25.10.2018 (03.08.1397)
سیاسی ملااوکروزین

عبدالرووف لیوال

پخوازمانو کې چې دملاځای جومات وو، زموږدکلی دلوی جومات ملا (ګردملا)، دا ملا ځکه په ګردملامشهورووچې دنوروملایانو په پرتله یې ټیټه ونه – ګرده څیره ، شډله ږیره اوغټ لنګوټی ( دستار) به یې تاړه چې دده پر ونه یې نورهم اغیز کړی وو، اوسم، دم دفوتبال غونډوسکی ځکه  ورځینې جوړ ووچې غوښن هم وو.

ملاصاحب به خپلې خیرنې جامې دلویې ویالې دغاړې په تخته سنګه داسې مینځلې :

هغه صابون چې په کلی کې دمردارشوی غویی له پږی اولړسن جوړ شوی او ملاته به خیرات راوړل شوی وو ، په خپله جاموومښه اوبیا به یې دلرګی کوتک راواخیست او خپلې جامې به یې دومره په دې سوټی وډبولې چې ملا به له اخ وتوخ نه ووت – خوکله ،کله به زما پلاردکابل ښارنه دوه درې کلچې72%صابون هغه ته ددې لپاره راووړ، چې ماته دسپارې اوقرآن شریف زدکړه آسانه اوپه هغه اوږده لښته مې ونه ډبوی چې تل به دجومات په کنج کې ولاړه وه – اوموږ دکلی ماشومان به سخت ترې ویریدو ،ډیری هلکانو ددغې لښتې په خاطرسبق پریښی وو، ما چې بغدادی سپاره خلاصه ، اوپنج کتاب ته مې شروع وکړه ، (کریما!ببخشابرحال ما + که هستیم اسیرکمند هوا) نودنوی کتاب دپیل لپاره باید جومات ته (شروع) راوړل شوې وای .

شروع : هغه وچه میوه وه چې په هغې کې توتان ، خرمایی سنځلې ، غوزان ، نینې اونور به ګډ وو، خوزما شروع دنورو هلکانو له شروع نه توپیر درلود او هغه دا چې په نوی ګل سیب دستمال کې دکابل نه راوړل شوې کلچې دملا صاحب په خاطر اضافه شوې وې ، شروع مې دملاصاحب مخ ته کیښوده ، ملا صاحب ډیرخوشحاله شو، کلچې یې اویو څه شروع یې په خپله واخیسته او نوره یې زما په نورو ټولیګیوالووویشله ـ ملاصاحب هم ددې په خاطر چې بله لاهم غوړه شروع راوړم پر ما یې په چټکه او تادۍ سره سبق وایی اونږدې به یې له ځان سره کیښنولم ، په ریښتیا هم دشروط الصلوت شروع لا غوړه وه ، خوکله چې مې شروط الصلوت خلاص کړ، پسرلی شو، پلار مې کابل ته راوستم او دمنوچهری په ښوونځی که شامل شوم. لکه څنګه چې دپسرلی په راتګ سره به درحمن بابا اوخوشحالخان لیسې سرحدی ژڼی په لاریو کې بیرته کابل ته راتلل

پاس دې تنګی مستې ځدراڼې    +  جنکۍ ژاړی چې ، وړکی بیا کوبل ته ځینه

دبرتنګی ځینې راتیر شوې        +  له دې ملالې خولې نه به زه درتیره شمه

هسې رخشانه اودلویې پکتیا ژڼی مې په زړه راواوښتل اودنوستالژی پلوولاړو

خودملا قصه : شورویان راغلل – ملا لومړی کس ووچې له نوی واده سره پاکستان ته ټوپ کړ  – ملانه هلته پیښورکې لوی مجاهد هم جوړشو ـ کلونه تیرشول – دحضرت ( مجددی) په پاچایی کې بیرته کابل ته را واوښت ، نور نوهغه پخوا ملا نه وو، لوی قوماندان چې په راتګ سره یې دتربورکمونست پلوی مځکه غصب اوبله کابلی ښځه یې هم وکړه ، وروسته ملا سیاسی شواودطلوع دعابد په خبره ثقیل ترې جوړ او صومبۍ یې له کروزین سره آشنا اودشنوډالروپه شمیریې ګوتې روږدۍ شوې ـ دې سړی په پخوانۍ ښځې اوخلکو باندې ناروا پیل کړه دتربره دځمکې شفداریې دباډیګاردانودکلشینګوف په کنداغونو، مرګانی کړ ، ځکه چې هغه ددولتی مځکې غصب چې دملا(اوسنی وکیل) له خوا شوی وو- دولت ته اطلاع ورکړې وه .

دپخوانې ښځې زوی چې دپلار دا ناکردې ولیدې یوه ورځ يې له خپل پلار نه وپوښتل چې پلاره تاسو دااسلامی انقلاب دڅه لپاره وکړ ؟

پلار یې ځواب ورکړ : داسلام لپاره  .

زوی  : مخکې له هغې اسلام نه وو؟  

پلار : ولې وو.

ز : چالمونځ نه کاووه ؟

پ : له ښونه ښه لمونځ کیده .

ز : خلک جومات ته نه تلل ؟

پ : ډیرسوتره اوسپیڅلوجامو کې به تلل .

ز: مکې ته څوک نه شو تلای ؟

پ : ولې ! ډیرارزانه او آسانه .

ز : آیا پرمسلمان تجاوز کیده ؟

پ : یه ! اوس دا چاره روانه ده.

ز : ښه نو تاسې څه بدلون مینځ ته راوړ؟

پ : ځواب نه لرم .

زوی : خواوس دتا زوی لمونځ نه کوی – اوس حضرت حسین ته دخدای لمسی ویل کیږی – ملا ښځې بلاربوی اوله خپلې زنا نه سکسی فلم ډکوی ( ملا لنډی) خلک له حج نه بیزاره او له حجاب نه پوزې ته راغلی – په نجنواوژڼوتجاوز روان دی او دمالت زورور هم په سرو سترګوګرځی اوورته ګوری .

اوس رشوت لکه دمور دشیدو په څیرحلال دی .

اوس : استقلال یواځې دیوه ښوونځی نوم او آزادی هم صرف دیوه ښارګوټی نوم دی بس .

اوس : جمهوریت ،یواځې دیوه روغتون نوم او دموکراسی ددیکتاتورانویوه غوایمه ده .  

ملا : زویه  ! لکه چې ته هم کمونست شوی یې – خوموږغواړو چې درواغ حلال شی .

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Montag, 29. Oktober 2018 05:56)

    لیوال صاحب، سلامونه او احترامات، ستاسو ددې لیکني د لوستلو وروسته داسي احساس راته پیدا سو لکه طالب چي د ملا پر ضد پاڅون ته ملاتړلې وي. تاسو لیکلي چي طالبي مو وکړه خو ملا نه سواست. په افغانستان کي هیڅ چا د ملا زور مات نه کړ. هغه خپل طالب یې په مقابل کي ودریدئ چي نه خدای په خوب ویني او نه هم بلاکیف د چا مرستي ته رسیږي، ایلکه مکر او مکاري کوي. هره خبره یې د قرآن آیت نه دئ. موږ باید دداسي طالبانو شمیر لا هم زیات کړو چي لازمي قرآني عقیدوي او فقهي زده کړي تکمیل کړي (پرته د پاړسیاتو چي ایله چټیات دي) خو ملایان نه سي. دا خلګ داسي رول لوبوي لکه د موسی علیه سلام. هغه د فرعون په کور کي لوی سو، د هغه اعلی کیفیت روزنه یې ولیدل خو ددې څخه وړاندي چي د فرعونیت پر تخت کښیني دفرعونیت پر ضد یې د بشریت ملاتړ غوره کړ.

  • غ.حضرت (Samstag, 03. November 2018 02:34)

    د افغانستان وروستئ څلوېښت کلن غم ځپلی تاریخ په دقیقه توګه نشی شاربل کېدای څو ددې تور تاریخ مهمه توره برخه یعنی د ثور توره کودتاه په دقیقه او منصفانه توګه ونه
    .شاربل شی
    د ثور اکثره کودتاچیان تر دې معرفی شوی مُلا په حماقت کی کم نه وه
    فقط د څلورو یا پنځو تاریخی مرحلو سطحی مرور دومره جسور او ګوستأخ ترې جوړ کړ چي حتی ثور ئې تر اکتوبر ستر وباله
    داسی برېتور خلقیان طبیعاً پخپله غیر طبیعی خېټه کی دا ډول ږیرور او لېونی مُلایان روزلای شی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind