24.02.2019 (05.12.1397)
سیاست دې څوک له طالبانو زده کړي!

لیکوال: رشید حبیب زی

د اسلام آباد له ناستې یوه ورځ مخکې طالبانو اعلان وکړ چې سبا کیدونکې غونډه ځکه وځنډېدله چې زمونږ د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دي او هغوی نه شي کولی خارجي سفر وکړي حال دا چې طالبانو د دې وړاندي فرانس،جاپان، چین او روس ته د تور لیست سربیره سفرونه کړي وه نو ځکه شنونکي په دې اند دي چې طالبانو د خپلو منافعو د جلب په هیله سفر وځنډاوه او له حالته یې په ډېر تکتیکي ډول سیاسي استفاده هم وکړه ځکه سفر چې د پاکستان په رسمي بلنه ترسره کېده نو د یوه ګاونډي او د دواړو هیوادنو د خپل منځو ګټو د اشتراک له امله طالبانو دسفر تابیا ونیوله خو په پای کې یې د ځنډ پړه په امریکا ورواچوله هم یې له پاکستان سره خپلې اړیکی وساتلی او هم یې د پاکستان او امریکا تر منځ شکونه ایجاد کړل.

که څه هم په ځینو طالبانو به سفري محدودیتونه هم ول خو په مجموع کي طالبانو هم د څو عواملو له امله په ناسته کې شرکت خوښ نه کړ:

۱) قطر چې د ډیرو ننګونو سربېره یې طالبانو ته خپل هیواد کی ځای ورکړی، نه یې غوښتل چې طالبان دې اوس مهال د پاکستان سفر وکړي ځکه د فروري په ۱۷ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم د پاکستان په دوه ورځنۍ دوره بوخت وه او خلیلزاد +پاکستاني چارواکو غوښتل چې طالبان دې د سعودي ولیعهد سره هم وګوري نو طالبانو ونه غوښتل چې قطر دې خفه او سعودي خوشحاله کړي ځکه د امریکا او سعودي چارواکو تعلقاتو ته په کتلو به د نظر او اوامرو ترحده د سعودي او امریکایي چارواکو ترمنځ کوم توپیر نه وي ځکه طالبانو پخوا هم د قطر څخه پاکستان ته سفرونه کړي دي خو د زمان د نزاکت له امله یې سفر وځنډاوه.

۲) طالبانو د سیاسي هلو ځلو په نتیجه کې د ګوانتنامو او پاکستاني بندیخانو څخه خپل ځیني مشران راخوشې او د مذاکراتي ټیم برخه وګرځول دا ځل غواړي ځیني پاتې مهم غړي هم له زندانو راخلاص کړي او هم یې د ملګرو ملتونو د تورلیسته وباسي ترڅو د نړۍ هر ځای ته چې وغواړي په ازادانه ډول سفرونه وکړي په همدې موخه یې دا ځل په مذاکراتي ټیم کې داسې غړي شامل کړي چې څوک په بندیخانو او څو د قطره بهر په نورو هیوادونو کې دي او په همدی تکتیکی سیاست سره یې خلیلزاد دې ته مجبوره کړ چې بیګا یې په طالب مشرانو د سفري محدودیتونو ختمولو لپاره د هڅو اعلان وکړ.

۳) دا چې د افغان سولې خبری په یو حساس پړاو کی قرار لري او هیڅ افغان نه غواړي چې سوله دی د همسایوو د ګټو قرباني شي نو په دی حساس وخت کې اسلام اباد ته د طالبانو سفر افغاني احساست راوپارول حتی داسی ګنګوسی هم وی چې خپله د طالبانو ترمنځ هم د ناستې اړوند بیلا بیل نظرونه موجود وه نو ګمان کیږي چې طالبانو د دې له امله هم یاده ناسته ځنډولی وي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • haji bayanzay (Montag, 25. Februar 2019 06:28)

    که تاسی د طالبانو او د امریکایانو او اروپایانو دی نړیوال ۱۸ کلن جنګ ته وګوری حیرانوونکی ځانګړتیاوی لری (چه بشری تاریخ کی مثال او ساری نه لری )
    په کار خو دا وه چه طالبان نور نه وی برخلاف امریکایان او اروپایان ورته په سجده شول د کابل د غلامی اداری ته خو د انسان په حیثیت هم نه ګوری . خپلی خبری لنډوم ، په هماغه کچه چه نظامی اړخ کی الله ج ورسره ملتیا لری په سیاسی او ټولو اړخونو کی ورسره الله ج ملګری دی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind