14.09.2018 (23.06.1397)
سوله او دهغي پر مخكي پراته خنډونه

عزيزي

لكه څرنګه چي مو په تیر کي ولیدل او داده اوس یې هم وینو ، دا لاندي

هیوادونه ، څيري او تنظيمونه زموږ په هیواد کي سوله نه غواړي اويا داچي هغي ته خنډونه را منځته کوي پاکستان ؛ پاکستان د دي په خاطر نده رامنځ ته شوی چي د یوه مستقل هیواد په توګه له خپلو ګاونډ یانو سره په سوله کي ژوند وکړي .

استعمار ګر هیواد انګلستان ، پاکستان هغه مهال د دي په خاطر رامنځ ته کو ( سره له دي چي نور یې نشواي کولاي برتانوي هند د تیر په شان په خپله ولکه کي وساتي ) چي په راتلونكي كي له يوي خوا وكړاي شي د ځان لپاره په منطقه کي د مانور او د پښي ځاي ولري او له بلي خوا هغه هیوادو ته چې پاکستان د هغوي د بدن د اندامو برخه تشکیلوي لکه هند او افغانستان ته ، دایمي سرخوږي را منځته کړاي شي . بنا پر دي وینو چې پاکستان ذاتاّ نشي کولاي له هند او افغانستان سره په سوله کي ژوند وکړي او داچي د هغه پر اتومي کیدویې

سترګي پټي کړي ، او یا داچي ، تروریستي اعمال یې هیڅ کله جدي ندي نیولي ، همدایې علت وه اوده .

ایران ؛ ایران زموږ هغه ګاونډی هیواد ده چې موږ تر ‌‌‌‌‌‌ډيره له هغه سره مشکلات نه رامنځته کوو ، ماسیوا له مهاجرینو او مخدره موادو چې هر یویې په خپله دجنګ محصول ده ، خو ایران بیا موږته څلور مشکله را
منځته کوي چې هغه په ترتیب سره  د " اسلامي " انقلاب صادرول ( شيعه توكمي د سنيانو په مقابل كي راپارول )، ژبني او فرهنگي يرغل ته لمن وهل ، د اوبو د بندونو د جوړولو مخه نيول او د امريكا شتون په افغانستان كي .

څرنګه چې وینو ایران چې مقصد مي اخندي رژيم ده فقط او فقط هغه وخت کولاي شي چي خپلو دي موخو ته

په وړیا توګه ورسیږي چي په افغانستان کي جنګ ادامه ولري . له بلي خوا که چیري اخندي رژيم د هغه د ماهیت پر بنا

وه ارزول شي نو هرو مروبه دي پریکړي ته ورسیږو چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول رژیمونه بیله دي چي ملت پر باندنیو , خو له ځانه پر تراشلیو تهدیداتو مصروف وساتي او له دي سره خپله سلطه لانوره هم وغزوي ، ادامه نشي موندلاي .

بنا پر دي د ایران رژيم په افغانستان کي سوله نه غواړي .

روسیه ؛ روسیه یو ابر قدرت ده ، نو هغه ده چي تر څو له امریکا څخه په افغانستان کي د سولي په هکله د یوي معاملي
په ترڅ کي کوم امتیاز تر لاسه نکړي ، نو جنګ ته به همداسي غیر مستقیم لمن وهي .

سعودي عربستان او امارات ؛ دوي به هر هغه څه کوي چې باداریې _ امریکا ورته وایې .

هندوستان ؛ څرنګه چي هندوستان او افغانستان یو مشترک دښمن چي هغه پاکستان ده ، لري ، نو هغه ده چي ویلاي شو هندوستان مو یو ستراتیژيک او طبعي دوست هیواد دی ، خو داهم باید په نظر کي ولرو چي
هندوستان به هیڅکله داتحمل نه کړي چي په افغانستان کي د پاکستان یو ګو‌‌‌‌‌‌ډاګی دولت را منځته شي .

يواځي په دي صورت کي ده چي هندوستان به په افغانستان کي سولي ته زړه ښه نکړي او د داسي یوه ګو‌‌‌‌‌‌ډاګي دولت مخالفین به حمایت کړي .

تاجکستان او ازبکستان ؛ دا دواړه هیوادونه په دي ښه پوهیږي چي که چیري په افغانستان کي د یوه غیر افراطي دولت پر بنا سوله را منځته کیږي په ګټه یې ده ، که دا اقتصادي ، امنیتي او که سیاسي وي . یعني داچي جنوبي

اسیاته په لار موندلو سره به یې اقتصاد لانور هم غوړیږي ، امنیت به یې ټينګیږي او سیاسي استقلال به یې مضبوطيږي او هغه داسي چې دي ته به نور نه اړ ایستل کیږي چې روسي قواوي یې سرحدونه ورته وساتي .

چین ؛ چین هغه هیواد دی چي غواړي د یوه قوي اقتصاد پر بنا خپل بین المللي حریفان را په ګون‌‌‌‌‌‌ډوکړي او داکارهغه وخت صورت نیولاي شي چې په نړۍ کي په تیره بیا زموږ په منطقه کي سوله برقراره وي ، سره له دي چي له پاکستان سره به خپل ستراتیژيک حمایت ته چې وکولاي شي هندوستان ته مزاحمت خلق کړي ادامه ورکړي ،خودا ‌‌‌‌‌‌ډول حمایت به دایمي نه ، بلکه له هندوستان سره به په اړیکو مشروط وي .

متحده ایالات ؛ د متحده ايالاتو اړیکي او ناوړه استفادي له افغانستان څخه باید په نړۍ کي  د دوو ټولنیزو سیستمو ( سرمايه داري او تش په نامه سوسياليستي ) په نظر کي نیولو سره د امپریالیستي
خصوصیاتو پر بنا چې سلطه او استثمار ده وڅيړل شي .

له بده مرغه لکه څرنګ چي مو ولیدل له دا‌‌‌‌‌‌ ډول خصوصیاتو څخه دواړه تولنیز سیستمونه برخور دار ول او پر دي بنایې له یو بل سره ، نه د مایکل پورتر په وينا " رقابت " ، بلكي دشمني درلوده ، بناپر دي هر یوه
کوشش کاوه چې د سلطي له لاري چي ابزار یې ایدیا لوژي تشکیلوله د نړۍ په سطح د ځان لپاره فعالیت وکړي .

څرنګه چي جهان د دوو ایدیا لوژيو پر بنا دوه قطبي شوی وه ، نو طبعاً د نړۍ پاتي هیوادونو هم نشواي کولاي چي د دي قطبو د جاذبي له ساحي نه د باندي خپل مستقل ژوند او فعالیت ته دوام ورکړي  ، نو هغه ول
چي په ١٩٥٥م كال كي جواهر لعل نهرو ، جمال عبدالناصر او احمد سوكارنو د باندونگ په كنفرانس كي چي د اندونزيا د باندونگ په ښار کي را منځته شوی وه خپله ( دريمه ) طرحه چي موخه یې د غیر متعهد غورځنګ ( جنبش )

رامنځته کول وو کنفرانس ته وړاندي کړه چي د کنفرانس د اکثريت غړیو له خوا ورته لبیک وویل شو او هغه ول چي دي جنبش د بلګراد په غون‌‌‌‌‌‌ډه  کي چې په ١٩٦١م كال كي دايره شوه او د افغانستان استازيتوب دمرحوم محمد داوود

په غاړه وه خپل شتون د (عدم انسلاک ) تر عنوان لاندي اعلان کړ او داده اوس یې دغړو شمیر یوسلو شلو هیوادوته رسیږي خلاصه داچي د افغانستان غړیتوب په دي جنبش كي هغه وخت د غرب له خوانه تر سوال لاندي راغی ، چي له يوي خوا یې ولیدل ؟ محمد داود ( دغرب په ذهن ) چپي خواته ميلان پيداكړی ( چي د رباني ، مسعود ، حكمتياراو داسي نورو دعوت یې پاکستان ته خورا ښه بیلګه کیداي شي ) او له بلي خوا د اوم د ثور بدلون د دوي په

اصطلاح د " كمونستانو " له خوا رامنځته شو ، خو دبطلان خط یې هغه وخت باندي راکش کړ چي په شپږم د جدي کارمل د عدم انسلاک دجنبش اصول د روسانو په را دعوتولو* سره تر پښو لاندي کړل او له دي سره یې زموږ هیواد

علناً د شوروي غیږي ته د غرب په مقابل کي ور ټيل واهه ، چي په نتيجه كي افغانستان په تدريج سره د درو زبرځواکو( شوروي اتحاد ، متحده ايالات او عربي محافظه كاره ارتجاع ) پر جنگي داسي یوه ‌‌‌‌‌‌‌ډګر ( پوليگون ) وا وښت

چي له بده مرغه د آزموینیز محاربوي ماشین  د سون مواد یې لاتر اوسه بیوزله افغانان تشکیلوي .

دا چي پر دي ایدیالوژيکي او توده ، خو استخباراتي جګړه کي شورویانو ( روسانو ) او غربيانو ( امريكايانو )څه ‌‌‌‌‌‌ډول رول ولوباوه ( لوبوي ) او څه یې غوښتل ( غواړي ) ټولو نړۍ والو ته اظهر من الشمس ده او زه نه غواړم

دلته پر دي بحث وکړم ، ماسیوا له دي چي ووایم ؛ امریکایان که چیري مجبور هم شي ترڅو زموږ هیواد ترک کړي ، خو دا بهیر به تر هغه وخته پوري عملي بڼه غوره نه کړي تر څویې په افغانستان کي ، د خپلي خوښي رژيم نوي را منځته کړی .

البته داسي یو رژيم چي هغه وکړاي شي د اسلامي نړۍ د بنسټ پالو ، لکه عبدالله عزام ، بن لادن ، الظواهري او داسي نورو هغه طرحه چي دجهاد په وخت کي یې د افغانستان د تنظيمونو له رهبرانو او د پاکستان له استخباراتي او مرتجع مذهبي کړیو سره  شریکه کړي وه او په دي هکله موافقي ته هم سره رسیدلي ول ، خنثی کړي .

کومه طرحه ؟

مخكي له دينه چي پر طرحي بحث ته ولاړشم ، باید پر دي ټکي مکث وکړم چي په واقعیت کي دا ‌‌‌‌‌‌ډول طرحه چي اصلي طراح یې عبدالله عزام ده مخکي د افغانستان له جهاده د هغه له خوانه چي د سید قطب او ابن تیمیه له افکارو متأثر وه مطرح شوي وه او هغه داسي چي د دوي ( ده ) په اند ؛ لمړی باید د نړۍ والو سیاسي اسلامي سازمانو له خوا نه په اسلامي ( عربي ؟ ) نړۍ کي داسي یو  اسلامي هیواد را منځته شوی واي چي پر هغه کي بیا دوي کولاي شواي د خپلي خوښي یو سوچه سلفي امارت ، خلافت یا رژيم مسلط کړي اوبیا له دي سره سم دا هیواد د همدي سازمانو د مجاهد او ځوانو غړو د ترینینګ او تربیي په مر کز واړوي . دلته ده چي باید دي ځوانو مجاهدینو لمړی فلسطين او بیا هغه اسلامي هیوادونه ازاد کړي واي چي ( د دوي په اند ) پر رعيتو ؟ يې کفري نامسلمانه رژيمونه مسلط ول لکه د صدام ، اسد ، قذافي ، سعودي ، مصر ، افغانستان او داسي نور رژيمونه . د دي کار په سرته رسیدو سره وه چي اوس نو باید د طرحي اصلي موخه چي هغه د جهان په سطح د کفر په مقابل کي د عمومي جهاد اعلان وه باید پلی شوی واي .

په طرحه کي څرنګه او ولي تغیر رامنځته شو ؟

لكه څرنګه چي مو ولیدل او وخت ( گذشت زمان ) هم داثابته كړه چې نه د شوروي حمله پر افغانستان یو تصادفي عمل وه او نه هم په دي هکله د غرب کوکي او ناري ، بلکي د دواړو کړنو د دوي د  ستراتیژيکو هغه موخي تشکیلولي چي طرحي یې  لا پخوا رامنځته شوي وي او هغه داچي روسانو ان دتزار له وخته غوښتل د هند بحر ته د افغانستان او یا ایران ؟ له لاري ځان ورسوي  او غربیانو له دوي سره دمقابلي په خاطر بیا له یوي خوا ایران را خپل او له بلي خوایې پاکستان را منځته کړ. او س نو چې له بده مرغه او د یو تعداد مزدورو افغانانو په سرکي دکارمل ‌‌‌‌‌‌ډلي او اخوانیانو د خیانت په نتیجه کي دواړه زبر ځواکه په افغانستان کي سره ښکر په ښکر کیږي ، او افغانستان هم یو اسلامي هیواد دی ، نو غرب تر دي شعار لاندي چې ګواکي" اسلام په خطر کي ده " اسلامي نړۍ ته په خرپ سره د چیغي ‌‌‌‌‌‌ډول وهي تر څو په اسلامي نړۍ کي خپل لاسپوڅي رژيمونه ، اجنتوري شبکي ، سازمانونه او د دوي استخباراتو ته متعهد افراد  دي ته را مات کړي تر څو مسلمانان له یوي خوا جهاد ته را ولمسوي او له بلي خوا هغه مالي حمایت کړي .

فقط بعد له دي لمسوني ول چې په سرکي عبدالله عزام له جدي - سعودي ښار نه لمړی اسلام آ باد او بیا پيښورته ځي او هلته د " مکتبته الخدمات " تر عنوان لاندي عربي او افغاني مجاهدینوته د ښه چوپړ او مرستي موسسه
او د " الجهاد " مجله را منځته کوي . عبدالله عزام به د خپلو مضامينو او ليكنو له لاري ، چي په همدي مجلي كي به يې نشر ته سپارلي د ټولي اسلامي نړۍ په سطح په تیره بیا عرب اخواني ځوانان د افغانستان جهاد ته ترغیب او دعوتول چي بن لادن یو له همدي جملي نه وه چي په ١٩٨٤م كال كي افغانستان ته راوستل شو اوهمداسي مصري داكتر الظواهري چي دمصر د اخوان المسلمين غړی وه .

لن‌‌‌‌‌‌ډه داچي د وخت په تيريدوسره بعد له CIA , اعراب چي له يوي خوا یې معنوي تاثیر پر جهاد در لود او له بلي خوایې مادي برلاسي توب ، کاملاً پر جهاد او مجاهدینو له یوي خوا او د پاکستان پر دولت او نظامیانو

له بلي خوا مسلط شول او هغه ول چي تصمیم یې ونیو تر څو افغانستان بعد له دي چې روسان دجهاد په نتیجه کي هغه ترک کوي د یوه داسي د دوي د خوښي پر یوه سوچه اسلامي امارت واړوي چې په شتون کي یې وکړاي

شي خپله پخوانۍ طرحه عملي کړي ، یعني پر داسي یوه هیواد ( يوي پاكستانۍ پنځمي صوبي ) چي هلته د 

اسلامي نړۍ ځوان مجاهدین  وکړاي شي بعد له تدریس او تریننګ نه ، جهاد لمړی هغه اسلامي هیوادو ته چي د دوي له قوله دشریعت ضد  رژيمونه پکشي مسلط ول او بیایې  ټولي کفري نړۍ په سرکي امریکا ته وغزوي .

دي طرحي هخه وخت زور واخیست چي بن لادن او ايمن الظواهري د عبدالله عزام له ترور سره سم چي په ١٩٨٩م ميلادي كال په پيښور کي رامنځته شو یوه ورځ بعد دهغه دطرحي پر بنا القاعده را منځته کړه .

باید ووایم چی د القاعدي په را منځ ته کیدو سره نور نو لکه څرنګه چي عزام په فزیکي شکل ومړ ، همداسي یې معنوي ایدیالونه هم له پامه وغورځيدل او تقریبا اکثر هوا خواهان یې القاعدي ته چي اوس دیوه رادیکال وهابي ملیونر

بن لادن او د هغه د مرستیال  الظواهري له خوانه رهبري کیدله ، را مات شول له هغه جملي نه ابومصعب الزرقاوي او ابراهيم عواد چي په ابوبكر بغدادي مشهور ده . دلته بايد دا په گوته شي چي هم الزرقاوي او همدارنگه ابوبكر بغدادي چې په اوایلو د ١٩٩٠م كال كي دپاکستان له لاري افغانستان ته تللي ول له مجاهدينو سره يو ځاي د افغانستان د دولت په مقابل کي جنګیدل او بیا د طالبانو له ماتي نه وروسته عراق ته له ستنیدو سره سم الزرقاوي ( اردوني ) په ٢٠٠٣م كال كي القاعده او ابوبکر بغدادي ( عراقي ) داعش را منځته کړ . دوي همدا شان له طالبانو سره هم اړیکي درلودي او له هغوي سره یې یو ځاي په جنګو کي براخستله .

باید ووایم چې د ابوبکر بغدادي او القاعدي او طالبانو مناسبات هغه وخت خراب شول چې په ٢٠١٤م كال كي د بن لادن ځاي ناستي الظواهري هغه له القاعدي څخه وشاړه او له بلي خوا هغه ځان ته د امیرالمومنین لقب ورکړ ، دا په داسي حال کي چې یوه امیرالمومنین چې هغه ملا محمد عمر اخند وه وجود ؟ درلود .

كه مطلب را لن‌‌‌‌‌‌ډ کړم ، نو له پورتنۍ لیکني نه دا را په ګوته کیږي چې بالاخره بعد له تروره د عزام  د افغانستان جهاد او دهغه اختیارات د هغه چا ګوتو ته لویږي چې د دین پر بنایې بیرحمي ، ظلم ، تعدي اوسخافت په تیرتاریخ کي

نده تر سترګو شوی لکه بن لادن ، الظواهري ، مصطفی ابویزید ، عبدالعادي العراقي ، اواواو ابو مصعب الزرقاوي ،اواواو ابوبکر بغدادي او داسي نور ‌‌‌‌‌‌ډير عرب ، ازبک ، چیچني او  تاجکي القاعدي او وهابيت ته وفادار ظالم او بيرحمه جنگسالاران .

خلاصه داچي بن لادن د القاعدي په رامنځته کولو سره _ کال ١٩٨٩م ك ، وهابي راديكاليسم د عبدالله عزام د اخوانيت د نيمه ايديال* ځاي ناستي کوي او علناً د مجاهدینو د اخواني تنظيمو له رهبرانو سره د عبدالله عزام په طرحه یو ځل بیا په داسي حال کي خبري کوي چې نور نو متیقین شو چې روسان له افغانستانه وځي او په نتیجه کي بعد له هغه چې د مجاهدینو او دپاکستان د جنرالانو موافقه تر لاسه کوي ، د عمل ‌‌‌‌‌‌ډګر ته راوزي او د راتلونکي لپاره له يوي خوا د افغانستان په ګوټ ګوټ کي د عرب اوعجم القاعده مجاهد ځوانانو لپاره د ترینینګ ، تعلیم اوتربیې میدانونه د سلاح اومهماتو ‌‌‌‌‌‌ډيپو ګان اواو اواو د دشمن د بمبارد نه د خونديتوب په خاطر پټن ځایونه او صوفونه چې د ب‌‌‌‌‌‌ډه بیري صوفونه یې خورا ښه مثال کیداي شي رامنځته کوي او له بلي خوا د

٢٤٠٠٠ مدرسو مالي مصارف او تربيه په خپل لاس كي نيسي ، خو خبر نه وه چي CIA یې ټول فعالیت او کارونه څاري او لا پخوا د اخواني عزام او وهابي بن لادن له هغي طرحي چې دوي او پاکستاني جنرالان غواړي افغانستان بعد له شکست د روسانو په یوه د اسلامي هیوادو په  چوکاټ کي  پر یو بین المللي جهادي _ تروریستي مرکز واړوي او بیا یې په اخرین تحلیل کي د جهاد په نامه د اسرائيلو او غرب ( امریکا ) په مقابل کي استعمال او ګټه تر پورته کړي .

سره له دي چې امریکایانو له روسانو سره په تفاهم کي ، او ل د داکتر نجیب رژيم را نسکوروي او له هغه سره سم مجاهدین خصوصاً جهادي اخواني تنظیمونه لکه دجمعیت ، اسلامي اواواو د سیاف ګوند په خپل منځ کي دسپو په شان سره جنګوي او له دي سره سم د بن لادن طرحه له خاورو سره ور خمیر کوي او بن لادن نا امیده افغانستان ترکوي ، خو د طالبانو په رامنځته کیدو سره بن لادن ، چې لا پخوا د رباني په وخت کي له سودانه بیرته افغانستان ته راوستل شوی وه ، یو وار بیا غوړیږي او په خپل ټول قوت سره د جمعیت په مقابل کي چي د ده پر طرحه یې د افغانستان د تجزیې په هکله له روسانو او ایرانیانو سره معامله کړي وه ، د طالبانو کمک ته را دانګي او بالا خره یو وار بیا پر افغانستان ،  د طالبان په وجود کي مسلط کیږي او هغه ده چې په نيويارك كي د ١١ د ديسمبر واقعه چې بن لادن پر متهم کیږي ، منځته راځي او بیا له د ي سره سم د دوهم ځل لپاره د طالبانو پر را پر زولو سره دعربو پر سرکي د عبدالله عزام او بیا بن لادن طرح له ستر خن‌‌‌‌‌‌ډ سره مخامخ کیږي چې په نتیجه کي یې بن لادن د ISI په مرسته په ابيت اباد او د طالبانو د رهبري غړي په کوټه او نورو ښارو كي پټ او سترو اخفا كيږي  . امریکا د طالبانو له را پرځولو سره سم يوځل بیا د کرزي تر تش زعامت لاندي شمالي ټل واله بیله حزب اسلامي او طالبانو چې هنوز هم ((( دواړه ))) د عربو او پاکستان ((طرحي )) ته وفادار ول ، د بن د ناستي په فیصله کي قدرت ته رسوي . طالبان د وخت او شرایطو څخه په استفادي سره ( چي دملت عدم رضایت  یې لویه برخه تشکیلوي ) د کرزي د حکومت ( چې غوښنه برخه یې شمالي ټلوالي تشکیلوله ) د ظلم او بیکفایتۍ په نتیجه کي ، یو ځل بیا په پښو دریږي  او هغه داسي چي شمالي ټلوالي د كرزي د حكومت په وخت كي  ، له یوي خوا طالب او د طالب په نامه ، په ټول هیواد کي پښتانه په بیساري توګه داسي ټکوي چې دافغانستان په تیر تاریخ کي یې ساری نه ده لیدل شوی او له بلي خوا د کرزي له باند سره دولتي قدرت مطلق انحصاروي او بیا له دي سره سم برسیره پر دي چې د وطن دبيا ودانولو دمرستي غوښنه برخه پيسي اختلاسوي او دولتي ملکیت غصبوي د هیچ چا پر شخصی ملکیت ، زوي ، لور ، خور ، دارایې ، مصوء نیت ، حق اوشخصیت ترحم او صرفه نه کوي اوهغه دخپل جهاد اومقاومت غنیمت بولي .

بنا پر دي بايد دا تريخ حقيقت وطنوالو ته په ‌‌‌‌‌‌ډاګه شي چې د طالبانو تحریک په ‌‌‌‌‌‌ډيره کي د مجاهدینو په سرکي د جمعیت د تنظيم دظلمونو او بیا دکرزي د حکومت د تشي او پر خلکو د وړ وړ تیریو او ظلم چې بیایې هم د نظار شورا لویه برخه تشکیلوله په نتجه کي لمړی د امریکا او بیا له هغه ظلمونو سره چې د کرزي حکومت پر دوي او خلکو کاوه د مقابلي او انتقام په موخه را منځته شو او  اوس دومره قوي شوی چې داده څه کم او ‌‌‌‌‌‌ډير ١٢ كاله كيږي چې د ناټو په سرکي متحده ایالات له هیوادو او د هغوي د لاسپوڅي دولت په مقابل کي ، د القاعدي له نخسي او ارمان ( طرحي ) سره سم د يوه سوچه اسلامي امارت د رامنځته کولو په موخه ، ‌‌‌‌‌‌ډغري وهي او له دي سره سم ، نه پوهيږم چې آګاهانه او که نا آګاهانه ، خو که سړی ورته ځير شي نو دامریکا له ستراتیژيک پلان سره سم چې هغه په افغانستان کي د پاته کیدو په خاطر جنګ او نا امني ته لمن وهل دي ، عمل کوي .

طالبان باید یو شی له یاده ونه باسي او هغه دا چې غربیان به هیڅکله دوي دې ته پرینږدي چې په افغانستان کي د القاعدي د خوښي او طرحي سره برابر داسي یو امارت يا خلافت را منځته کړي چې بیا وکولاي شي غربیانو ته خن‌‌‌‌‌‌ډونه را منځته کړي.امريكايانو او سعودي عربستان د ا بوبكر بغدادي په کړو چي غوښتل یې د خراسان تر نامه لاندي د عزام له طرحي سره سم یو اسلامي خلافت رامنځته کړي ، تر هغه وخته سترګي پټي کړي چي په منځني ختیځ کي یې د اسد او خمیني رژيم سره په جنګ کي په ګټه وه او چې څرنګه  پر دي پوه شول چې نور په دي برخه کي کار نشي ځني اخستلاي نو یې ټوټه ټوټه کړ.

له بن لادن څخه یې هم تر هغه وخته کار واخیست چې په ګټه یې وه او په مجردي چې په دي پوه شول چې بن لادن غواړي د طالبانو د امارت تر نامه لاندي په افغانستان کي د خپلي خوښي یو سوچه وهابیت ته وفادار رژيم رامنځته او بیایې لمړی د فلسطين د آزادولو په مقصد او ثانیاً د آل سعود اوغربیانو په مقابل کي ځني کارواخلي ، نویې لمړی د طالبانو امارت او ورپسي یې بن لادن له منځه یووړل .

محمد مرسي چي خپله دكتورایې د جنوبي کالیفرنیا په پوهنتون کي تر لاسه او بیا همالته په تدریس مشغول وه هم دامریکا په موافقه ،  سره له دي چې د جماعت اخوان المسلمین دګوند مشر او نامزد وه ، جمهور رئيس شو ،خوکله چي ولیدل شو د سیدقطب او عبدالله عزام طرحي ته وفادار ده ، نویې د سعودي عربستان په مرسته د جنرال السیسی په ذریعه را وپرزاوه او د ده ګوند یې ټوټه ټوټه کړ .

همداسي حکمتیار ؛ ترڅوچې یې په ګټه وه کار یې ترینه واخیست ، خو کله چې پر دي پوه شول چې حکمتیار د عزام او بن لادن طرحي ته وفادار ده ، هغه یې  دبن په ناسته کي ، سره له دي چې له روسانو سره یې په جنګ کي تر بل هر تنظيم غوښنه برخه اخستي وه ، له پامه ترهغه وخته وغورځاوه چې تر څو یې خپل شرایط پر وه نه منل .

بنا پردي تیر ته په ځيریدو سره ، طالبان باید له نژدي تیر تاریخ څخه تر هرڅه مخکي د وطن چې ملت ته د مور حیثیت لري ، په ګټه داسي کار واخلي چې په نتیجه کي یې له یوي خوا د امریکایانو په (( سنجیده او معقول )) وتلو سره په هیواد کي سوله او عدالت رامنځته کړی وي او له بلي خوا  یو داسي ملي د رفا دولت چې د ټول ملت په خوښه وي رامنځته کړاي شي .

ضمايم بيا .

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind