13.10.2014 (21.Mizan1393)

ولې ټوله شپه خوب نه درځي؟

د يوې نوې څېړنې له مخې داسې معلومه شوې، چې د نړۍ يوې لوې برخې انسانانو ته ټوله شپه خوب نه ورځي او ورځ تر بلې په دې برخه کې اضافه والی راځي. د انګلستان په يوه طبي پوهنتون کې يوې نوې څېړنې ثابته کړې، چې د بې خوبۍ ستونزه يوازې د پرمختللو هېوادنو ستونزه نه ده، بلکې د پرمختګ پر لور هېوادونو کې هم ورځ تر بلې په ډېره چټکۍ سره خپرېږي.

ډاکټر اسټرينجس وايي، په دې اړه پاخه او کره شواهد لري، چې بې خوبي د لوږې د له منځه وړلو او دماغي ناروغيو سبب کېږي، د دې ترڅنګ د بدن نور فعاليتونه هم تر اغېز لاندې راولي.

بې خوبي د انسان د بدن دفاعي قوه کمزورې کوي، چې له امله يې د مختلفو خطرناکو ناروغيو د پيدا کېدو لپاره لار هواره ولی شي. ډېر خوب هم د بدن لپاره ښه نه دی او د مختلفو ناروغيو د پيدا کېدو سبب کېدای شي.

ډاکټران وايي، د سيګريټو څکول، غېر متوازن خوراک، نور داسې عادتونه چې روغتيا ته ښه نه وي، د بې خوبۍ ستونزه زېږولی شي. همدارنګه په لويديځو هېوادونو کې ۲۴ساعته ژوند هم د بې خوبۍ د ستونزې د پيدا کېدو ستر لامل دی .

له اوږدو څېړنو وروسته داسې پايلې هم ترلاسه شوي، چې اوږد مهاله ذهني فشار، وېره او نور روحي فشارونه هم په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ ستونزې سبب ګرځې او داسې هم ويل شوي، چې په دې هېوادونو کې د نارينه وو په پرتله مېرمنې ډېرې په دې ناروغۍ اخته دي.

ډاکټر اسټرينجس خبرداری ورکوي، چې په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ د ستونزې ډېروالی به په دغه هېوادونو کې د ډېرو نورو ناروغيو پیدا کېدو ته هم لاره اواره کړي.

نوموړی وايي، د بې خوبۍ د ستونزې له منځه وړلو لپاره کومه اسانه لاره نه شته او که وي هم، نو دغه موضوع اوږدې مودې او درملني ته اړتيا لري او که څوک غواړي، چې د دې ستونزې لپاره کوم لاره تجويز کړي، نو پکار ده، چې په اوږده موده کې د هغه د ژوند کولو طريقې او نورې روغتیايي اغېزې په پام کې ونيسي.

د نړۍ پوه ډاکټران وروسته تر زیاتو پلټنو داسي پایلې ته رسېدلياو وایي ، دا لاندي عوامل د بې خوبي سبب کېدای شي :

»» د انترنت زیات او بې وخته ، په خاصه توګه د شپې له خوا زیات استعمالول
»» ډیر توند او ګرم لمر کي زیات ګرځیدل
»» بې اړتیا د سر درد درمل لکه پارا سیتامول (پرستامول) او اسپرین په زیاته اندازه کارول
»» زیات روحي او سیکالوژي فشارونه ، په کورنیو مسلو کي زیات فکر کول
»» د خوښي او سات تیري په شپو کي زیات ویښ پاته کېدل
»» له عادت نه لیري کله په روښنایي او کله په تاریکه کي ویده کیدل
»» د ذکام او ستړیا په وخت کي استراحت نه کول
»» زیات الکول او نشیه یي توکي کارول
»» په ناآ رامه ځای کي لکه د سړک د غاړي کوراستوګنه ، د ګڼي ګوڼي په شاوخوا کي کار کول
»» په نا بلده ځایونو کي لکه هوټل ، پردی کور ، موټر د اوبو غاړه کي خوب کول
پای

Empfehlen Sie diese Seite auf:

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Kommentare

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind
  • RAZMOHAMMED (Dienstag, 14. Oktober 2014 01:33)

    high blood pressure,come from
    salt.oil heavy food,eating too much sweet sugar food.
    exercise in late evening time.
    solution;control your pressure.
    take shower with cold water,
    thank you