06.03.2014
اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي
ليکواله: ډاکټره خالده وفا افغان
د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.
لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو.
- د سهار چای نه چیښل:
هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي.
- زیاته ډوډۍ خوړل:
هغه کسان چي زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.
- د سګرېټو څکول:
د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.
- د بورې څخه زیاته استفاده:
د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي.
- ککړه هوا:
د انسان دماغ په وجود کي تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي.
- د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی:
خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې سي.
- د خوب پرمهال د سرپټول:
کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاثیرات کي.
- د مریضۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل:
د ناجوړۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعني مطالعه کول او پر دماغ باندي فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کي کموالی راولي.
- د هڅوونکو فکرونو نستوالی:
انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، ترڅو ذهن تربیه کړي. د دغو هڅوونکو فکرونو د نستوالي په صورت کي ذهن کمزوری کېږي.
– لږ خبري کول:
ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي.
Kommentare
-
ډیره ښکلی او ګټوره لیکنه ده ، الله ج دی خالدی خور ته اجرونه ورکړی ډیرو ته به یی ګټه ورسیږی او ددی ټوله یا زیاته برخه په نبوی احادیثو کی هم په ګوته شوی دی یعنی ښه صحت ساتنه نه یواځی حسم او دماع ته ګته
رسوی ثواب هم لری ځکه وایی ښه عقل په روغ بدن کی وی