07.01.2017 (18.10.1395)
زیری : د کشتمند د تهمتونو ضد کتاب له چاپه ووت
پوهنمل حاجي محمد نوزادي

( دویمه برخه )

کارغه ځان لکه طاؤس ماښام کي و ښود

خو سهار یې راز څـــرګند شو له رفتاره
 ( د س. کلیوال لخوا د یوه دری شعر له پښتو ژباړي نه )

( په تیري ( لومړۍ ) برخي کي د کشتمند د څیرې د لا ښه پیژندلو په موخه ، دا هم یاده سوه ، شورویانو چي کله یې د افغانستان په هکله د خپل شپاړسم جمهوریت خوبونه په اوبو کي لاهو ولیدل ، نو یې ددې هیواد د تجزیې پلان تر لاس لاندي و نیو او سلطانعلي کشتمند ته یې ددې کار د عملي کولو چاري و سپارلي . )

      دا هغه وخت وو چي شورویانو لا افغانستان خپل یو جمهوریت ګاڼه ، ببرک کارمل نور د سیاسي ډګر نه په رسمي توګه وتلی او ډاکتر نجیب الله ته د چارو واګي سپارل سوي وې یاني دا کار د نجیب په واکمنۍ کي کشتمند

تر سر کړ . تر هغه وخته چي شوروي مستقیم اشغال دوام درلود ، نجیب هم د کشتمند د هر اړخیز صلاحیت سره همږغی وو ، خو د اشغال په وروستیو شپو ورځو کي د صلاحیت پر سر د نجیب او کشتمند تر منځ ناندرۍ منځته راغلي او کشتمند ظاهرا د ائتلافي کابیني د جوړولو پخاطر د څه مودي د پاره پر کور کښیناست او د صدارت چاري ډاکتر حسن شرق ته ور د غاړي سوې .

      حسن شرق پدې وخت کي غوښته چي ځان د شوروي اغیز نه وتلی یو مستقل شخص و ښئي ، نو یې په یو لړ ریفورمونو باندي لاس پوري کړ چي تر یوې کچي مثبت هم وه . ده پدې لړ کي په مزار شریف کي د صدارت څانګه هم لغو کړه چي د اشغال ضد وطنپالو روڼ آندو لخوا و ستایل سوه او هرکلی یې وسو .

     وړاندي له دې نه چي د کشتمند د ناروا تورونو پر ضد د نوي چاپ سوی درانده کتاب معرفي کولو ته راسم ، غواړم د کشتمند د اصلي څیرې د لا ښه پیژندلو پخاطر یوه بله موضوع هم لوستونکو ته وړاندي کړم :

      د شوروی د اشغال پر مهال د ببرک کارمل د واکمنۍ وروستی کال وو . د برژنیف تر مړني وروسته د کرملین په مشرتابه کي مرګ ګډ سو او یو په بل پسې بیلابیلي څیرې واک ته رسیدلي . فکر کوم د ګرباچوف د پیل کلونه وه . دی د خپلو اسلافو په خلاف د شوروي شپاړسم جمهوریت نه اوس په بشپړه توګه ناهیلی ښکاریدي او غوښته یې په افغانستان کي د شورویانو ماته پټه او د سره اردو د وتلو د پاره یوه د اوړو پزه جوړه کړي . پدې خاطر یې په بیلابیلو دیپلوماتیکو او سیاسي هلوځلو لکه د ژنیو خبري اتري او نورو کارونو لاس پوري کړ . ده پلان درلود چي د سره اردو تر وتلو وروسته په افغانستان کي یو شوروي پلوی ظاهراً قانوني دولت پاته سي . پدې لړ کي پریکړه وسوه چي افغانستان د خپلو دودیزو لارو ځانته اساسي قانون ولري . ددې پریکړي سره سم د اساسي قانون د تسوید ( اوملیک جوړولو ) په موخه د یوه فرمان له مخي کمیسیون و ټاکل سو چي ښه ډیر غړي یې درلوده او په راس کي د وطن یو نومیالی  شخصیت خدای بخښلي عبدالرحیم هاتف ځای درلود . ددې د پاره چي د اوملیک ابتدایي طرحه جوړه او کمیسیون ته وړاندي سي ، نو یوه وړه « د کار کمیټه » و ټاکل سوه . ددي کمیټې په راس کي پخپله هاتف صاحب وو او غړي یې تر هغه ځایه چي زما پیاد دي ، قانونپوه عبدالوهاب ساپی ، قانونپوه مرحوم محمد یعقوب کومک ، قانونپوه مرحوم عبقري ، ډاکتر محمد سلیم مجاز ، محترم عبدالواحد سادات ، محترم ملیزی ، محترم عبدالوسع غفاري ، ډاکتر عبدالواحد سرابي ( د پلان پخوانی وزیر ) او . . . . . وه . زه ( د دغو کرښو لیکوال ) هم چي هغه مهال د کانو او صنایعو په وزارت کي د جیوانجینري څیړنو د تصدۍ رئیس وم ، د هاتف صاحب لخوا پدغه کمیټه کي د خپلي اصلي دندي تر څنګ د همکار په توګه په کار و ګمارل سوم . باید ووایم پدغه کمیټه کي ټول همکاران بیله سرابي صاحب نه چي د کشتمند استازیتوب یې کاوه ، ملي او په کار پوه کسان ول . د بیلګي په توګه محترم عبدالواحد سادات چي اوس په ډنمارک کي اوسیږي ، لکه څنګه چي یې د لیکنو سره وطنوال بلد دي ، یو پر وطن مین او په حقوقي چارو کي یو وتلی کارپوه دي . ده ته چي د وطن ملي ګټي تر بل هر څه نه لوړي دي ، ځکه یې نو د کشتنمد د پلانونو او آندونو په وړاندي سخت حساسیت درلود . همدارنګه د کمیټې نژدې ټول نور غړي هم  د ورته ځانګړتیاوو او ښیګڼو درلودونکي کسان وه .

       سلطانعلی کشتمند ته چی د اجرائیه چارو ( حکومت ) مشر وو ، دنده سپارل سوی وه چي د کمیټې د کار د پاره د ځای ، قرطاسیی او نورو لوژستیکي چارو غم وخوري . ده دا کار په بیلابیلو پلمو د یوې ورځي نه بلي ته ځنډاوه . په پای کي یې په یوه نیمه مخروبه ځای کي د کمیټې د پاره د دفتر تابیا و نیول چي اصلا ددغسي کار دپاره مناسب ځای نه وو .

     کمیټې لا خپل کار په سمه توګه پیل کړی نه وو چي هاتف صاحب د څو ورځو د پاره په یوه رسمي سفر هندوستان ولاړ . دده د غیابت نه په ګټه اخیستلو یوه ورځ کشتمند د کمیټې ټول غړي خپل دفتر ته ور وغوښتل . په دغه ورځ د تصادف له مخي زموږ په وزارت ( کانو او صنایعو ) کي د رهبرۍ غونډه وه او زه د همدې غونډي له کبله کمیټې ته نه وم تللي ، ځکه نو د ښاغلی کشتمند په لیدو چي بیله هغه یې زما سیوری په توپ ویشت ، مشرف نه سوم . لکه څنګه چي وروسته د کمیټې غړو کیسه وکړه ، د کشتمند په دفتر کي دده برسیره ، روسي مشاور او د هغه یو تاجک ژباړونکی هم ناست وه . کشتمند د کمیټې غړو ته یوه ټایپ سوی لیکنه چي په ښکلي ډول صحافي سوې وه ، ور کړه او ترې نه یې و غوښتل چي باید همدا اوس یې ټوله په ګډه لاسلیک کړي . یوه تن پوښتنه ترې کړی وه چي دا څشي دي ، ده ځواب ورکړی وو چي دا د افغانستان د نوی اساسي قانون اوملیک ( مسوده ) دی . بل تن بیا ترې نه اجازه غوښتې وه چي دوي ته وخت ورکړي چي اقلا یو ځل خو یې ولولي . کشتمند ورته ویلي وه چي « این مسوده را دوستان ما ( موخه یې روسي سلاکاران وه ) به بسیار دقت و با نظرداشت خواسته های توده های وسیع مردم ما ترتیب نموده است ، انها اصرار دارند که باید همین اکنون امضا و هرچه زودتر به کمیسیون تسوید قانون اساسي جهت تائیدي شان راجع و مراحل انفاذ ان طی ګردد ، لذا باید همین اکنون امضا نمائید » . دوی وایي لکه څنګه چي ددغي مسودې د فصلونو د فهرست څخه ښکاریدل ، هلته پر فدرالیزم او د شمالي ولایتونو پر خودمختاری باندي تآکید سوي وو  او کشتمند پدې اړه ویلي وه ، نور بس ده چي یک لنګه به مخته ځو . پدې ټول پوهیدل چي د کشتمند د دوستانو ( روسانو ) په اعتماد دده عملي واک تر کارمل کم نه وو ، نو د تسوید د کاري کمیټې ټولو حاضرو غړو په چوپه خوله د دوستانو ( !! ) لخوا هغه د کشتمند د خوښي سره سم لیکل سوی اوملیک لاسلیک کړ .

       کله چي هاتف صاحب له سفره بیرته راغي ، د کمیټې غړو دا کیسه ورته وکړه او هغه ډیر خواشینی سو . ولاړی د کارمل سره یې خبری وکړي او و یې لیدل چي د کارمل امر پر کشتمند ډیر اغیز نه کوي ، نو یې دهغه د سر مشاور سره خبري وکړي ، ددي کار منفي عواقب یې ورته په ګوته کړه . سر مشاور دده په خبرو قناعت کړی وو ، هغه مسوده یې و ځنډول او کشتمند ته یې ویلي وه څو کمیټه پریږدي چي خپل کار مخته بوزي . مګر تل یې هڅه کول چي د نوموړي مسودې اړین مواد د ښاغلي عبدالواحد سرابي لخوا په کمیټه کي مطرح او په نوې مسوده کي ځای کړي ، ولي ټولو غړو یې په یوه خوله مخالفت کاوه . لنډه داچي نوموړي اساسی قانون چي د کارمل پر وخت یې کار پیل سوی وو ، د نجیب د واکمني پر مهال پای ورسید او د یوې لویي جرګي لخوا تائید او نافذ سو . باید ووایم چی د هغه وخت د شرایطو په پام کي نیولو سره د قانون منځپانګه د کاغذ پر مخ تر ډیره حده دموکراتیکه وه ، خو دا چي په عمل کي څه تیریدل ، هغه ټولو ته ښکاره او حاجت د بیان نسته .

د دویمي برخي پای . نور بیا

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Sonntag, 08. Januar 2017 00:59)

    زما په اند:
    وایی جنګ شدیار سر شدیار ، زه منم چه د سلطان علی کشمند به ګډون ټولو کمونستان افغانان تیاه او دا هیواد یی په کنډوالو بدل کړو ، مګر دغه خبری د هغه وخت سره خوند کولو چه ویل شوی وی او یا اوس داسی کوم اسلامی او ملی حکومت وی چه هغوی او هغوی ته ورته ملحدین او جنګسالاران یی محاکمه کړی وی .
    نن د همدغه کشتمند ورونه لکه ( اشرف غنی ، عبدالله ، اتمر ، معصوم ستانکزی ، علومی او داسی نور او نور) د کابل لوړ پوړی چارواکی دی ټول کلیدی پوستونه د هماغه پورونو کمونستانو ، اخوانیانو او نننو سکولریستانو او نشنالستانو سره دی .
    نن د دوی په مقابل کی د هر اړخیزی مقابلی هیله او تقاضا ده ، صبا به دوی هم د کشتمند په شان بی واکی شوی افغان وژنه او هیواد ورانونه به نه شی کولی بیا به دغه شاغلی لیکونکی به یی په اړه پرله بسی لیکنی لیکی هغه وخت څه ګټه لری لکه اوس چه د کشمند بسی څه لیکی هغه ته څه ګټه او تاوان رسولی شی ،
    للمه په دوبی کی باران ته اړه لری ، دا بی وخته بارانونه افغانانو ته ګټه څه چه تاوان اړوی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder