ګرین لنډ

09.08.2013

د خوب لږ والي انسان ځان وژني ته هڅوي
د یوې اوږد مهالي څېړني له مخي چي په ډنمارک کي تر سره شوې ده ،ښیي چي د خوب کموالي د انسان عصبي حالت ته زیان رسوي ، خشونت یې زیاتوي او حتی ځان وژني ته یې هڅوي .

دا نتیجه هغه سوېډني څېړونکي چي د ډنمارک په ګرین لنډ کي یې څېړني کړي دي خپره کړې ده . کوم وخت چي په ۱۹۶۸ کال کي دډنمارک په ګرین لنډ کي د ځوانانو ځان وژنه زیاته شوه ، پوهانو په څېړنه شروع وکړه . له ۱۹۶۸ نه تر ۲۰۰۲ کال پوري د هغو کسانو ژوند او چاپېریال چي ځانونه یې وژلي وه ، و څېړل شوه . په پایله کي ثابته شوه چي ۸۰ سلنه داسي کسانو ځانونه وژلي وه چي په اوړي کي یې خوب کم کاوه .

ګرین لنډ د شمال قطب له ښارونو نه دی چي هلته په اوړي کي شپه نه سته ، شپه او ورځ لمر ځلیږي . په دې مانا دا کسانو چي ځانونه یې وژلي وه ،له یوې خوا یې لمر زیات لیدلی او له بلي خوا یې خوب کم کړی وو . دا ۸۰ سلنه چي ځانونه یې وژلي وه ، د ډیر عصانیت او خشونت په حالت کي یې انتحار کړی وو.

د طبابت او ډاکتري له نظره پوهان وایي کم خوب کول او په همدې حالت کي زیات لمر ته کار کول یا ګرځېدل د مغزو هغه حصو ته زیان رسوي  چي هلته د انسان شعوري عادات او خویونه  زیرمه کیږي .

د ګرین لنډ سیمه د شمال قطب په هسکو برخو کي پرته ده چي هلته د لمر دوړانګو تیز والی تر نورو سیمو په زور کي دي .

اروپایي رسنۍ

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind