27.08.2017 (05.06.1396)

 سرټیپ صاحب عبدالاحد خان ته په مطالعه کښې
محمد ایاز نـوري آزادي

عزتمنده وروره، ما ستاسو وروستی لیکنه د «په کابل کښې د شهزاده احسان الله د فاتحې خاطرې، ۲۲ د اګسټ»، د افغان جرمن په ویب سایت کښې ولوستل. ستاسو دا لیکنه ما ځکه ډېره خوښه شوله، چې تاسو هغه په یوه بشپړه خپله آزادي او مستقل توب لیکلې ده. زه لکه یو افغان خپله دغه فردي خپلواکي ماته لومړی کچه ارزښت لري. بلی، ما ستاسو پاک اماني احساسات د هغه لوی وطنپال افغان مرحوم شاعر او لیکوال قاضي صاحب عبدالسلام خان د پاکو وطني احساساتو د بیا لیکلو او افغان ولس ته د تقدیم کولو په ترڅ درک کړل.

پاچا زوی ډاکټر احسان الله «د افغانستان» د هالنډ د امستردام په هوایي ډګر کښې

د مرحوم پاچا زوی د فاتحې د مراسمو په باب ستاسو د مشرع او تفصیلي رپوټ په باب باید عرض وکړم، چې زما کشره خور مقیمه د کابل د درنې پاچا لور اندیا په غوښتنه د ارګ سلامخانه کښې حاضره وه او کوم مشاهداتونه، چې تاسو ذکر کړي دي، هغه یې ټول کټ مټ ماته په فون کښې توضیح کړل. ښه، زه ستاسو درانه او شرافتمند احساسات د لوی غازي مرحوم اعلیحضرت امیر امان الله خان او د هغه د مظلوم زوی په باب درک کوم، اما چاره کومه وه! لومړی زه عرض وکړم، چی زما وروستی ټیلیفوني خبری د ګران شهزاده سره په اکتوبر د ۲۰۱۶ ز کښې وشولې، هغه وخت هم هغه ماته وفرمائیل، چې تر اوسه خو کور کښې یم، لاکن حال مې ښه نه دئ او روغتون مې هم بد ایسي، چې بستري شم. بیا په آخر د اکتوبر کښې جناب مجبوراً بستري شوی وه. ما پخوا کلونو کښې پاچا زوی د تدفین د ځای په هکله پوښتلی وه، هغه ویل، زما لپاره د الله خاوره کوم فرق نه کوي. اما اوس هم د جناب خور محترمې ناجیه جان ماته وویل، چې دا انتخاب زما د ورور وه، چې ما دلته سویس کښې زما د خانمې لیلا جانې طرزي تر څنګ خاورو ته وسپاری. ستاسو دغه سوال، چی د فاتحې مراسم په عام محضر کښې مثلاً د عید ګاه جومات کښې تر سره شوي وای، بلی غوره کار وه، لاکن سرټیب صاحبه د وطن خصوصاً امنیتي وضع به تر دې نوره بد تره نه وي. اصلاً فزیکي امنیت وجود نلري او مخالف او دښمن دومره مرموز عمل کوي، چې کله خو اټکل هم له امکان څخه ووځي. اوس که په همدغه ملي کار کښې مثلاً یو ځانمرګي او یا بل ناشونی عمل تر سره شوی وای، په هر ترتیب  بد نومي یې بیا د لوی غازي کور ته متوجه کېدله، نو اوسني حکومت د پاچا لور اندیا سره دا تفاهم ته رسیدلي ول، چې فاتحه په ارګ د ننه تر سره شي، کنه دوست او دشمن په دې حقیقت معترف دئ، چې د درانه پاچا زوی د فاتحی او غمرازي لپاره په عام محضر کښې به په زرهاوو پخپله خوښه وطنوال حضور رسولای وای. بناً تاسو محترم په دې باب کوم خاص ارمان هم مه کوی. هغه اجراعات چې موجوده حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني وکړل، د هېڅ نه خو بیا هم غنیمت ول. زه ستاسو هغه تشویش سره، چې د ارګ د فاتحې مراسمو ته ولی کم دولتي اراکین راغلي ول او علت مو د هغوی د جاسوسي او نه خپلواکي ګڼلي دي، بشپړ موافق یم. په اوسنیو اراکینو کښې یو غوښنه جمله د بهرنیو ممالکو جواسیس دي او دوی خصوصاً د انګلیس او نورو هېوادو راضي ساتل باید په نظر کښې ونیسي. ستاسو له خوا په لیکنه کښې مو ورکړي عکسونه ټول جالب دي او وروستی عکس مو د درنې اندیا صاحبې سره تاریخي ځلېږي. دواړه جوړ او روغ اووسی. دا حقیقت هم باید د یوه مهم او ویاړمن انکشاف په حیث ومنو، چې د سږ کال د اماني استقلال لمانځل په داسي لویو شان لروونکو غونډو سره په پلازمینې کابل او ولایاتو کښې د ولس پځپل رضایت کښې دا ثبوت ته رسوي، چې افغان ملت هغه پرون غافل او بی پروا ولس نه دئ، سیاسي اټکل او فکر یې کافي وده کړې ده او د خپل حقیقي ملي قهرمان او اتلانو او د وطن د ملي ویاړنو او منافعوو باندې پوی شوی دئ. تاسو سره د ټولو مخلصو اماني یارانو مو هلته په هېواد کښې په لوی الله سپارم.

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Es sind noch keine Einträge vorhanden.