25.08.2016 (04.06.1395)

رنګ شوې شادي
 حکمت الله رښتین

په یوه لرې پرته سیمه کی یو کلی وو ٬ چی همدغه کلی د لوړو غرونو په منځ کی راګیره سیمه وه ٬ د کلي شا وخوا پراته لوړ او هسک غرونه په ځنګلونو پوښلي وو. همدغو ځنګلونو کی د بیلابیلو حیواناتو تر څنګ شادیان هم اوسیدل. دا چی د ځنګل په غیږه کی هم د شادیانو شمیر تر نورو حیواناتو د پام وړ ډیر  وو ٬ نو شادیانو هم د دموکراسۍ د اکثریت اصل پر اساس پر نورو حیوانانو واکداري کوله. شادیانو تش د ځنګل واګی نه سمبالولې بلکه ځنګل ته نږدي کلی یی هم ارام نه وو پریښی. کله به چی د کلي نارینه چی اکثره کرونده ګر وو له کلي خپلو کر ځایونو ته ولاړل ٬ د کلي ښځینه به د کور په کارونو بوختې وې شادیان به هم د کلي تر کوڅو او کورونو راورسیدل. همدغه شادیان به د کور د دیوالونو له لاری ټول کورونه څارل . د تنور تر څنګ ناستی میرمنې به له تنوره ډوډی لا راویستې نه  وه چی د شادیانو د برید ښکار به شوه ٬ تش د میرمنی په لاس کی به یو څو د ډوډی زړي ورپاتی شول .

همدغه حالت دوام درلود ٬ د کلي خلک د شادیانو د دی کار د مخنیوي لپاره له ټولو لارو چارو کار واخیست خو دا چی د هماغه وخت ټکنالوژی هم ډیره کمزوری وه ٬ مډرنه نننی وسلې هم نه وی کشف شوی ٬ له دی امله د شادیانو سره مقابله هم ستوزمنه خبره وه. د شادیانو شمیر ورځ تر بلی زیاتیده او د کلی خلک هم  د شادیانو د شمیر له زیاتیدو او بریدونو څخه تر پوزې راغلی وو. همدا وو چی د کلي مشران سره راټول شول پدی یی صلاح سره وکړه چی نوموړی ستونزه به د وخت د واکدار تر غوږه رسوي.سبا سهار وختي د کلي مشرانو د شاه د دربار په لور حرکت پیل کړ.

کله چی د کلي مشران تر درباره ورسیدل ٬ له تشریفاتو څخه تر تیریدو وروسته یی د پادشاه سره د لیدلو وخت واخیست. د شاه د دفتر آمر ورته وویل یو ساعت ورورسته کولای شی چی د شاه مبارک سره ووینئ.

د لیدنې وخت راورسید د کلي مشران د شاه د دربار دروازه ورخلاصه کړه ٬ د کلي مشرانو د شاه په لیدلو شاه ته خپل درناوې وړاندی کړ. شاه سملاسي ترې وپوښتل څنګه راغلي یاست؟ لکه چی له کومې ستونزی سره مخ شوی یاست؟

د کلي مشرانو له شاه څخه د اجازی اخیستلو وروسته شاه ته وویل باداره !

زموږ کلې د لوړو غرونو په منځ کی پروت دی ٬ د کلي شاوخوا همدغه غرونه هم په ځنګلونو پوښلي ٬ چی په همدغو ځنګلونو کی د بی شمیره حیواناتو تر څنګ شادیان هم ژوند کوي . زموږ ټول خوراکي مواد او فصلونه له منځه وړي ٬ دا چی د دوی شمیر ډیر دی مقابله هم ورسره ناممکنه ده. ځکه مو ستاسی ښاغلي حضور ته تشریف راوړ ترڅو د مقابلی لارې چارې راوښایی.

د کلي د مشرانو په خبرو د پادشاه په خوله مسکا وغوړیده ٬ د کلي مشرانو ته یی تر یو څه ځنډ وروسته وویل: تاسی کولای شی د هغو شادیانو یو شمیر ونیسی او دربار ته راوړی. د کلي مشرانو بی ځنډه ځواب ورکړ هو صیب موږ کولای شو. شاه هم د کلي مشران د شادیانو د لږ شمیر د رانیولو لپاره بیرته کلي ته  ولیږل.

د کلي مشرانو د شادیانو له نیولو وروسته بیا د پادشاه دربار ته له نیول شوو شادیانو سره یوځای راورسیدل. نیول شوی شادیان یی د دربار په پارک کی د مرغانو په یوه جال کی بند کړل ٬ نوموړي مشران د تیر په څیر بیا د شاه د دفتر له مشر نه وخت واخیست او سملاسي د شاه ملاقات ته ورغلل.

شاه د کلي مشرانو ته وویل هغه شادیان چی تاسی دلته راوړي هر یو یی په بیل بیل رنګ ٬ رنګ کړئ .

کله چی د کلي مشران له درباره راووتل د بیت المال نه یی څو ډبیه بیلا بیل رنګونه راوخیستل او د شادیانو په رنګولو یی پیل وکړ. د شادیانو له رنګولو وروسته د کلي مشران بیا د شاه د هدایت او امر اخیستلو له پاره دربار ته ورغلل.

شاه د کلي مشرانو ته په خطاب کی وویل : هغه شادیان چی تاسی له ځانه سره راوړي وو تاسی هماغه شادیان په بیلابیلو رنګونو رنګ کړل اوس یی بیرته خپل ځای ته یوسی چی تاسی د شادیانو له شره خلاص کړم.

د کلي مشرانو هغه شادیان چی بیلابیلو رنګونو یی رنګ کړي وو ٬ بیرته یی رنګ شوی شادیان په خپل اصلي ځای کی خوشي کړل .  کله چی د ځنګل شادیانو رنګ بدله  شادیان ولیدل سملاسي یی  ورسره  په جنګ پیل وکړ ٬ هغه ځکه چی په ځنګل کی موجودو شادیانو د رنګ شوو شادیانو په اړوند داسی فکر کاوه چی دا  د دوی له ډلې نه دي. او له دوی څخه د واک تر لاسه کولو لپاره دلته راغلي.

همدغه وو چی ایلا د کلي خلک د شادیانو له غمه خلاص شول او شادیان یی په خپل منځ کی سره اخته کړل.

که افغانستان ته راشو دلته هم زموږ ډیری هیوادوال په بیلابیلو فکرونو د بیلا بیلو هیوادونو له لاسه رنګ شوي. هغوی هغو هیوادونو ته وفادار دي کوم چا چی رنګ کړي. ځکه زموږ عامه عمومی افکار سره ویشل شوي . موږ په خپل هیواد کی واحد عامه عمومي فکر نلرو .چی همدغه رنګارنګ فکرونه د شخړو د دوام او د پرمختګ د مخنیوي لامل شوي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder