ټول سودا کړه -- زه دلال ددې بازار یم
ګا مسلم یا په بل دین یم -- چالبازیو کي هوښیار یم
په زرو افغان مي مړه کړه -- د جلاد غوندي خونخوار یم
بې حساب ډالر مي کوټ کړه -- میلیونر سر مایه دار یم
سر مایه بې ظلمه نه سته -- ددې فکر طرفدار یم
د افغان په بې ننګي کي -- زه تر ټولو جوغه دار یم
د ټوپک زور راسره دئ -- ټول تابع زه حکم دار یم
غله ډاکو مي دي ملګري -- زه ددې ډلي سردار یم
که څوک چور کور یې تاراج کړم -- په خپل کړنه کي مختار یم
زما په دور ډیري نجوني -- سوې بستره ډیر مردار یم
سید عبدالوهاب –
المان
04.02.2013
و پردو ته خدمت
نه پوهه نه مو علم ،په تخنیک هیڅ نه پوهیږو
درسته ورځ بیکار پراته يو و خیرات ته هوسیږو
--------
خپل وطن مو سره لمبه کړئ په میلیون میلیون مو مړه سول
د ملت په غم کي نه یو تر پردو ګټو جاریږو
---------
غلامي طوق را په غاړه ، هم په پښو مو ځنځیرونه
نه خپلواک او نه سالار یو خوشي هسي موږ ږغیږو
---------
موږ بلا پر ځان نازل کړه ، ټول هستي مو خپله وسوه (وسوځول)
پر ټټر پروت یو بیواکه نور سوځیږو او ژړیږو
----------
لاس مو اوږد دی و هر چا ته ، استقلال مو خپل لیلام کړ
نه اختیار د ښو او بدو، نه سړو کي حسابیږو
----------
را پیدا سوه په هر ګوټ کي سالاران چي وه په تيښته
اوس هیواد ټوټه ټوټه دی د نفاق په اور سوځيږو
----------
د ټوپک قانون را خپور دی ،انارشي راغله وطن ته
یو افغان که بل خفه کړي په خندا او خوشحالیږو
----------
په ظاهره مسلمان وي ، په باطن کي تور انسان
یو بیباکه پاک الله ته د شیطان سره رقصيږو
----------
راسه ګوره عاجزي ته ، سر نوشت مو بل را ټاکي
همت نه سته عزت نه سته سترګي کښته نه شرمیږو
---------
په ناحقه تور تورن دي ، پښتانه ټول خوارو زار دي
د خلاصون لاره مو نه سته په خپل کور کي رټل کيږو
----------
خدایه بیرته افغانان بیا لاس په لاس کور او کهول کړې
چي آزاد مو خپل وي هم یو بل سره جاریږو
سید عبدالوهاب – المان
03.02.2013