حنيف
باوري
Hanif Bawari
وه، څه ښکلې اروپا ده
تردې ځا يه که راغلې، بس پخه غوړه ښورواده
څه ښکلې اروپا ده
پوښتنه که ئې وکړه،چي ته کوم باد ئې راوړئ؟
اوپرڅه دلته راغلئ ؟
بس دومره ورته وايه بحراني سياسي فضاده
څه ښکلې اروپا ده
که دکاراجازه نه وه،وتګ ته دبل ښاراجازه نه وه
پيسې دي په څه کاردي؟ حواله پخه غذا ده
څه ښکلې اروپا ده
که شاکرله ژونده نه وې، په سلام فاميل ته نه وې
ترسپک شکايت وروستـه دا، دلې، هغه لارستاده
څه ښکلې اروپا ده
په نازناز،چي لويول تا،ودې آ من ته بيول تا
په سترګوبه ئې وينې چي قبضه ئې دبل چا ده
څه ښکلې اروپا ده
سلام که دي په هائ سو،خداحافظ که بائ سو
دخولې سره به پام کړې کنې شپه دي پربيدياده
څه ښکلې اروپا ده
ـــــ
بس که دادچا وزړه ته لويږي ، (باور)ئې نه په کيږي
د ( پرتو ) پرې ګمان کـړي، وايي داچټي ويـنـاده
څه ښکلې اروپا ده
حنیف باوري
۲۷ اکتوبر ۲۰۱۳
المان
ناراضي
ستا په خيال داچي تنها ته يې بد بخته
کـه دهرسړي لـه حاله ښه آګاه سې
وبه نه موندې په دې جهان خوشبخته
ـــــــ
يــوبـه نـه لري ډوډۍ ګوره لـه لوږي به
فريادکړي
بل به ډېره وي خوړلې دردپه پوري نس بې
بادکړي
ـــــــــ
څوک به نه لـري واده، دا بـه ئې غم وي
چاته ناستي به يي درې،جوړبې ماتم وي
ـــــــــ
ځنې وايي کاش خارج تـه وائ موږتللې
ښـه ميـلې، اوښـه پيسې وائ موږ ګټلي
کوم چي تللي وايي چي هيڅ نوای راغلي
ــــــــ
زمـاپه خيال که موږ هرڅومره شکايت کړو
خوآرام به هله راشي که تسليم رضائيت کړو
حنیف باور
۲۵ اکتوبر ۲۰۱۳
المان
گُــــــــــــــله
تـه څومـره ښائسته يې ولي بـوئ دي هغـه نسته
له مخکي نه ډېرښکلئ، ولي خوئ دي هغه نسته
منم چي پخواني ګلان ساده، خورنـګ ئې خـپل وو
عجيبـه رنګارنګ سـوې ولـي روئ دي هغه نسته
رنـګونـه بـدلـوې تـه , وکـوم رنـګ تـه ځـان اعـيارکړم
بـاور پـه بـاوري کـړه، چـي ،آبـروئ دي هغـه نـستـه
د مـاشـوم پيـام
تـه سبـب سـوې زه دي راوړم دې دنيـاته
رانـه ولاړې زه دې پــريښـودلم چــا تـه؟ ؟
ـــــــــ
تـه خبـريې چي زمـا ژونـد څنګه تيريږي ؟؟
دې نامرده زمانې کـړمه زه ډېـره پـريشـانـه
ــــــــ
نه مي خوب نه مي خوراک نه مي تعليم سته
نـه عـزت نـه مي سـکون نـه مي تعظـيم سته
ـــــــ
بې خـاونـده، سپکه تيـږه، دسړک پر مخ پرته يم
هرسړئ مي په پښه وهي بس دټولوتماشه يم
ـــــ
که ژوندۍ وم بيابه کړمـه دخيښانـو خدمتونه
اوپوښتي به آيتونه حديثونه مختلف روايتونه
هم به غواړي پـوهاوئ،اونـړۍ وال معلوماتونه
ــــــ
که هرکاراوهـرګفتارمي دهغـوی په طبعه نه وو
زما په برخه دي وهل شړل ښکنځل اومحنتونه
ــــــ
په دې پـوه او(باوري) يم چي ګالم به پيغورونه
حنیف باوري
۱۶ اکتوبر ۲۰۱۳
المان
اشرف المخلوقات
ځـانتـه وايې چي اشـرف المخلـوقـات يې
انسان څـه چي، مـلائکونـه هـم زياد يې
فـکرکـړې چي تـه دټـول جهان واکـداريي
څه چي کاندې لوئ خپلواکه ټيکه دار يې
ـــــ
پـه صفـت تـه داستـازي ئې راغـلئ
وخدمت ته دمخلوق ئې ټاکل سوئ
اما ته؟
پـلار ئې وژنې لـورئې ځـانـتـه کښينـوې ته
شته مني ئې په خپل ځان پسي تړې ته
وفادار سپئ که دي جنګ کي شا ته راسي
هغــه دم ئې پـه لونګۍ زنــدۍ کـوې تــه
چي مقام اوکوم منصب ته ورمنسوب سې
وظيفه وي درنه پاته خپل جيبونه ډکوې ته
ـــــ
ستاپه خيال اوږدې تسبيح به دي ملاتړکړي
لاس نيـوئ به دي په لـو ورځ دمحشـر کړي
ــــــ
باوري په شـان خالي لاس به ترې درومي
څـوژونـدئ يې کـړه خدمت دزړه لـه کـومي
حنیف باوري – المان
15.09.2013