21.08.2016 (31.05.1395)

سقاؤ د انګریزي استخباراتو استخدام شوی اجنټ

محمدانور آڅړ

د انګريزي اجنټانو له جملې څخه چې له ټولو څڅه خطرناک واقع شو، یو هم حبيب الله (سقاؤ) دی، بچهء سقاؤ یې ځکه بولي، چې د ده پلار امین الله د زابل ولایت د مرکز قلات په عسکري غُنډ کې عسکر ؤ، څرنګه چې ده په غنډ کې په اصطلاح د ابو رسولو دنده درلودله، په غنډ کې به یې بابا سقاؤ ورته ویل. (۱)

د سقاؤ زوی په لُمړیو کې د کلکانو ملک محسن مزدور ؤ، ملک محسن بې سواده او جاهل سړی ؤ او د امیرامان الله خان د کړنو مخالف ؤ، د سقاؤ زوی هم د خپل بادار په شان جاهل او نادان ؤ نوموړي په کال(۱۹۲۰، ز) کې د پوځ د ( نمونې په قطعه) کې عسکري کړي وه ... سره له دې چې په یوه ښه قطعه کې عسکر ؤ، خو له بده مرغه چې د عسکرۍ په دوره کې یې هم د عادت له مخې غلاوې کولې چې یو ځل هم د کوهدامن د محلي حکومت لخوا په کال(۱۹۲۴،ز) کې بندي شوی هم ؤ... چې ورو ورو دغه غل (د افغانستان د دښمنانو لخوا) په یوه سیاسي توطیه ګر باندې بدل شو. (۲)

د سقاؤ زوی چې یو سوچ بې سواده ؤ، نو ځکه به یې په هر ځای کې به یې په آزاده او بې پردۍ توګه خبرې کولې، د خبرو نزاکت (او د ژبې عِفت) یې نه درلود، خو مقابل لوري ته به یې کتل، په خبرو کې یې مبالغه نه کوله او درواغ یې هم نه ویل، رډ او (بېباکه) سړی ؤ، چې لاندې پېښه یې ښه بېلګه ده:

قاري دوست محمد چې د خپلو ملګرو رپوټ یې د سقاؤ زوی ته ورکړی ؤ، چې غوښتل یې د جمعې په ورځ سقاؤ  ووژني، سقاؤ هغه کسان د قاري دوست محمد د راپور پر بنسټ ونیول او د اعدام امر یې پرې وکړ، خو قاري دوست محمد یې پورې واهه او ویې ویل:«ای دوس(دیوث) با رفقای خود خیانت کردی، اعدامش کنید»(۳)

هغه مهال چې د سقاؤ زوی د ډیورنډ له کرښې څخه اوښتی ؤ د انګریزانو له استخباراتو سره یې اړیکې درلودلې او هلته یې له خواجه بابوخان چې د انګریزانو له استخباراتو (سي، ای، ډي) سره یې کار کولو لیدنه وکړه ... .  (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۱۶)

د سقاؤ زوی د کورمې په پاړه چنار کې د غلا په جرم، په یولسو میاشتو بند محکوم شو، خو ډېر زر په مرموزه توګه، له حبس څخه خوشی شو(*) او افغانستان ته راستون شو دا هغه وخت ؤ چې د کابل په ختيځ کې د ناامنیو لُمړنۍ مرحلې مخ په پېل کیدو وې. (۴)

سقاؤ د انګريزانو د استخباراتو له خوا په نامخامخ توګه، د څو تنو ملايانو له لوري هڅول شوى ؤ، تر څو اميرامان الله خان ترور کړي او يا د حکومت پر وړاندې جګړه پېل کړي، په دې اړه سقاؤ، وروسته له هغې چې واک ته ورسيد، د خپلو تېروحالاتو په تړاؤ يې حاضرينو ته داسې وويل:«... د بيرته راتلو په وخت کې د پديکوټ کلي ته ورسيدم، د جمعې ورځ وه مسجد ته ولاړم چې يوه ملا د منبر څخه د کفر پر وړاندې د جهاد وعظ کاوه، نو کله چې د ده خبرې پای ته ورسیدلې، نو زه ورغلم او له ده څخه مې د خير، د دعاء غوښتنه وکړه، ملا دعا راته وکړه او ويې ويل:(د جومات څخه په وتلو سره د لارې په سر کې به يوه ونه ووينې، د هغې ونې لاندې ځمکه وکینده او هر څه د چې وموندل له ځان سره يې واخله.)

د سقاؤ زوی زیاته کړه ویې ویل: ما په بيړې سره هغه کار وکړ، چې څلور ټوپک، کارتوس او زر نقدې روپى مې پيدا کړې او له ځان سره مې واخيستې، کله چې له لغمان څخه د کوه دامن پر لوري روان وم، بيا په لاره کې د يو ملا سره مخامخ شوم  او د امان الله پر وړاندې یې د جهاد امر راته وکړ، د پغمان د جشن په ورځو کې هغه ورځ چې امان الله د پغمان د ننه په تياتر کې ؤ؛ بيا د يو بل ملا سره مخ شوم، چې ماته يې د اسلام د دين پر بنسټ، حکم وکړ چې، امان الله ووژنم، خو د دې لپاره چې د مسلمانانو جشن خراب نه شي دا کار مې ونه کړ، کله چې کوه دامن ته وګرځيدم يو بل ملا زه وليدم چې د پغمان ملا غوښتنه يې تکرار کړه، زه تګاب ته ولاړم چې، غلام محمد خان د تګاب فرقه مشر ؤ، وروسته د تګاب اخون زاده صاحب(ملا حميد الله خان) وروغوښتم او د امان الله خان د وژلو له پاره يې لاره راوښودله او ځينې د پروان خانان يې زما د مرستې په لپاره راوغوښتل او ما هم د هغه(امان الله خان) د راغورځولو هوډ وکړ او په کابل باندې مې حمله پيل کړه.(۵)

دا شان د سقاؤ د مورال د لوړولو پخاطر د خيبر په دره، د سليمان په سراى کې يوه ملا يو تعويذ ورکړی ؤ او په هغه کې ليکل شوي وو: «خير دى چې له قانوني کسانوسره دې بې رحمانه رويه کړي ده، د خداى نظر به پر تا باندې وي» هغه تعويذ د نظر بندى تعويذ ؤ. (اور په افغانستان کې ص٥٣١)

امريکايۍ ليکواله او ژورنالسته (ريه تالي سټيواَرت) چې اور په افغانستان کې، کتاب يې ليکلى دى، د انګريزانو هغه اسناد چې د امیرامان الله خان د له منځه وړلو، توطئې په کې لیکل شوي دي، د پټولو او نه ښکاره کولو په اړه وايي: «د امان الله د قضيو په باب ټولو افغانانو يوه مفکوره درلودله، هغه دا چې برتانويانو په مشورې سره توطئه جوړه کړي وه، چې د هغه له شر څخه ځان خلاص کړي.» نوموړي لیکواله وړاندې ځي وایي: «کله چې زه لندن ته، د هندي دفتر کتابخانې ته ولاړم، چې د هغو وختونو اسناد مطالعه کړم، ما غوښتل چې هغه ليک ووينم(چې انګريزانو پکې ليکلي وو)} راځى چې د امان الله له شر څخه ځان خلاص کړو{خو د ارشيف کارکونکو اجازه رانه کړه، چې هغه اسناد وګورم ... انګريزانو د امان الله د سقوط کنټرول په خپل لاس کې درلود.»  (اور په افغانستان کې ص٧٣٢)

د سقاؤ څخه د انګریزانو پټ ملاتړ چې لا تر اوسه پورې ترسره شوی ؤ، اوس چې کابل د سقاؤ لخوا ونیول شو، په کابل کې د انګریزانو سفیر سرفرانس همفريز د سقاؤ څخه غوڅ ملاتړ وکړ، سفیر خپل حکومت ته داسې وليکل: امان الله خپل چانسونه له لاسه ورکړي دي ... همفريز ټينګار کولو چې د پُستې کڅوړې دې له امان الله څخه وګرځول شي او د سقاؤ زوى ته دې ورکړل شي، نوموړي ټينګار کړى ؤ چې د سقاؤ د زوى استازي دې په ار- اې- اف الوتکه کې په هند کې نادرخان ته ورسول شي او دا غوښتنه يې هم کړي وه چې د امان الله استازي چې نادر ته ورغلي وو له هند څخه وباسي ... .(۶)

سقاؤ چې کابل ته ننوت، په کابل کې د انګریزانو سفارت ته ورغلو او ډاډ یې ورکړ، چې د انګریزانو د سفارت ساتنه به کوي، دا لیدنه د لمر په شان ښکاره ده او کله چې سقاؤ په جګړه کې ټپي شو د انګریزانو په سفارت کې یې درملنه وشوه. (۷)

وروسته له هغې چې سقاؤ له پېښور یا کرًمې څخه شمالي ته راستون شو، په کاپیسا او پروان کې یې د غلو ډله جوړه کړه او په غلاوو او لاروهلو یې پېل وکړ، دوی به د شپې لخوا غلاوې کولې او د ورځې به په غرونو کې پټیدل... د سقاؤ د زوى داړامارانو هغه کاروانونه لوټول، چې تجارتي مالونه به يې وړل راوړل او د ګمرک مقاماتو ته به يې د لوټ شويو مالونو رسيدونه هم ورکول... وروسته د سقاؤ زوى دوه تنه هندي تجاران وتښتول او د هغوى کورنۍ يې مجبورې کړې چې د هغوى د خوشي کيدو په خاطر شپږ زره روپى ورکړي. (اور په افغانستان کې ص٥٠٥)

د سقاؤ د زوی کار تر هغې پورې ورسید چې یوه اندازه د دولت پېسې چې د بلخ ولایت څخه کابل ته راوړل کیدې، لاره یې ورته ونیوله او د دولت خزانه یې لوټ کړه، خو د ځایی حکومت لخوا تعقیب نه شو... . (۸)

د سقاؤ زوی د کابل په شمال کې وضع خرابه کړي وه، نو د کوهدامن خلکو نوموړی یوازې یو یاغي نه بلکه د یوه اتل او خپل رهبر په توګه پېژندلو ... (ځکه چې د دوی ډېری کسان د ده په شان کوتاالطریقان وو.) (۹)

امیرامان الله خان د سقاؤ سره د پکتیا د ګوډ ملا(عبدالله) په شان جګړه ونه کړه، چې په نطفه کې یې د هغه فعالیتونه شنډ کړل، بلکه برعکس د سقاؤ سره یې د روغې جوړې لاره غوره کړه، سره له دې چې د سقاؤ زوی، نه د ګوډ ملا په شان دینې عالم ؤ، نه په خپله ژمنه ولاړ او نه خو په قرآن باندې تړلی ؤ. د سقاؤ د زوی فعالیتونه ورو په ورو مخ پر زیاتیدو شول نو کله چې نوموړي د دولت کمزوري ولیدله، څو تنه د دولت عسکر، چې کابل ته روان وو، په یوه ناڅاپي برید کې یې ووژل، احمدعلی خان چې د تنظیمیه رئیس ؤ او د سقاؤ سره د روغې جوړې په خبرو بُخت ؤ، له مرکز کابل سره یې پېښه شریکه کړه او په اړه یې واک ترلاسه کړ، تر څو له سقاؤ سره روغه وکړي... رئیس احمدعلي خان یوازې له دوه تنو ساتونکو سره د سقاؤ زوی ته ورغلو او په نتیجه کې یې له حبیب الله سقاؤ او سیدحسین سره د قرآن په لمن لیک کې یو تړون لاسلیک کړ، په تړون کې د سقاؤ زوی ومنله چې له مخالفت او شرارت څخه به لاس اخلي، له بلې خوا دولت هم ومنله چې د سقاؤ او ملګرو جرمونه به یې بخښل کیږي، احمدعلي خان په دې ډول بې ساري تړون سره د سقاؤ زوی او سید حسین له ځانه سره سرای خواجه ته راوستل او د دفاع وزیر ته یې خبر ورکړ چې (۸۲) توپک، مرمۍ، تنخوا او د غونډ مشرۍ(ډګروالۍ) رتبې دې دواړو سقاؤ او سیدحسین ته ورکړل شي، امیرامان الله خان هم د دفاع وزارت، مالیې وزارت او د تنظیمیه رئیس احمدعلي خان په عنوانونو فرمانونه صادر کړل او د احمدعلي خان او غلو تر منځ تړون یې تصدیق او پلی کړ،(۸۲ میله ۳۰۳، بورد توپک) (۱۶۴۰)ګدی مرمۍ او د کال درې، درې زره افغانۍ دواړو غلو ته او (۳۶۰) افغانۍ یې د دوی هر یوه غله ته وټاکلې ... . (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۱)

دا چې په شمال کې وضع خرابه وه، نو په کال(۱۹۱۸،ز**) کې امیرامان الله خان د سقاؤ  سره تړون لاسلیک ... او له امله یې په شمالي سیمو کې د ده عزت او اعتبار لا پسې زیات شو، نو کله چې سقاؤ خپل حالت ته متوجه شو. (۱۰) لږه موده وروسته یو شمېر خانان او غله د ملاویس الدین په کلا(کلکان) کې د شپې لخوا سره راټول شول او د سقاؤ زوی یې د افغانستان د پاچاه په توګه ونوماوه او دستار یې پر ملا وروتړلو...(خلک دستار په سر تړي دوی یې په ملا تړي!) او سبا ورځ د سقاؤ زوی د ځايي حکومت په مرکز سرای خواجه باندې برید وکړ، حکومت یې لوټ او ساتونکي یې خلع سلاح کړل او وروسته د برید پخاطر د کابل پر لور روان شو او سید حسین یې د چاریکارو او جبل سراج په لورولیږلو... . (افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۲)

کله چې په شمال کې وضعیت په پوره توګه خراب شو نو امیرامان الله خان د سقاؤ زوی ته یو مکتوب ولیکلو او قرآن یې مهر او د بلدیې رئيس احمدعلي خان په لاس یې ورولیږه، په مکتوب کې لیکل شوي وو:«موږ له تا سره کار نه لرو، که زموږ سره یو ځای شې نو هر ډول مرستې به درسره وکړو، د عسکرو مشر به وټاکل شې، څه چې وغواړې موږ به یې درکړو ... .»

د سقاؤ زوی یې په ځواب کې وویل: اوس مهال دولت په سختۍ او د فشار لاندې دی زه هېڅ شی نه غواړم او حاضر یم چې د امیر صاحب د مخالفینو پر وړاندې جګړه وکړم، په دې شرط چې(۵۰۰) میله توپک او له هر یو توپک سره(۵۰۰) مرمۍ او(۲۰۰۰) آسونه راکړئ، ما او سید حسین ته د میاشتې(۳۰۰۰) افغانۍ او زموږ نوکرانو ته(۱۵۰) افغانۍ راکړل شي.

د سقاؤ د زوی ټولې غوښتنې ومنل شوې او وسلې او پېسې ورکړل شوې، کله چې د بلدیې رئیس ټول توکي د سقاؤ زوی ته ورتسلیم کړل، د بلدیې رئیس یې په کوټه کې بندې کړ او سقاؤ پخپله امان الله خان ته ټلیفون وکړ، ویې ویل: «اعلیحضرته! زه د بلدیې رئیس یم، د سقاؤ زوی مې په زور ونیولو او بندي کړی مې دی، اوس د هغه سره څه وکړم؟»

 اعلیحضرت په دې ګمان چې دا به په ریښتیا د بلدیې د رئیس غږ وي ویې ویل: «هغه فوراً ووژنه.» وروسته له هغې چې سقاؤ د امان الله خان دا خبرې واوریدلې د امان الله پر خلاف یې جګړې پېل کړې ... . (۱۱)

سقاؤ لومړۍ والي علي احمدخان د توپ پر وړاندې وتړلو او په توپ کې یې والوزولو. (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۲۵۰)

د ډیورنډ کرښې سره نږدې د انګریزانو او هندي ځواکونو (۱۱۰،۰۰۰) پوځ ځای پر ځای شو او په (۱۹۲۸،ز) کال کې د کرښې سره نږدې د انګریزانو او هندي قطعاتو مانورونه پېل شول، د دغو نظامي قواوو مانورونه د افغانستان د ختیځو ولایاتو د بغاوتونو سره هم زمانه پېل شول، تر څو له یاغیانو څخه رواني ملاتړ وکړي او د یاغیانو د مورال د لوړولو لپاره یې وکاروي او د امان الله خان پر وړاندې چې له حده زیات خپلواک او ځان غوښتونکی وه د فشار په توګه کار واخلي. (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۶۹)

په داسې حال کې چې په کابل کې د سقاؤ سره جګړه روانه وه د انګریزانو الوتکې، بې له اجازې د افغانستان فضأ ته ننوتې او د کابل په ښار باندې یې پاڼې وغورځولې، په پاڼو کې اخطار ورکړ شوی ؤ، چې په کابل کې زموږ پر سفارت او قونسلګریو باندې بریدونه ونه شي... د جګړو په جریان کې د انګریزانو دولس الوتکې کابل ته راغلې او له کابل څخه یې د خارجیانو ښځې وایستلې.(د انګریزانو دا ډول کړنې د سقاویانو د مورال د لوړیدو سبب شوې.)  (۱۲)

 انګریزي استخباراتو د سقاؤ څخه یوازې د امان الله خان د له منځه وړلو لپاره ګټه پورته کړه او د هغه پر وړاندې یې استعمال کړ، انګریزانو غوښتل چې د افغانستان خلک پخپلو وینو کې ولمبوي، نو ځکه په کابل کې د انګریز سفیر همفز وروسته له هغې چې سقاؤ قدرت ته ورسید، ټولو سفارتونو ته یې د وتلو مشوره ورکړه، چې له امله یې د ایټالیې او فرانسې سفیران چې د انګریز همفز د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي وو، له کابل څخه ووتل ... تقریباً (۶۰۰) بهرنیان، د دیپلوماتانو په ګډون د انګریزانو په الوتکو کې له کابل څخه پېښور ته یوړل شول... . (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۱۰۷)

مشهور انګریز جاسوس ډګروال لارنس په پېښور کې د الوتکو د میخانیک په توګه د (تامس شاو) په مستعار نوم کار پېل کړ، ډاکټر ویکټور... وایي: د ډګروال لارنس شتون په سیمه کې د یاغیانو له کړنو سره تړاؤ لري... . (۱۳)

د هند او اروپا مطبوعاتو د لارنس د سیاسي ژوند تفصیلات خپاره کړل او د لارنس ډول ډول افکار او نظریات یې د ده د کړنو په اړه، چې د کرښې سره نږدې یې ترسره کول، نشر کړل... ، (امان افغان) اخبار، د لارنس په اړه د هیواد خلکو ته ولیکل: ډګروال لارنس چې د افغانستان خاورې ته ننوځي ودې نیول شي. ډاکټرویکټور وایي: دا ډول کړنې د افغانستان په پېښو کې د انګریزانو لاس لرل لا پسې تقویه کوي. (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۷۱)

انګریزانو سقاؤ تر هغې پورې استعمال کړ چې د اماني دورې پاتې شوني یې ښه پرې وټکول، وروسته یې په لغته پورې وهه، ځکه ضرورت یې له منځه تللی ؤ. (دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۱۰)

که چېرې د سقاؤ او انګریزانو، د اړیکو په تړاؤ او د انګریزانو د هغو دسیسو په اړه، چې امیرامان الله خان ته یې، د سقاؤ او نورو په وجود کې جوړولې، ژوره څېړنه وشي او انګریزي ارشیفونو ته لاس رسی وموندل شي، (لکه څه ډول چې لیکوالې ریه تالي اشاره کړي ده) زه مطمین یم چې ډېر حیرانوونکي اسناد به تر لاسه کړو، پورته څېړنه زموږ یوه سرسري څېړنه ده، موږ کوښښ کوو، چې لازیات مالومات لاس ته راوړ.        په درنښت

-----------------------------------------

(*)په ټوله نړۍ کې له بندیخانې څخه د یو محکوم بندي خلاصول، یوازې د استخباراتو واک دی، تر څو د خپلو موخو لپاره یې استعمال کړي، په دې بنسټ ویلې شو چې له بند څخه د سقاؤ زوی خوشي کول، د انګریزانو د استخباراتو لخوا ترسره شوي دي.

(*)دغه نیټه۱۹۲۸،ز، کال دی، ځکه چې امیرامان الله خان په کال ۱۹۱۹،ز کې واک تر لاسه کړ.

(۱) کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایي؛ دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۱

(۲) میرغلام محمد، غبار؛ افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۱۵

(۳)کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایي؛ دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۲۰۲

(۴) ریه تالي سټیوآرت؛ اور په افغانستان کې ص٥٠٥

(۵) میرغلام محمد، غبار؛ افغا نستان در مسير تاريخ ص٨١٦

(۶) ریه تالي سټیوآرت؛  اور په افغانستان کې ص ٦٩٠

(۷) ډاکټر ویکتور ګریکوویچ کارګون؛ افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۷۲)

(۸) میرغلام محمد، غبار؛ افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۱

(۹) ډاکټر ویکتور ګریکوویچ کارګون؛ افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۲۳۶

(۱۰) هماغه سند، ص ۶۱)

(۱۱) هماغه سند ص ۲۴۵۱۰۷)

(۱۲) میرغلام محمد، غبار؛ افغانستان در مسير تاريخ ص ۸۲۳

(۱۳) افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۷۰)

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder