05.01.2017 (15.10.1396)
زغم که د جهالت  انتهاء
شکیب

پښتون يو دروند، زړور پتمن  د جرګو او مرکو پریکړو  ته پابند قوم دی.  یوځل مي يوه جاپاني پروفیسر ته د افغانستان د جوړيدو موضوع په هکله  معلومات ورکول، چې د افغانستان پادشاه احمد شاه ابدالي د شیرسرخ د جرګې په پايله کې پاچا وټاکل شو، نو نوموړی ډیر زیات متاثره شو، او ويي ويل، چې تاسو په ۱۷۴۷ کال ننۍ ډیموکراسي ته ورته سیستم درلود

 پښتون قوم د مسائلو د حل وفصل په موخه جرګه جوړوي او  له دوښمن سره کيني او خبري يې اوري. د دریم ګړي فیصله مني

په افغانستان کې له په زور تپل شوي ډیموکراسي سره زموږ پخواني ارزښتونو سخته ضربه ولیدله. لومړی خو د امریکامتحده ایالاتو په خواهشاتو دومره جرګې جوړوې شوي، چې د جرګي حیثت او اعتبار له منځه لاړ

دويم: په هغه ولایتونو کې چې پښتون قوم اکثریت دی او نور اقوام اقلیت دي، دا چې طالبان اکثره پښتانه او وسله واله مبارزه کې مصروف وو، نو  پښتون ته بلکل اجازه ورنه کړل شوه، چې خپل استازي پارلمان ته ولیږدوي

 د پښتنو نماينده ګي هم نورو قومونو وکړه، ښه بيلګه يې د غزني ولایت دی اکثره اوسیدونکي يي پښتانه دي خو په پارلمان کې ۱۱ وکيلانو څخه یو تن هم پښتون نه دی بلکه ټول هزاره دي. نو پښتون غزنيچی په اوسني پارلمان کې خپل استازی نه لري

نورو پښتون ميشتو ولایتونو کې بيا په هيواد کې د امریکايي ځواکونو شتون له کبله ، يا د  طالبانو له د ويري او هم په انتخاباتو کې د نه شفافیت له امله اکثره اهل، نیک وطن دوسته او دین دوسته کسانو  انتخاباتو کې ګډون ونه کړ

 له موقع څخه سپک، کچه، کم ظرفیته او ناهله خلکو  ګټه پورته ګړه او ځانونه يې د پښتون په نماينده ګي پارلمان ته ورسول.

اوس د پښتنو میشت ولایتونو د پارلمان اکثره  وکيلان ګورو، چې د وړو په قاچاق، د شرابو په قاچاق، اختطاف، رشوت، زناګاري، او سل پدرلعنتي کې مصروف دي. د دوی منطق هغه وخت  درته ښه معلوميږي، کله چې خبري کوي، د خبرو په سلو کې ۵۰ فیصده چټیات لاپي او باټی وهي.

 يوه وزیر ويل کله چې می د تاجک، ازبک او هزاره وکيلانو سره ملاقات وشو نو دوی په خپلو ولایتونو کې د انکشافي او پراختيايي برنامو باندې راسره خبري کولې خو د پښتون میشت ولایت  وکيل به راته باټی وهلی، چې بوتل می په لغته ووهل، سړی می له ستوني ونیول، او ځینې نورې داسې خبرې، چې زه يې په لیکلو شرمیږم نه يي شم يې لیکلئ......

وروره! پښتنو ته پارلمان ته د دې لپاره د خپل وکيل په صفت نه يي  استولی ، چې په پارلمان کې د اوبو په بوتل فوټبال وکړي، بلکه منطق وايه او قناعت ورکړه او یا د بل خبري واوره او قانع شه

د لومړی او دويمي نړيوالې جګړې ګټونکی د برطانيي صدر اعظم ويستون چرچل وايي: چې  It is courage to stand up and speak, but it is also courage to sit down and listen.   دا ميړانه ده، چې ودریږې او خبري وکړي، خو دا هم ميړانه ده، چې کينه او د بل واوره

د ټول افغانستان له شریفو خلکو څخه می غوښتنه دا ده، چې راتلونکي پارلماني انتخاباتو کې عالم ، نیک سیرته، هوښیار زغم لرونکي، وطن دوسته او سپیڅلي خلک واستوئ

طالبانو که  چیرته تاسو بیا  خلک په انتخاباتو کې له ګډون څخه منع کړل نو بیا به همداسی کچه زناکاره، شرابي او قاچبران او بدعمله خلک زموږ نماینده ګي کوي.  زه خو وايم تاسو او حزب اسلامي دواړه باید د نیکو خلکو ملاتړ وکړئ.

له ځینو احساساتي خبرو معذرت غواړم 

په درنښت 

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind