21.04.2019 (01.02.1398)
ستاسی تحلیل به پدې اړه څه وي ؟
پوهنمل حاجي محمد نوزادی
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې استازی پیري مایادون د اپریل په ۱۸ نیټه دستراتیژیکو څیړنو په مرکز کي اولسمشرۍ ته د ځینو نوماندانو د وړاندیز په ځواب کي وویل : موږ له دې منطق سره موافق نه یوو چې په راتلونکي میاشت کي د اشرف غنی ددورې د پوره کیدو سره سم یو مؤقت حکومت جوړ شي ځکه چې داسې حکومت به ادارې د بې یقینۍ په سمندر کې ډوبې کړي .
ده دا هم و ویل چې د ولسمشرۍ انتخابات دې د سولې له پروسې سره نه تړل کېږي اوزیاته یې کړه : «که انتخابات نه وي باید پر سولې خبرې وکړو، او که د سولې پروسه نه وي باید پر انتخاباتو خبرې وکړو» .
ښایي دا به یوه دیپلوماتیکه ژبه وي چي یوازي دیپلوماتانو ته د پوهیدو وړ وي خو :
ماته ددي خبري له تحلیل نه داسي ښکاری چي که د سولی پروسه پر مخ شړو ، بیا نو د راتلونکو ټولټاکنو خبره ګلجانۍ ده . که رښتیا هم دا خبره ګلجانۍ شوه او د خدای په غوښتنه د سولي لمر را وخوت ، بیا نو د انتخابي اداري بدیل بیله مؤقت حکومت نه بل څه کیدای شي ؟ ستاسي نظر ؟
پای
ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .
Your comment will be published after review by Directorate