سيد عبدالوهاب  المان
Said Abdul Wahab - Germany

زه شاعر نه یم
نه شاعر نه زه ادیب یم   -  دې بازار کي زه غریب یم
که څه هم په دغه باغ کي  -  د ښایستو ګُلو طالب یم
شاعري دعوه زه نه کړم  -  دې مقام څه بې نصیب یم
ګاهي زه که نظم کاږم -   خوږمن زړه سره قریب یم
شاعري ښایسته دنیا کي  -   زه بې نظمه بې ترتیب یم
ګوډ وړوند پر دغه لار زه   -   ډیر محتاج د پوه طبیب یم

جنوري ۲۰۱۳ سید عبدالوهاب - المان

مهاجر افغان

سوې را ګډ په بل وطن په بل دیار   -   نه دي دوست نه دي خپل خلک نه دي یار
هري خوا بیګانه ښکاري ژوند بې خونده   -   ډیر پريشانه ، پر زړه پروت د غمو بار
خپلي خاوري خپل کلتور څه را جلا سوې   -   پر دېس پروت پردي انګړ کي خواروزار
ښه خواږه خواږه یاران ولاړه له منځه   -   د زمان ظالم په لاس ټول سوه را غوځار
هدیره د پلار نیکه نام و نښان زموږ   -   سوله ګرده د پردو ګټو نه جار
نه عزت نه حیثیت د چا پر ځای وي   -   مجبوري چي سړی اړ کړي ریزه خوار
د پردو له لاسه ژوند، هستي ټول وسول   -   قرباني موږ د قدرتو پر بازار
نه افغان،افغانستان به بیا یو ځای شي   -   چي اخته یو د نفاق په دي ناتار
چي وي ورکړه او خیرات د بل له لاسه   -   شخصیت د انسان ټیټ خوند کړي مردار
نه چمن نه سره ګلونه د بل خوند کړي   -   چي دي خپل سوله بربادوسول په نار
افغانانو طبعي جوړښت خراب سو -   غړي هر فامیل پاشلي ښار په ښار
د غلام په شان چلند راسره کیږي   -   هیڅ حساب نه یو د خلکو په قطار
د پښتون اصلي حقوق ولاړه له منځه   -   چي میده میده قومو واخیست اختیار
سرنوشت مو بل را ټاکي یو بې واکه   -   ټول تړلي په ځینځیر د استثمار
د اسلام اُمت تخنیک څخه بې برخي   -   وه دوی ټول په خوب بیده نور وه بیدار
سالاران چي د اسلام په عیش اخته سول   -   اوس اسلام به وي چپه کرار کرار
په خبرو خپل وطن ښکلئ چمن کړو  -   په عمل کي ډیر ضعیفه او بیکار
رقابت کي د لاردانو ملک سوځلې  -   هر یو ځان د قافلې بولي سالار
چي په غم د ملت نه وي مخ دې تور سي   -   یا په ګټه د پردو خپل کړي را غوځار
هغه خلک به همېش غلام وي پاته   -   چي خدمت ته د ملت نه وي تیار
عدالت ، انصاف منطق ولاړ سي له منځه   -   چي را خپور سي د قدرت افي ښامار
عقل ،فکر آرمان ټوله ګډ او وډ سي   -   چي انسان ته سي وینه روحي فشار
هلته ، دلته افغانان مړه بینوا سول   -   زموږ ګناه ده زموږ خطا ده په وار وار
ورور د ورور د ویني تږی وحشت ګوره   -   راته خپور دچال دامونه د اغیار
هغه قوم چي نه یې علم نه تخنیک وي   -   دوی همېش به وي سرټیټه نور بادار
جنوري ۲۰۱۳ - سید عبدالوهاب - المان

لویه خدایه

ستا خدائي ته خدایه اوس بیا   -   زرورو پروا نه سته
بنده ګان دي کوټل کيږي   -   د خلاصون یې دوا نه سته
ستا ولور ته ئي اُمید دی   -   پر بل چا ئي ویسا نه سته
بې کومک ستا لویه خدایه   -   بل اُمید دهيچا نه سه
چي انصاف عدالت نه وي   -   آرامي ددنیا نه سته
اتحاد لاسونه ورکړئ
اې غریبو تباه کیږئ
په نفاق کي سور دوږخ دئ
په هغه کي کبابېږئ

جنوري ۲۰۱۳ سید عبدالوهاب - المان

بدل افغان

 چي خپل ورور خرڅ کړي پر بل   -   دغه خوی دی ده چټل

د ملت په غم کي نه یې   -   و پیسو ته یې ته غل

نه دي دين نه دي ایمان سته   -   شخصیت ستا د خډل

انساني وجدان دي مړ دی   -   بې پروا ددوست او خپل

نفساني لار دي اخیستې   -   د شیطان سره یې مل

وحشي زړه دي لکه شرموښ   -   ستا خوښي د ورور وژل

افغاني خاصیت دي نه سته   -   مالومیږې ته بدل

نه دي پام کونډو یتیم ته   -   پر اور تا وکړول

تر دا هسي افغان ښه دی   -   سپېره خر شکېدلئ ځل

جنوري ۲۰۱۳ سید عبدالوهاب – المان

 ځواني

په کرار کرار د ژوند اختیار کمیږي
د ځوانۍ او د مستۍ بهار ژړیږي
د زمان په لوی ګرداب ټول سرګردان دي
ډلي ډلي دنيستۍ ديار ته لویږي

------
زاړه په ګذشته کي خپل خيالونه لټوي
ځوانان په آینده کي اُمیدونه لټوي
په حال کي خوشحال نه دي زمانه ځیني تیریږي
نو ځکه حقیقت کي خپل قبرونه لټوي
------
څو چي داامریکایان وي
څو میشته دلته غربيان وي
څو اشغال افغانستان وي
تل به دا جنګسالاران وي
------
هغه قوم چي علم یې نه وي
بدي چاري ورپیښیږي
په هستي کي ټوله نیست وي
بي اختیاره غلامیږي
سید عبدالوهاب – المان
01.11.2012

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind