28.10.2016 (07.08.1395)

روسيې په افغانستان کی   پانګونې ته لېوالتیا وښوده

روسانو په افغانستان کی د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ په سکتور کی د دوی د خصوصي شرکتونو له اړخه لیوالتیا وښوده.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ تخنیکي او مسلکي مرستیال وزیرانجنیر سید احمدشاه سادات وايي، چې نن ورځ يې د تونس په ښار کی د روسیې د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی له مرستیال وزیر رشید اسماعیلوف سره  یوه کامیابه جلسه درلوده.

د نوموړي په وینا، په دغه جلسه کی چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ او د روسیې د مخابراتو او معلوماتې تکنالوژئ تر منځ د همکاریو پر بنسټ دایره شوه او موافقه وشوه، چې د افغانستان د دولت په خاص ډول د مخابراتو د وزارت او د روسيې د مخابراتو د وزارت تر منځ به یوه رسمي تفاهمنامه لاسلیکولو ته چمتو او لاسلیک شي، چې دغه تفاهمنامه به لاندی برخو ته د همکاریو ضمینه برابره کړي:

۱ د مخابرابراتو په برخه کې به روسان د دوی د مخابراتو په ټولو ۴ پوهنتونو کی د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د انستیتوت محصلینو ته د زده کړی ضمینه برابره او سکالرشیپونه به  ورکړي.

۲ د روسیې د مخابراتو د تحقیق او څیړنې په مرکز کې به افغاني محصلینو ته د اضافه مطالعې او څیړنې سکالرشیپونه برابر کړي.

۳ د روسيې د مخابراتو د ۴ پوهنتونونو کدرونه به د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی د انستیتوت استادانو او کدرونو ته د تبادله د افکارو او تجاربو زمینه ور برابره کړي.

۴ روسیه چې په نړئ کې د تخنیک له اړخه مخکښ مقام لري، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ د وزارت سره د الکترونیکي حکومتداري او او د سایبر سکیوریټي په برخه کی همکاري وکړي.

۵ روسیه به د افغانستان د مخابراتو په برخه کې د ډیجیټل افغانستان د جوړیدلو په برخه کې پوره همکاري وکړي او د خپل هیواد خصوصی شرکتونه به په دغه برخه کی وهڅوي.

۴ روسیه به د خپل هیواد د مخابراتو ستر معتبر شرکتونه دې ته وهڅوي چې په افغانستان کی د مخابراتو په سکتور کی پانګونه وکړي.

۵ روسیه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی له وزارت څخه وغوښتل چې ددوی د هیواد مخابراتي شرکتونو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره کړي.

 ۶ د دغه تفاهمنامط د ډرافت کولو او نهایي کولو لپاره به یو لوړ پوړی د مخابراتو پلاوی د روسیې په دعوت مسکو ته ولاړ شي او همدا راز به یو پلاوی د روسيې د مخابراتو د وزارت څخه کابل ته سفر ولري.

ښاغلی سادات زياتوي، چې موږ هڅه کوو د روسیې، امریکا، چین، ایران، هند او همدا راز د نورو هیوادونو په مرسته، چې غواړي په افغانستان کی د مخابراتو په سکتور کې پانګونه وکړي او یا غواړی چې همکاری وکړي ورته لبیک وایو او کوښښ کوو، چې د خپلو مخابراتی کدرونو ظرفیت لوړ، د مخابراتو خدمات بهتر، قیمتونه ښکته او مخابراتي خدمات مو مصون او په بهتره تکنالوژی مجهز وي او د پرمختللی تکنالوژی سمبال او ډیجیټل افغانستان په لور خپلو هڅو ته دوام ورکوو.
را پور : روهي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder