26.11.2016 (06.09.1395)

زلمی ويسا د پکتیا نوی ټاکل شوی والي

د پکتيا ولايت يو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو ديوې غونډې په ترڅ کې دې ولايت ته د نوي ټاکل شوي والي له ټاکل کېدو سره مخالفت  وښود.

وړمه ورځ د حکومت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې جنرال زلمی  ويسا د پکتيا د والي په  توګه اعلان کړای شو. خو د پکتيا دغه نهادونه وايي چې نوموړی والي به هيڅکله ونه مني ځکه چې دغه تن په کابل کې د داسې کسانو په واسطه ګومارل شوی چې شخصي ګټې يې په کې خوندي دي .

قومي مشر حضرت محمد کوچي وويل چې  په کابل کې د پکتيا يو څو وکيلان او سياستوال دي چې د ځان په ګټه ددې ولايت په ادارو کې ګومارنې کوي .

وموړی وايي: (( موږ د نوي او زوړ والي په مقرريدو باندې کومه نيوکه نه لرو، بلکې دا وايو هر څوک چې مقرريږي بايد د پکتيا والو په خوښه وټاکل شي.))

مدني فعال استاد احمد جان فيضي وويل: ((موږ د دولت مشرانو ته احترام لرو خو د پکتيا په حق يې څو څو ځله داسې ظلم کړی دی او د کسانو په ګومارلو کې يې له دوی سره هيڅ سلامشوره نه ده کړې.))

دی وايي چې نوی والي يو نظامي او له ډلو ټپلو سره تړلی کس دی چې وروسته به د پکتيا خلک ورسره په ستونزه کې وي، خو ښه به دا وي چې سر له اوسه يې ولسمشر په بيرته لرې کولو کې ګام واخلي .

فيضي وايي چې که ولسمشر د دوی وړانديزونو ته غوږ ونه نيوه، نو دوی به  نوی والي هم پکتيا ولايت ته پرې نږدي .

يو بل قومي مشر جنت خان منګل وايي  چې مرکزي ادارې دپکتيا والو زيات حقونه خوړلي، دې ولايت ته يې هيڅ توجه نه ده کړې او حال داچې دې ولايت  په هر نظام کې زياتې  قربانۍ ورکړې دي .

دی وايي ، نوی والي چې يو نظامي کس دی، نو څنګه به وکولای شي چې ملکي ادارې کنټرول کړي، خو  معلومه خبره ده چې د يوې معاملې پر اساس ټاکل شوی دی. نوموړی وايي، دوی پر دولت باندې حق لري چې د نوي والي په ټاکل کېدو کې ورسره مشوره وکړي او دا نه چې دهغو کسانو په خوښه يې راوليږي چې د پکتیا له نوم څخه سياسي ګټې پورته کوي.

را پور : روهي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder