25.10.2018 (03.08.1397)
زرنګ دښمن هغه دی چي هم دي زوي در مړ کړي او هم دي بیا ورور قاتل ونیسي
عزيزي

په خلص توگه 

پر مختللو او متمدن هيوادوكي ، كله هم چي كومه جنایې پيښه را منځته کیږي ، نو سمدستي

څارندوي د پيښي رامنځته شوي محل ( محل وقوع حادثه ) ته ځي او تر هرڅه مخکي دا 

ځاي احاطه کوي او بیا خپلي څيړني تر سره کوي . اوس نو كه چيري ، پيښه ، سیاسي 

 بڼه ځانته غوره کوي ، نو دملي امنیت څيړونکي هم د پيښي محل ته ور دانګي ، تر څو

پيښه له خپل مسلكي نظره وڅيړي . په دي ابتدایې څيړنیزه او ارزونيزه پروسه کي چي دواړه ارګانونه 

هغه ، د ګ‌‌‌‌‌‌ډي مساعي پر بنا سرته رسوي ، معمولاً خبریالان د پيښي محوطي ته نه ور پریږدي او 

د هغوي  سوالونه دپيښي په هکله داسي ځوابوي چي ګواکي پيښه هنوز تر څيړني لاندي ده او هرکله

چې موږ وکړاي شول په دي هکله عیني شواهد تر لاسه کړو ، نو به یې هرو مرو له تاسي او خلکو سره 

شریک کړو . دا صرف په هغه حالت کي چي جرم مشهود نه وي او د کشف په خاطر یې څيړني ته

اړتیا لیدل کیږي . 

اوس به پر دي بنا راسو د قندهار ناوړي پيښي ته ، چي څرنګه زموږ زرنګ دښمن وکړاي شول ، د پيښي

له رامنځته کولو سره سم د هغي مسیر ته ، مخکي له دينه چي هغه دمسوءلو کشفي ارګانو له خوا څخه 

وڅيړل شي ، تغیر ورکړي او بيا له دي سره سم د خلکو احساسات د هغه چا په مقابل کي را وپاروي چي

چي له یوي خوا د همدي پيښي د قربانۍ برخه ول او له بلي خوایې مقتول ( مقتولين ) خوا خوږي او همسنگره ول . 

( سره له دي ، څرنګه چې د پيښي د محل ( ځاي ) امنیت د امریکایې امنیتي ارګان په غاړه وه ، پر تشي 

( سهل انگاري ) او مسؤليت یې سترګي نشي پټيدلاي ) .

زما په اند د دښمن اصلي موخه ، د دي پيښي په رامنځته کولو سره همداوه ، چي ترڅو وکولاي په داسي

یو باریک وخت کي چي خلیلزاد له طالبانو سره د سولي په هکله هیلمَندي خبري کوي ، دا پروسه له خن‌‌‌‌‌‌ډ سره مخامخ کړي ،

او هغه هم داسي چې پر ځاي د دي چي افغانان په تیره بیا پښتانه پر خپل وژل سوي ورور یا اولاد پسي وژاړي ، او

دهغه داصلي قاتل په لټه کي شي ، هغوي د امریکایانو په مقابل کي چي د سولي د خبرو اصلي خوا جوړوي ،

رالمسوي ، پاروي او تحریکوي . 

اوس به راسو اصلي موضوع ته او هغه دا ، چي دا موخئيځه ( هدفمنده ) ناو ړه سیاسي پيښه چا له چا سره 

په تفاهم او همغږي کي رامنځته کړه ؟ په زغرده باید ووایم چې دا پيښه داسي ساده نه ده لکه چي زموږ ساده

خلک چي یې په هکله فکر کوي او پر ځاي د دي چي لمړی خپلي پزي ته لاس کړي ، راساً په پشي پسي ځغلي .

زما په اند دا پيښه د پاکستان د استخباراتو یعني ISI كارده ، خو بيا له هغه چا سره په تفاهم كي چي د سولي

راتګ ، د ځان تباهي بولي او دا کړی بل څوک نشي کیدلاي ماسیوا له هغه چانه چي د عبدالرازق پر مرګ یې 

د تمساح اوښکي بیېولي او اعلان یې کاوه چې د هغه د قتل پور به له امریکایانو څخه اخلي ، خو اصلي موخه

یې داوه چي دا سي پوراخستني ته بیا پښتانه ورمخکي کړي ، چي متاسفانه ور مخته یې کړل او په خپله یې

بیا سمدلاسه ځان و امریکایې قومندان میلر ته ورساوه او له هغه سره یې په داسي حال کي تصویرونه واخستل

چي په غاړه کي یې دنظاریانو دستمال ور تاوکړی وه او په سر یې پکول ور یښی وه . دالا څه کوۍ چي حتا

د قومندان عبدالرازق په جنازه او پاتا کي یې لا د سیاسي ملحوظاتو په خاطر برخه وا نه خیستله .

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Sonntag, 28. Oktober 2018 05:42)

    ښاغلئ عزیزي صاحب! سلامونه او احترامات، تر کومه پوري چي د حاجي رئیس صاحب د قتل موضوع ده: دا خبره د پیښي د ځایه څخه د هغه د نیژدې لیدونکو لمړۍ اوازه وه چي جنرال صاحب د ملر په قومنده ووژل سو او ټکان هم امریکایي عسکر وکړل. بل د کندهار ټول خلګ چي ولایت ته تګ راتګ لري هغه پوهیږي چي د پیښي په انګړ کي تل امریکایي عسکر موجود وي او هغه بهترین روزل سوي امریکایي عسکر د سریع ترینو ماشینداره ټوپکو سره هلته موجود وي که چیري کوم مسلح کس ور هم سي ولو چي ددولتي عسکرو په دریشي کي وي د ټوپک د راسته کولو څخه وړاندي ویشتل کیدل یې حتمي وه. د قاتل هویت معلوم دئ، په هکله به یې نور څه نه وایو. زموږ محترمو طالبانو ورونو چي یو ستورئ یې د غزني په ډرامه کي دلاسه ورکړئ وو، ددې پیښي مسئولیت منلو سره یې بل ستورئ هم د افغان ولس په وړاندي دلاسه ورکړ. تر کومه پوري چي د ټلوالي خلګ دي نو هغوئ دا ملک تل په چاپلوسي خوړلئ دئ او آینده به یې هم په چاپلوسي وخوري. کاشکي ددوئ داچاپلوسي ددوئ څخه یو څه په پیسو رانیول کیدلای. ما د ۲۵۰۰۰ ډالرو چاپلوسي ددوئ څخه خپل زوی ته حتماً وررانیوله.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind