عنايت
محرابي
Enayat
Mehrabi
زما خپل وطن
د زړه په وینو لیکمه داستان د خپل وطن
له خوبه ویښومه زاړه او ځوانان د خپل وطن
له نورو د مرمرو او ماڼیو راته ګران دی
دښتونه او بیدیاوي کوهستان د خپل وطن
مین نه بولم هغه چي له یاره قرباني نه شي
که خدای کوله زه به شم قربان د خپل وطن
زما او د وطن په منځ کي هیڅ جدایي نه شته
وطن ګڼم خپل ځان اوګڼم ځان د خپل وطن
له سر او ماله تیر یمه د خپل وطن دپاره
شیرین ځان به وبایلم په جانان د خپل وطن
را وبولی بوراد ملیت بلي ډېوې ته
سرتېره سرښندونکي پتنګان د خپل وطن
هیوادپال
۲۰ عقرب ۱۳۴۷
د کندهار ښار
چیغه
د لوی افغان د لویو غرو بازانو--- ددې تازه بڼونو شنو زمریانو
راځی چي موږه اتحاد وکړو --- اې د افغان ملت ملي ځوا
د استعمار دغه وراسته بندونه --- د خپل ملي غیرت په زور روان
راځی چي ځانته مساوات راولو --- د استبداد او ظلم کور وران کړو
د هندو کش د جګو غرو لمني --- د ازادۍ په غلبلو ډکي کړو
داد کلږکلو سپېره بیدیاوي --- د افتخار په ګلو ښاد او ډکي
هیواد پال
۱۹ عقرب ۱۳۴۷
وران شوې
د افغان ارمان د زړه دیوانه وران شوې
د افغان ملت ملي نښانه وران شوې
خائنانو دایرو سره یو شان کړې
د ملي تاریځ اې لوی داستانه وران شوې
هیوادپال
زما هیله
له اباسینده تر آمو ښکلی ګلزار دی زما
ملي تاریخ دخپل هیواد لوی افتخار دی زما
د خپل ځپلي ملت حال باندي ژړا کومه
ددې ملت له غمه تل پر زړه پر هار دی زیما
زه د پخوا په شان بیرغ د افغان لوړ غواړمه
و توریالي ملت ته تل دغه ګفتار دی زما
زما دنیکونو شجاعت ټولي دنیا منلی
په افغاني خویونو لوړ قدر اوقار دی زما
زه د خپل قام په ننګ او پت باندي نازېږمه تل
د سپيني توري په بریښ ټول کار او کردار دی زما
د افغانانو لوی رهبر فخر افغان پېژنم
د ازاد ژوندکاروان کښي دي لمړی سالار دز ما
چي په ملت کښي د نفاق اور ته لمن ووهي
دتېرو تورو په شرنګ ورته اخطار دی زما
و خپل ولس ته تېر عظمت او استقلال به ګټم
خزان وهلي زړه ته دا ښکلی بهار دی زما
تل د ملت او د وطن په لار کي سر ښندمه
بس تر مرګي پوري دا ملي شعار دی زما
عنایت محرابي
۸ حوت ۱۳۴۸
کندهار
ملي ایمان
درست جهان به سره واوړي ، خو افغان به بدل نه شي
د تاریخ په ځلاند مخ کي ، خو افغان به بدل نه شي
قربانۍ به ډیري ورکړي ، دا ملت د حق په لار کي
خو باور دی د زلمیانو ، ټینګ ایمان به بدل نه شي
عنایت محرابي
۳۰-۲-۱۳۴۸
کندهار