25.03.2015 (05.01.1394)

ګازره، شکره له منځه وړي او د وزن په کمولو کې هم رول لري 

ګازره یو له هغو سبزیو څخه ده،چې پریمانه پروټین ، روغتیايي غوړ، ویټامین او معدنیات لري، ګازره له مهمو سبزیو څخه ګڼل کیږي، چې د ډیرو ناروغیو په درملنه کې ترې کار اخستل کیږي په ځانګړې توګه  دشکرۍ په ناروغۍ کې .

دونازين مجلې دګازرې روغتیايي او غذايي ګټې په لاندې توګه  یادې کړې دي:

دهضم له پروسې سره مرسته کوي، دقبض او قولون سرطان مخنیوې کوي. دسترګو ستړیا، دبڼو پړسوب له منځه وړي او په تیاره کې دسترګو لید (دید) پیاوړې کوي. دانسان په جنسي/ سکسي وړتیا پیاوړې کوي او ددې ترڅنګ دجنسي ستونزو په حل کې هم مرستندویه رول لري. له ښځو سره دحیض/ میاشتنۍ ناروغۍ اړوند ستونزې له منځه وړي. دسرطاني حجرو ته اجازه نه ورکوي، چې په بدن کې سرایت وکړي ځکه په لوړه کچه  دمقاومت وړتیا لري. دمخ او لاسونو پوست تازه ساتي او ددې ترڅنګ  دمخ ګونجې له منځه وړي. په وینه کې دشکر کچه  نورمال ساتي. دوینې فشار نورمال ساتي. د وزن په کمښت کې مرسته کوی، ځکه  لږه کالري لري او دمتوازن غذايي سیستم لپاره اړین توکی دی. دويښتو دوچوالي مخه نیسي او تازه یې ساتي.

دځیګر له روغتیايي وضعیت سره مرسته کوي او دوینې جریان پیاوړې کوي. دغاښونو چینچي له منځه وړي. ادرار زیاتوي
روهي

Empfehlen Sie diese Seite auf:

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind