محمد آیاز نوری آزادي

14.07.2019 (23.04.1398)

 د ۱۳۵۲ کال د سرطان ۲۶ نېټه د سردار محمد داود خان کودتا

محمد ایاز نوري آزادي

زمان یا وخت درې بُعدونه یا اړخونه لري، ماضي، حال او استقبال. مونږ د ماضي پر بنسټ نن ژوند کوو او د حال پر اساس سبا یا په استقبال کې ژوند تیروو. دا چې تاریخ د ماضي څېړل دي نو د حال د سمبالولو لپاره خپل خاص اهمیت لري، کنه ما لیکوال به خپل بوخت وخت دغه تحلیلي لیکنې ته نه ورکاوه. نن په جاري زماني بهیر کې د ګران تاریخي زمونږ افغانستان حال ډېر خواشینونکئ ده او دا وضعیت خپل د ماضي د معینو عواملو د منطقي تسلسل محصول ده. نن سبا چون د د ۱۳۵۷ل کال د ثور د ۷ عسکري کودتا، چې د خلق دیموکراټیک ګوند له خواء د هغه بل کودتاچې داودي حکومت پرضد بریالی شوله، د هغه ګوند د ۱۴ کلن خاین او ملي ضد حاکمیت او ملي جنایتونو او وطن خرڅولول یاد او سخت غندل کیږي، نو دلته خصوصاً زمونږ نوی ځوان افغان نسل د وژل شوي سردار داود خان کودتا او حکومت ته په هغه تاریخي زماني بهیر (۲۶ سرطان ۱۳۵۲- ۷ د ثور ۱۳۵۷ل) کې په یو زړه سوانده او ارماني روحیه نظر کوي، حال دا، چې زه لیکونکی د دغه مقالې هم د هغه وخت د سردار داود خان د درواغجن جمهوري؟ دولت د خصوصاً غلطو سیاسي اجراعاتو او د وقایعو حاضر او ناظر وم. پوره ۴۶ کاله پخواء د چنګاش په ۲۶ د شپې په دوو بجو زمونږ په افغانستان کې د سردار محمد داود خان په سروالۍ عسکري کودتا پیل او بریا ته ورسېده. معمولاً نظامي کودتاګانې خونړی وي خو دلته عجیبه دغه وه، چې د دغه عسکري قیام په پائله کې د افغانستان موجود شاهي نظام ړنګ شو لاکن هیڅ انساني تلفات د متاخصمو اړخونه له خواء منځ ته رانغلل، صرف یو کودتاچي افسر ټانکست لومړی بریدمن حبیب الله خان زرمتی کابل سیند ته د هغه د زرهي واسطې د لوېدلو له کبله د سر له ټپ څخه ومړ. دا وخت افغان پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر خان غائب او د بهر د عیاشي په سفر بوخت وه او دفاعی چارې د پاچا د زوم جنرال سردار عبدالولیخان په اختیار کې ولې. په سهار کېدلو د دفاعي ارګانونو مشرتابه لکه د ملي دفاع وزیر، لوی درستیز، د کورنیو چارو وزیر او خصوصاً د مرکزي قول اردو اړوند افسرانو او افرادو د شاهي نظام په دفاع کې هېڅ ډول مقاومت ونکړ او ټول نوي کودتائي حکومت ته لاسونه پورته، تسلیم شول. افغان محقیقینو دغه قیام ته د (سپینې کودتا) نوم ورکړ. د افغان منورینو په منځ کې دا خبره هم کېدله، چې دا کودتا د حاکم شاهي خاندان په منځ کې خصوصاً د پاچا او د تره د زوی او اخښي سردار داود خان تر منځ د یوه مصلحت په ترڅ کې اجراء شوې ده، نو ځکه په کې وینې ونه بهیدې او چا مقاومت ونکړ. هغه دلیل، چې دا نظریه ئې تقویه کوله، دا وه، چې د نوي رژیم په استقرار حاکم د شاهي کورته په کې کوم ځاني زیان ونه رسیدلو. د پاچا مشر زوی والاحضرت احمد شاه خان، چې د پلار په غیاب کې د سلطنت د مقام وکیل او زوم ئې جنرال سردار ولیخان د نوي رژیم د مشر محمد داود خان له خواء ژوندي پرېښودل شول!؟. مخلوع پاچا محمد ظاهر بدون د کوم خاص مخالفت څخه د تحول په خبرېدلو د ایټالیا په هېواد کې سیاسي پناه واخیستله او ۲۶ ورځې پس ئې نوي حکومت ته خپل بعیت لیک راولېږه، ورپسې څه موده پس ولسمشر داود خان د شاهي کور اړوند ټول کسان روغ رمټ د الوتکې په ذریعه مخلوع پاچا ته ورولیږل، صرف خپل د تره زوی ژوندی تسلیم شوی جنرال سردار ولیخان ئې بندي کابل کې وساته. وروسته ئې یوه فرمایشي محکمه پرې دایره کړله لاکن د ولسمشر په امر هغه قضائي دوسیه حفظ شوله او ولیخان د اعدام یا رسمي حبس څخه بري شو او د کودتا په دریم کال سلامت مخلوع پاچا سره په ایټالیا کې یو ځای شو نو خلکو به یو بل ته ویل، چې دا څنګه عسکري کودتا وه...؟

سردار داود خان د قتل شوي سردارمحمد عزیز خان زوی او د وژل شوي باچا نادر خان وراره کېدلو. هغه په ۱۸ د جولای ۱۹۰۹ز کال په کابل کې نړی ته راغلی وه. تحصیلات ئې د حبیبې لیسې، فرانس او حربي پوهنتون کې سرته رسولې وې. پلار ئې د نادر شاه د سلطنت په څلورم کال کله، چې د جرمن هېواد کې وزیر مختار وه، د یوه امانیست افغان انجنیر سید کمال خان له خواء په دننه د سفارت کې له دې، چې دغه خاندان د انگلیس د ګټو د ساتلو لپاره د غازي اعلیحضرت امیر امان الله خان رح سره په خیانت او غداري، د افغانستان شاهي مقام ځانته غضب کړئ، د توپانچې په ډزو ویشتل او وژل شوی وه. سردار داود خان د خوی او شخصیت پر بناء یو متکبراو مغرور، ظالم، عصبي مزاجه قهرجن، توطعه ګر، د وګړو د فکر او عقیدې د آزادي ضد او نظامي کس وه، خصوصاً، چی دئ او ورور ئې نعیم خان د خاندان د یوه ډیر بد نام شخصیت سردار محمد هاشم خان مشهور په هاشم ای جلاد تر مستقیم نظر او روزنې لاندې ستر شوي او پر افغان مظلوم ولس ئې سیاست کاوه. داود خان د خپل بل ظالم تره شاه محمود خان د استعفاء څخه پس په کال ۱۳۳۲ل د خاندان په مصلحت د افغانستان صدراعظم توظیف او لس کاله دغه دنده کې پاتې شوی وه. په دغه دوره کې په هیواد کې یو لړ نیم بنده اقتصادي کارونه تر سره شوي ول، چې په هیڅ وجهه د افغانستان د محرومې او بی وزلې طبقې لپاره ئې کوم محسوس بدلون نه وه ایجاد کړئ،  اما د خلکو د افکارو د آزادیو، د سیاسي ګوندونو په فعالیت او مستقلو نشراتو سخت بندیز دوام درلودو، ځکه پخپله محمد داود خان د وګړو په آزادیو باور نه درلود او خاندان په ټول کې  د خلکو د سیاسي فکر د روشانه کیدو څخه سخت ډاریده. په همدې دوره کې هم د افغان ولس بهترین بچیان د امانیست، آزاديپال او وطن پال په قصور د دهمزنگ په وحشي زندان کې پسې وراسته کېدل اما نادري خاندان پخپلو عیاشیو کې سور وه. بالاخره حاکم خاندان د سیاسي تاکتیک په بدلولو، د نویو شکلي آزادیو د پلان په ترڅ کې د نوي اساسي قانون د تدوین تر کار لاندې ونیو او پاچا په کال ۱۳۴۱ل کې سردار داود خان استعفاء ته مجبور کړ او په نوي اساسي قانون کې ۲۴ مادې د شاهي خاندان ټول منسوبین له دولتي دندې اجراء کولو محروم کړل او سردار داود خان او ورور ئې سردار محمد نعیم خان دواړه لکه زخم خوړلي ماران په کور کیناستل او بیا حکومتي قدرت ته د رسیدلو فکرونو بوخت کړي ول. د سردار داود خان د کودتا اصلي مُجریان د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند غړي خلقي او پرچمي عسکري افسران خصوصاً د ببرک کارمل پرچمیان ول. د سردار د شخصیت په باب دا هم عجیبه ده، چې هغه د پشتنو خلقیانو په نسبت د تاجک پرچمیانو سره ډیره مینه او علاقه ښودله او ملعون ببرک کارمل د سردار سره محرمې اړیکې درلودې...؟!.  داود خان د خپلې کودتا په بریالي کیدو (۲۶ د سرطان ۱۳۵۲ل) خپل نوي نظام ته د (جمهوري) نوم ورکړ، چې دا ادعا د هغه صرف یوه شکلي موضوع وه او هغه خواء په عملي ډګر کې ټول دولتي او حکومتي اختیار د داود خان او بیا د هغه د ورور سردار محمد نعیم خان په لاس وه. په درواغو د جمهوري دولت د استقرار په لومړي کال (۳۱ د سنبلې ۱۳۵۲ل) د افغانستان پخوانۍ صدراعظم محمد هاشم خان میوند وال سره د یو شمېر د اردو افسرانو لکه جنرال خان محمد خان مرستیال، جنرال رزاق خان میوند، ډګروال زرغون شاه خان، محمد عارف خان رکشا او نور د جمهوري حکومت پر ضد د کودتا کولو په تهمت نیول او د رژیم د سختې شکنجې لاتدې راغلل. هاشم خان میوند وال د تحقیق په جریان کې ووژل شو اما حکومت په درواغو د هغه مرګ د هغه د نیکټائي په واسطه ځان وژل اعلان کړل. هغه، چی زه لیکوال د وضعیت شاهد وم، ظالم سردار د میوندوال په شهید کولو د افغانستان په منور او لوستو طبقه کې سخت بد نام او وغندل شو. د سردار پنځه کاله فرمایشي حکومت کې، نه مستقله قضاء. نه د خلکو په انتخاب ولسي جرګې وجود درلود. سیاسي فضاء ماتېدونکي وه او سردار او ورور نعیم خان وارخطا ول. سردار د خپل حکومت په دریم کال یو له عقل او درایت څخه وتلی خطر ناک تصمیم ونیو، یو دا چې چپ فکره کمونیستان باید له دولتي امتیازاتو څخه لرې کړي او بل د هغه وخت مغرور او قوي شوروي دولت څخه ځان راټول او په غربي پانګوالي نړی اقتصادي تکیه وکړي. بیا سردار شوروي اتحاد ته سفر وکړ او هلته ئې د شوروي د مشر لیونید برژنف سره په یوه نه دومره مهمه خبره سخت عصبي چلند وکړ او له جوړ مجلس څخه په بی عقلی سره ووت. دغه دوه وضعیتونه پس ته په لنډ زماني واټن کی د هغه او د حکومت د سقوط یو له اصلي علتونو څځه هم شول.

پائله

سردار محمد داود خان ته د ظاهر خان د ۴۰ کلن واک څخه پس د عسکري کودتا په واسطه په هر حال یو سوله ایز او امن لروونکئ افغانستان په لاس ورغی، سردار کولای شو د کودتا څخه پس دا، چې د خپل نادري ډیر خاین او انګلیس نوکر خاندان شاهي قدرت ته ئې پای ورکړئ وه، په پوره صداقت او شرافت د ارګ له کلاء څخه د کابل چمن حضوری میدان ته راغلی وای او خطاب په زرهاوو افغانانو ته، لومړی ئې د خاندان د مهم او برچه پک سپاهي په حیث د خلکو څخه عفو غوشتلې وای، ځکه سردار د نادري غدار او بې رحمه خاندان په ټولو مهمو جنایتونو کې شامل او عامل کس وه. دا، چې جنرال نادر خان د سقوي حکومت د سقط څخه پس (میزان ۱۳۰۸ل ) په پوره مکار توب ځان د افغانستان بر حقه؟ پاچا اعلان کړ او بیا پس له ځلورو کلنو ظلمونو نادر شاه او ورور ئې عزیز خان د دوو ځوانو امانیستانو له خواء ووژل شول، حاکم خاندان د دغو قتلونو مسبب غازی امان الله خان ونیو. د سردار هاشم خان د صدراعظمي پر وخت، حاکم خاندان لکه لیونی شوی لیوه تصمیم ونیو، د خپلو دوو مړو غچ د پردیس امان الله خان څخه واخلي. څو ضارب ګروپونه د الله نواز خان، احمد علیخان لودین د سردار داود ورور نعیم خان او سید شریف خان په سروالي د غازي امان الله خان د وژلو لپاره د ایټالیا روم ته ورولېږل، اما د وخت د روس شوروي استخباراتو د افغان پخواني پاچا سره تماس ونیو او د هغه د ترور خبر ئې ورته ورکړ او غازي امان الله به له احتیاط څخه کار اخیستلو او دا تروریستي پلانونه د خاندان ټول خنثی پاتې شول. سردار داود خان که رشتیا جمهوري خواء او د خلکو آزادیو ته ژمن وای، هم هغه حضوري چمن کې به ئې خلکو ته ویلي وای، چی دغه ده زه د عدالت او ترقي په پاک هدف پخپل کور او خاندان تیر شوم سر له نن څخه تاسو آزاد یاست، هر کس، چې ځانته ولسمشر انتخاب کوی، سیاسي ګوندونه آزاد فعالیت کولای شي، زه ټولو افغان سیاسي ګروپونو ته په پوره درنشت د دوستي او ګډ کار لاس ورکوم، ډیر ژر به د ولسمشر د انتخاب لپاره لومړی لویه انتخابي لویه جرګه او بیا سراسري سري ټاکنې تر سره کړو، هر کس چې اکثریت شو، هغه به د هیواد ولسمشر وي. یعنی متکبر سردار دا مسائل په هغه وخت یو سوله ایز او امن افغانستان کې په سهولت سره کولای شوای. اما چون د سردار بنسټ نا سالم وه او د خپل خصوصاً یو ظالم تره سردار محمد هاشم خان په غېږ کې لوی او روزل شوی وه، غیر له غرور او تکبر او امر کولو، وهلو، ویشتلو، بندي کولو، توطعه جوړولو، پټکه کولو نور څه په هغه کې نه ول. سردار او مکار ورور ئې نعیم خان د اقتدار په وروستي کال د یوه سیاسي ګوند (ملي غورځنګ) و جوړیدو ته لاس واچاوه. دا ګوند صرف د سردار مربوط ګوند وه او خلک به ئې په زور او د حکومتي امتیاز په وعده ورکولو دغه ګوند ته شامل کول. بلاخره د سردار د درواغو او پخپله اختراع کړی جمهوري دولت؟ عمر ډیر لند وختلو. په دغه پنځه کلن دور کې (سرطان ۱۳۵۲- ثور ۱۳۵۷ل) بعضی اقتصادي پلانونه د کاغذ پر مخ ولیکل شول اما په عمل کې کوم د یادونې ملموس کار د محروم او په نس وږي افغان ولس لپاره تر سره نشو. افغان ځوان نسل د کار او غریبي لپاره د ایران هیواد تلل او شاقه کاروته ئې د یوه ایراني شعیه تر منت لاندې اوږه ورکوله. سیاسي اوضاع ورځ تر بلې پسې خرابیدله او خصوصاً د تحمیلي ریس جمهور او د هغه کمونیستي ملګرو او کودتاچیانو او هغه بلې خواء د اخوانیانو تر منځ اړیکې خپل خطرناکې کچې ته ورسېدل. اما چون خلقي او پرچمي کمونیست نمایانو د خاینو اخوانیانو په پرتله په افغان اردو کې د سردار پر ضد غوښن کار کړی وه، فقط منتظر د مناسب فُرصت ول. د ۱۳۵۷ل کال د حمل په ۲۸ ورځ د خلق ډیموکراټیک متحد شوي ګوند یو مهم غړی میر اکبر خان خیبر د کابل شار په میکرویانو کې په پټه ووژل شو. په سبا ئې د خلق ګوند د خپل دغه غړي جنازه په لویو مراسمو او ګڼ شمېر خلکو د ارګ د کلا مخته تیره او شهداء صالحین کې دفن او د داود خان ضد بیانونه ئې ورکړل. غافل او متکبر ولسمشر داود خان کې که عقل وای، باید د افغانستان د مظلوم ملت د ګټو د ساتلو په خاطرئې د زغم او د غمرازي لار غوره کړې وای او ابتکار د عمل ئې لکه یو اوږد تجربه لروونکي حکومت وال د دغه قوي شوي سیاسي ګوند په مقابل کې په لاس کې نیولای وای. اما ولسمشر په یوه بی سنجشه عمل د هم هغه کال د ثور په ۵ ورځ د حدخا مهم سروالان ونیول او جیل ته ئې واچول. د لړزان رژیم د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر خان نورستاني داود خان ته په تاکید عرض کاوه، چې دغه د حدخا مشران باید اعدام شي، مګر ولسمشر ورته ویل، چې که زه دا کار وکړم، هغوی مظلوم واقع کیږي او نور هم امتیاز اخلي. بلاخره د حدخا یو مهم مشر حفیظ الله خان امین، چې د ګوند د اردو د ښاخې موظف وي، ګوندي افسرانو ته د وسله وال پاڅون امر صادر کوي. د ثور په ۷ ورځ د کابل ګارنیزیون د ټانک څلورم نمبر قواء د جګړن محمد اسلم خان وطنجار په سروالي پر جمهوري ګارډ یرغل ورووړ او ورپسې بل خلقي افسر ډګروال عبدالقادر خان د جت الوتکو په واسطه د ولسمشر په مقر بمبارد  ته دوام ورکړ، داود خان سره دخپل د کور غړو د ارګ د ګلخانې تعمیر کې سنګر نیسي، د دولت د دفاع وزیر او لوی درستیز په ډطره ورخطائي خپل دفترونه پریږدي او مخ په قرغه د اتمی پلي فرقې څخه د مرستې په خاطر ورځي. اما د هغوی امر موثر نه واقع کیږي او دا یو بې ګټې کار وي. بیا هغوی د مرکزي قول اردو مقر دارالامان ته ځي، اما ناکام او بیا د کودتاچیانو له خواء نیول او وژل کیږي، نور مرکزي قطعات په تماشا کیني او ولسمشر د کومک په امید هم هغه ارګ کې محصور پاتې وي. که څه هم ولسمشر او خاندان ئې د شپې لس بجې د عسکري لاری په واسطه کندهار ولایت ته د فرار هڅه کوي، اما د ګارډ د لواء د خلقي پرچمي افسرانو له خواء پر هغه لاری ډزې کیږي، د خاندان غړي بیرته د ګلخانې ماڼی کې پټېږي او دا پلان ناکامیږي. د ثور اتمه سهار وختي داود خان او د کورني ټول ۲۱ غړي ئې وژل کیږي، چې د دغې مهمې پېښې حقیقت لا تر اوسه مرموز پاتې ده، چې دغه قتل عام د چا په امر یا ذریعه اجراء شوی دئ. دا هم ویل کېږي، چې دغه قتل عام د سردار داود خان یو زوی په ورسره ماشنګڼې اجراء کړئ، والله العلم...؟!. په دا صورت ۸ د ثور د خلق ګوند بشپړ حکومتي قدرت تر لاسه کوي او له هم هغه تاریخ څخه تر نن پورې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې وسله واله جګړه او ورور وژنه د کافر او مسلمان تر شعار لاندې روانه ده. په دې ۴۱ کلونو کې په لکونه بی ګناه افغانان وژل او زخمیان شول او په میلیونو هیواد پریښودو ته اړ شول. دلته مونږ وینو د ثور له بده بترې کودتا د بریالیتوب لومړی درجه مسول هم دغه د سرطان کودتاچي سردار محمد داود خان ده. سردار که څه هم وژل شوی اما شهید نه ده، ځکه هغه پخپله ناحقه قتلونه او ظلمونه کړې دي. هم دغه ملي خاینان لکه د خلق د ګوند او د اخوانی مشران او نور د اسلام د پاک دین تر نامه لاندې شیاطین، چې لا تر اوسه د مظلوم افغان ملت په اوږو د مشرانو په شکل سپاره او مزې او چړچې کوي، د هم دغه نادري خاندان د ۴۹ (۴ کاله نادرشاه، ۴۰ کاله ظاهر خان، ۵ کاله داود خان) کلنو یا نیمې پیړی ملت ضد کړنو محصولات دي.

پای

سرچینې

ـ د افغانستان د خپلواکي او نجات تاریخ کتاب، لیکونکۍ جرنیل یار محمد خان وزیرۍ

ـ باز نگری دوره امانی و توطئه های انگلیس، مولف داکتر عبدالرحمن زمانی

ـ افغانستان در مسیر تاریخ دوهم ټوک، مولف میر غلام محمد خان غبار       

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind