28.08.2018 (06.06.1397)
زلمی خليلزاد د افغانستان د ستونزې د حل کيلي ده، خو ولې يې مخالفت کيږي؟
لیکنه : خوشحال آصفي

راپورونه وايې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پام کې لري چې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي. که څه هم سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د احتمالي ټاکنې په اړه له څه ويلو ډډه کړې او په خپله خلیلزاد هم په دې اړه څه نه دي ویلی خو د راپورونو له مخې دوو امریکایي چارواکو او د کانګرس یوه همکار چې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو له دغه پلانه خبر دي؛ ویلي چې خلیلزاد به ډېر ژر جنوبي آسیا ته سفر وکړي.

دلته په افغانستان کې په کور دننه هم د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خليلزاد احتمالي ټاکنې په اړه ګڼ غبرګونونه تر سترګو کيږي. يو شمېر هغه کړۍ چې د اوسني حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر غني مخالفان دي؛ د زلمي خليلزاد له ټاکلو سره مخالف دي. خو يو شمېر نور چې د افغانستان په اړه د زلمي خليلزاد له پخوانيو کارونو او سياستونو څخه خبر دي؛ د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړې استازي په توګه د زلمي خليلزاد له احتمالي ټاکنې خوښ دي او هيله مند دي چې خليلزاد به د افغانستان د ستونزې حل لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د زلمي خليلزاد ځانګړتياوې

خلیلزاد د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې زېږېدلی، په بیروت کې په امریکایي پوهنتون او د شیکاګو په پوهنتون کې یې لوړې زده کړې او د جمهوري غوښتونکو د بهرني سیاست د داخلي کړۍ یوه مهره ګڼل کېږي، په عراق کې د امریکا د سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي په توګه یې هم دندې ترسره کړي دي. يو شمېر مهمې ځانګړنې يې په لاندې ډول دي:

  1. کابو يوه نيمه لسيزه د افغانستان له حالاتو باخبر شخص دی چې د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر په توګه يې هم دنده ترسره کړې.
  2. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال يې د افغانستان د اساسي قانون په جوړولو کې مرسته کړې ده.
  3. کله چې په افغانستان کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ځينو کړيو د سرکشۍ غږونه پورته کول نو زلمی خليلزاد چې هغه مهال د بوش د ادارې خاص کس و؛ حامد کرزي د خليلزاد له رول څخه په استفادې د حکومت سرکشه کړۍ کنټرول او تر فشار لاندې راوستلې.
  4. د افغانستان په اړه د امريکا په سياست او ستراتيژۍ کې له امریکايي ادارو سره د کار کولو او سلا مشورې کافي تجربه لري.
  5. د افغانستان له رسمي ژبو، کلتور، سياست، اړتياوو او امکاناتو څخه باخبره څېره ده چې د وسله والو طالبانو سره د امريکا په مخامخ خبرو کې خورا ګټور واقع کېدلی شي.
  6. د پاکستان ضد څېره ده چې وخت ناوخت يې پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره امریکايې حکومت ته سپارښتنې کړې دي.
  7. په کور دننه د شورشي او له حکومته د باغي کړيو مخالف شخص دی او د مرکزي حکومت او نظام ملاتړی بلل کیږي.

د خليلزاد له ټاکلو سره ولې مخالفت کيږي؟

په افغانستان کې په کور دننه چې ځينې کړۍ د زلمي خليلزاد له ټاکلو سره مخالفت کوي؛ دوی ټولې له حکومته باغي کړۍ دي چې د خليلزاد په راتګ سره د ملي يووالي حکومت قوت او خپله سياسي بقا په خطر کې ويني. ځکه زلمی خليلزاد يو د هغه کسانو له جملې څخه دی چې په افغانستان کې قوي سياسي نظام غواړي او د نظام د سرکشه مخالفانو ضد څېره ده. کله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د موقت حکومت له دورې وروسته يو شمېر کړيو د هغه مهال د حکومت مخالفت او سرکشۍ ته مخه کړه نو حامد کرزي د زلمي خليلزاد په مرسته دغه کړۍ ارامې او تر فشار لاندې ونيولې.

اوس هم ويل کیږي چې خليلزاد د ولسمشر غني او د مرکزي حکومت کلک ملاتړی دی او هغه کړۍ چې د حکومت په مخالفت کې يې ايتلافونه رامنځته کړي دي؛ اوس د زلمي خليلزاد په احتمالي ټاکنې اندېښمن دي. دغه کړۍ پوهيږي چې که خليلزاد د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی وټاکل شي نو په شتون کې به يې بيا نه په اوسني حکومت لازم فشار راوړلی شي او به په راتلونکو ولسمشر ټاکنو کې سياسي غولوونکې بغارې کار وکړي. له همدې امله دغه کړۍ سره وخته د خليلزاد له ټاکلو سره مخالفت کوي او دا پلمه کوي چې ګويا خليلزاد پښتون دی او د يو ځانګړي قوم نمايندګي کوي.

د افغانستان لپاره د خليلزاد د ټاکلو مهمې ګټې

  1. اوسمهال له وسله والو طالبانو سره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستياله اليس ويلز په مشرۍ مخامخ خبرې روانې دي چې که زلمی خليلزاد د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شي نو د ميرمن ويلز ځایناستی به شي چې له طالبانو سره به د هغوی په ژبه خبرې وکړي.
  2. خليلزاد د پاکستان ضد څېره ده چې پر پاکستان به د امريکا د فشارونو عملي کولو کې مرسته وکړي او پر دغه هيواد به د لا زياتو فشارونو زمينه برابره کړي.
  3. ښاغلی خليلزاد نيږدې يوه نيمه لسيزه د افغانستان له کورنيو ستونزو او حالاتو باخبره شخص پاتې شوی دی او د افغانستان ستونزې، اړتياوې او امکانات تر بل هر امريکايې چارواکي ښه پيژني نو د نورو په پرتله به ډير ښه وشي کولی چې له موجوده امکاناتو اعظمي استفاده وکړي او د افغانستان د ستونزې د سياسي حل لپاره لاس په کار شي.
  4. خليلزاد د مرکزي دولت ملاتړ کوونکی او د سيمه ايزو قدرت جزيرو مخالف شخص دی چې که د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شي نو له يوې خوا به د حکومت ملا وتړل شي او له بلې خوا به د حکومت سرکشې کړۍ په راتلونکو ټاکنو کې جدي خطر پيښ نه کړلی شي.
  5. خليلزاد له ولسمشر ټرمپ سره نيږدې اړيکې او په پوره قوت کولی شي چې د افغانستان د حالاتو په اړه له ولسمشر ټرمپ سره له نيږدې وغږيږي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • Mustafa Barakzai (Mittwoch, 29. August 2018 05:56)

    که ریښتیا داسې وی د افغانستان ټول هوښیار او ریښتنی ولس یی خوښوی چې خلیلزاد. د امریکا ځنګړی استازی په هیواد کې شي

  • غ.حضرت (Mittwoch, 29. August 2018 22:53)

    اصلی پوښتنه داده چه آیا خلیلزاد به د امریکا د ګټو مدافع وی او د افغان وولس د ګټو؟
    بله خبره داده چه نوموړی د خپل تېر ماموریت په اوږدو کی کوم د پام وړ او بریالۍ هڅی تر سره نکړې شوای نو اوس به څه خدمت وکی؟
    د افغانستان د وضعیت د آرامۍ او نا آرامۍ عامل دا او هغه شخص ندی بلکه یو سیسټم او تفکر دی چه ددې دواړو حالتنو د تغییر قدرت ئې په ګوتو کی دی

  • محمد (Freitag, 31. August 2018 08:41)

    خلګ وایي چي ژورنالیسټان د ټولني تر ټولو زیاته باشعوره طبقه وي، ځکه چي تر نورو خلګو زیات په حالاتو خبریږي. او باخبري د انسان د شعور کچه ورلوړوي، خو دلته زموږ یو ژورنالیسټ ورور دې خبري ته اړم دئ چي دا پورته خبري غلطي ثابتي کړي. خلیل زاد خو پاک سپیره کوچی سړی دئ لکه زموږ اوسنی اولسمشر صاحب، نقص اصلاً دده په میرمن کي دئ چي د اولسمشر د میرمني په شان یوه سرسخته اسلام دښمنه یهوده ده چي د افغانستان د بربادي په بیه د پاکستان سرنګون کول غواړي. او دئ محترم هم د زموږ د محبوب (د لیکوال په اسطلاح) اولس مشر په شان د خپلي میرمن په خوله نه مړ او نه ژوندی دئ. افغانانو ته د پاکستان ظاهري دښمنان واره نه کوي، بلکه داسي خلګ غواړي چي دافغانستان دوستان وي. امریکا باید د افغانستان لپاره داسي استاذي وټاکي چي فقط په افغانستان کي د امریکا ګټو او د افغانانو لخوا کش کړو سرو لیکو ته متوجه وهوسیږي. دا ثانوي ایجنډا لرونکي امریکایي مامورینو ګمارنه وه چي په افغانستان کي یې د امریکا د نړیوال حیثیت جنازه را وایستل. دلته په سیمه کي روس او چین دواړه د نوي اټومي ائتلافونو په رامینځ ته کولو بوخت دي څو د نړیوال نفوذ میزان خپل طرف ته کوږ کړي. روس او چین دواړه د نړیوالو یهودي تنظیمونو ته پراخ مراعات او رشوتونه ورکوي څو ددې هیوادونو دجهادي مذهبي ډلو رهبري ددوئ د اهدافو تابع کړي، او هم یې د اټومي دفاع د میزایلو د پلورلو وعده و پاکستان او هند ته ورکړې ده. داسي ګنګوسې هم سته چي روس و پاکستان ته وعده ورکړې ده چي په افغانستان کي به پاکستان ته دایمي هوایي اډې ورکړي او هم به د اټوم بم څخه ددفاع سیسټم پر خرڅ کړي که چیري په افغانستان کي د امریکا د سیاسي تفوذ په محوه کولو کي مرسته ورسره وکړي . په داسي شرایطو کي د افغانستان لپاره د زلمی خلیلزاد ګومارنه د امریکا لپاره د سیاسي ځانوژني معنا لري. ټرمپ به د روس ایجنټ وي یا به نه وي خو پمپیو په هډو پاک نه راته ښکاري

  • raz mohammed (Sonntag, 02. September 2018 06:14)

    gh.hazrat sahib;last day of talibs and today rebuild of afghanistan and afghan army
    compare can explain to you,
    we have to see benifit of afghanistan in the benifit of usa/talibs looking for the benifit of pakistan,thank you
    he will be representative of usa.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind