11.04.2015 (22.01.1394)

سور کرم وزن کموي او زړه روغ ساتي

سور کرم له مهمو سبزیو څخه ګڼل کیږي، دا خپل ځانګړې رنګ ، بڼه او خوند لري ، سور  رنګ یې دخلکو پام ډېر ژر  ور اړوي ، په دې اړه  ډاکتره رهام مسلماني  دسور کرم ګټې او ځانګړې داسې په ګوته کوي:

سور كرم  يو شمېر طبیعي ویټامینونه  مقناتیس ، پوټاسیوم ، ویټامین C لري، چې دبدن لپاره ګټور دي  او ځېنې نورې ګټې او اغیز یې په لاندې ډول دي:

1-  درګونو په پراختیا کې دپاموړ رول لري ،چې دقلبي حملې دمخنیوي لامل ګرځي.

 2- کوم کسان، چې  له  نفس تنګۍ څخه ځوریږي که چیرې دوی دشپې له اړخه  سور کرم وخوري مرسته ورسره کوي، چې  دا ستونزه یې یو څه راکمه شي

 3-  سور کرم د ستړیا له منځه وړلو کې  مرستندویه رول لري.

 4-  پروټین رامنځته کوي.

 5- په ژمي او یخ کې  دناروغیو پر وړاندې  دبدن ځواک پیاوړې کوي.

 6- دسترګو دلید دکمیدو مخه نیسي.

 7-  دپوستکي روغتیا ساتي او د عمر د ډېرښت  نښې له منځه وړي.

 8- دهډوکو دپیاوړتیا لامل ګرځي او د ماتیدو په مخنیوې کې مرسته کوي.

 9-  دبدن اعصاب  پیاوړې کوي  او د ځواکمنیدو لامل ګرځي.

10-  دالمونیا ناروغۍ مخنیوې کوي.

11-  دهضم په پروسه کې پوره او دپاموړ  رول لري

 12- د وزن په کمولو کې  مهم رول لري.

 13-  قبضیت له منځه وړي.

14-  تر ټولو مهمه  دا، چې د زړه روغتیا ساتي.

له روهي نه په مننه

Empfehlen Sie diese Seite auf:

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind