07.09.2016 (17.06.1395)

سوله په طرحه نه بلکې د طرحې په عملي کولو راځي

لیکنه : خوشحال آصفي

په داسې حال کې چې د پګواش موسسه په افغانستان کې له ۲۰۱۱م میلادي کال راهیسې د سولې په برخه کې فعالیتونه کوي او په دې اړه يې تر اوسه څو ناستې جوړې کړې دي؛ اوس په تازه کې يو ځل بيا غواړي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه یوه ځانګړې کړنلاره جوړه کړي. دغې کاناډايي بنسټ تيره ورځ په همدې موخه په کابل کې له مدني فعالانو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ښځو او د پارلمان له ځينو غړو سره د " د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ، وړاندیزونه او نظریات" تر نامه لاندې غونډه وکړه. د پګواش بنسټ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په موخه د یوې ځانګړي کړنلارې او چوکاټ په جوړولو بوخت دی.

باید له افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د ۴ یا ۵ کلونو له پاره اوربند اعلان شي، په دغو شاوخوا پنځوو کلونو کې پرته د سفارتونو د امنیت ساتلو څخه دې نور ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، د ښځو او بشري حقونه باید اسلامي او عرفي وي، د ټاکنو پروسه باید شفافه وي او په اخر کې باید د افغانستان اساسي قانون ځينې برخې تغیر هغه مهم مسایل او نظریات دي، چې د څو غونډو په ترڅ کې پګواش راټول کړي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې ياده طرحه به د افغان سولې په راوستلو کې څومره ګټوره او څومره د عملي کيدو وړ وي؟

د دې تر څنګ چې پګواش د افغان سولې اړوند څو غونډې ترسره کړي دي؛ د افغانستان، پاکستان، چين او امریکا تر منځ څلور څلور اړخيزې غونډې هم په همدې موخه ترسره شوي دي. د يادو غونډو موخه دا وه چې وسله وال طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کيني. په دغه بهير کې پاکستان د غونډې ګډونوالو هيوادونو ته ژمنه ورکړې وه چې وسله وال طالبان به د سولې مخامخ خبرو ته کينوي او که طالبانو له خبرو انکار وکړ نو پر ضد به يې پوځي اقدام کوي. خو دا دی څلور ـ څلور اړخيزې ناستې ترسره شوې، خو نه وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر شول او نه يې پر ضد پاکستان پوځي اقدام وکړ.

د دغې غونډو بهير او پايلو ته افغان ولس او حکومت ډير هيله مند و، حکومت هيله لرله چې چين او امريکا به پر پاکستان له خپل نفوذه په استفادې فشار راوړي څو وسله وال مخالفان د سولې خبرو ته حاظر کړي او يا که يې مخالفت کوي نو لږ تر لږه له ملاتړه يې لاس واخلي خو لکه د پاکستان په شان د چين او امریکا نقش هم په دې غونډو کې نمايشي و او هيڅ کومه ګټه يې ونکړه. پاکستان د افغانستان په شمول امریکا او چين ته هم دوکه ورکړه او په خپلو تکراري ژمنو يې وغولول. بلاخره د څلور اړخيز بهير د غونډو پايله هم د وخت ضايع کول او د فرصتونو له لاسه ورکول شول.

اوس چې پګواش کاناډايې بنسټ يو ځل بيا د سولې لپاره په يوې جامعې کړنلارې کار کوي چې په کې ويل شوي : باید له افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د ۴ یا ۵ کلونو له پاره اوربند اعلان شي، په دغو شاوخوا پنځوو کلونو کې پرته د سفارتونو د امنیت ساتلو څخه دې نور ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، د ښځو او بشري حقونه باید اسلامي او عرفي وي، د ټاکنو پروسه باید شفافه وي او په اخر کې باید د افغانستان اساسي قانون ځينې برخې تغیر راوستل شي؛ دغه طرحه يوه ګټوره لاره ده خو د عملي کيدو اړوند يې د افغان حکومت او مخالف لوري (وسله والو طالبانو) په نيت شکونه شتون لري.

د « ۴ یا ۵ کلونو له پاره د اوربند په شرط کې» د وسله والو طالبانو په نيت او « په دغو شاوخوا پنځوو کلونو کې پرته د سفارتونو د امنیت ساتلو څخه له افغانستانه د نورو ټولو بهرني ځواکونو د وتلو په شرط کې»  د افغان حکومت او ناټو په نيت کې شک ليدل کيږي. ځکه وسله وال طالبان په مستقيمه توګه د پاکستان د پوځ او آی ايس آی تر نفوذ لاندې دي او پاکستان په هیڅ صورت په افغانستان کې د سولې غوښتونکی نه دی. نو په همدې لحاظ د ۴ یا ۵ کلونو له پاره په اوربند سلاح نه شي. او همدا ډول د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي او دفاعي تړون له مخې امریکا کولی شي چې ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې پوځي اډې ولري. نو دغې تړون ته په کتو ډیر امکان د دې شته چې بهرني ځواکونه له ۲۰۲۴ کاله وړاندې افغانستان پرينږدي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder