نویده خوشبو
سیما سمر

27.09.2016 (06.07.1395)

سیما سمر دې بخښنه وغواړي!

نويده خوشبو

افغانان له تیرو څلویښت کلونو راهېسې د جګړې په اور کې سوځي او دې جګړې دومره ستړې کړي،چې د سولې هرې ممکنې هڅې ته خوښۍ کوي او هرکلی يې کوي.د افغانستان کورنۍ جګړه کې ښکیلې ډلې

دافغان ولس له خوا نه دي بخښل شوي خو د حالاتو مجبوریتونه يې دې ته اړ کړي چې د زهرو ګوټ په توګه يې وزغمي او تیر يې کړي.

پدې وروستیو کې د ګلبدین حکمتیار تر مشري لاندې اسلامي حزب له دولت سره د سولې تړون لاسلیک کړ،چې دګڼو افغانانو لخوا يې تود هرکلی وشو.دا یو څرګندحقیقت دی چې دکابل د ورانۍ اصلي عاملینحزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونه دي، دواړو  ګوندونو کابل ړنګ او ګڼ شمیر افغانان يې بې ګناه شهیدان کړي دي.

له طالب رژیم وروسته د نوي حکومت په راتګ سره عمومي بخښنه وشوه او افغان دولت د حکمتیار او یوشمیر مهمو غړو پرته ټولو ته بخښنه اعلان کړه.هغه مهال تر ټولو لویه نیوکه همدا وه؛ چې ولې ښاغلی حکمتیار په تور لېست او ښاغلی رباني په سپین لېست کې شامل دی؟خو د واک ټیکه دارانو او تش په نامه د بشرحقوقو فعالینو په شکل د اشکالو د جمعیت ګوند او مشرانو ته مشروعیت ورکاولو.

اوس چې د حزب اسلامي له ډلې سره تر څلویښت کلن ځنډ وروسته په بین الافغاني مذاکراتو کې دسولې تړون لاسلیک شو،د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمرد ښاغليحکمتیار څخه د کابل دورانۍ او دبېګناه افغانانو د وژنې له امله د بخښنې غوښتنه کوي،هغه څه چې اسلامي حزب رد کړي.

پوښتنه داده چې دسیما سمر کوم ورور او یاهم خور د جګړې په کومه کرښه کې دوسله والو مخالفینو سره په جګړه کې وژل شوياو یاهم بوخت دي،چې په درد يې پوهه شي؟

زه دلته یوې ډلې ته هم برآت نه ورکوم او غواړم چې ټولې ښکیلې ډلې په یوې عادلانه محکمه کې خپل جزا وګوري، که خبره د تور په حد کې وي د آغلې سمر په اړه دولسي جرګې پخواني غړي نجیب کابلي کافي سندونه، له اخلاقي مسایلو نیولې تر اداري فساد او ګڼ شمیر نورو مسایلو پورې وړاندې کړي وو،چې د وخت په تیریدو نه هم آغلې سمر ورته ځواب ورکړ او نه هم حکومت د څیړنو لپاره زړه ښه کړ.

په وروستي مورد کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسيون کارکوونکو لخوا هم په اداري فساد، خپل سر ګمارنې او غېر قانوني کړنو تورنه شوې ده او په اړه یې ولسي جرګې ته اسناد هم سپارل شوي دي !!!

 لومړی دې اغلې سمر په دې اړه سپیناوی وکړي؛ او له ټول ملت څخه دې بخښنه وغواړي!

هوکې، افغانستان کې لویو مجرمینو ته هسې هم سزا نه ورکول کیږي!

هر چاته چې څومره فرصت په لاس ورغلی، تېری کړی، ډېرو انسان په مرمېو وژلي، ډیرو له فساد سره او اختلاس سره ژوندونه خراب کړي! او چا د بې وزلو له مجبوریتونه ګټه اخیستې، او بې روحه جسمونه یې زېږولي! هر چا تر خپلې وسې ظلم او تیری کړی!

له بخښنې وروسته دې، د افغانستان په ناخوالو کې په ککړو ټولو مجرمینو د بخښنې، غوښتنې غږ وکړي، ژوندي ښکيل مجرمین دې هم بخښنه وغواړي، او میراث خواره دې هم د خپلو مشرانو په کړنو خجالتي وښيي.

د افغان ولس زړه ډېر لوی او مهربانه دی، له بخښنې غوښتلو پرته يې ډېر د چارواکو او واکدارو په څېره کې منلي، اوس خو سولې ته ډېر مجبوره دي او لويه اړتیا یې ده حتمن ټول بخښي او جنایتونه یې هيروي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder