22.09.2016 (01.07.1395)

د ګلبدین حکمتیار ژوند لیک

حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان مشهوره سیاسي څېره ګڼل کېږي. نوموړي له پخواني شوروي اتحاد سره د جګړې پرمهال د پخوانیو جهادي مشرانو پرتله توند دریځ او سیاست درلود.

ګلبدین حکمتیار د ۱۳۲۶ ل کال لړم میاشت کې د افغانستان شمالي کندوز ولایت کې زیږېدلی دی.

نوموړي د کابل پوهنتون انجینرۍ پوهنځي کې لنډه موده درس ویلی، خو د خپلو سیاسي فعالیتونو له کبله یې لوړې زده کړې پرېښودې او په ۱۳۴۹ کال د "مسلمانو ځوانانو" د ټولنې غړی شو.

له ۱۳۵۱ کال تر ۱۳۵۳ پورې بندي و بیا د محمد داود خان له کودتا وروسته پاکستان ته ولاړ.

ښاغلی حکمتیار د ۱۳۵۷ کال د غويي میاشتې له کودتا وروسته یې د خلق ډیموکراټیک ګوند په مشرۍ د حکومت پرضد فعالیتونه او بریدونه پیل کړل.

د ګوند جوړښت او د پاکستان ملاتړ

ګلبدین حکمتیار پیل کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند غړی و، خو په ۱۳۵۸ کال له دې ګونده جلا او د حزب اسلامي په نامه بل ګوند یې جوړ کړ او ځان یې د ګوند مشر وټاکه.

حزب اسلامي د افغانستان د جهادي ګوندونو په منځ کې تر ډېره د پښتنو مېشتو سیمو ملاتړ ترلاسه کړ.

حزب اسلامي له پخواني شوروي اتحاد سره د جهاد په لومړیو کلونو کې تر ډېره د جهاد لپاره مرستې جلب کړې.

واک ته د رسېدو هڅې

له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، حکمتیار د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار کې لوی عملیات پیل کړل، چې هدف یې د نجیب الله په مشرۍ د حکومت ړنګول وو.

خو دغه عملیات چې هغه وخت – ځانمرګي عملیات – بلل کېدل، له ماتې سره مخامخ شول.

حکمتیار په دې عملیاتو کې د ماتې پړه پر یوه بل جهادي مشر احمد شاه مسعود اچوله.

په ۱۳۶۹ کال د هغه وخت د دفاع وزیر شهنواز تڼي په مشرۍ د نجیب الله له ځینو ناراضو ملګرو سره کودتا سمبال شوه، خو ژر له ناکامۍ سره مخامخ شوه.

په ۱۳۷۱ کال د مجاهدینو له بریا وروسته، حکمتیار کابل ته ولاړ، خو دا چې د پېښور له هوکړې وروسته برهان الدین رباني له شپږ میاشتې ټاکل شوي وخت وروسته څوکۍ پرې نه ښوده، د حزب اسلامي په ګډون له دولت سره د ځینو جهادي ډلو لانجه د ماشې تر کشولو پورې ورسېده، حکمتیار د کابل په جنوب چهار اسیاب سیمه کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړل او له هغه ځایه یې د برهان الدین رباني په مشرۍ د دولت پرضد جګړه پیل کړه.

د ۱۳۷۴ کال په وروستیو میاشتو کې کله چې طالبانو د افغانستان ډېرې برخې ونیوې، حکمتیار د برهان الدین رباني په مشرۍ دولت کې د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان چمتو کړ، خو مشرۍ یې ډېر دوام ونه کړ، طالبان راغلل او حکمتیار ایران ته پناه یووړه.

وسله وال مخالفت

حکمتیار د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښو او د طالبانو د تحریک له ړنګېدو او افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له راتلو وروسته، د بهرنیو ځواکونو پروړاندې وسلې ته لاس کړ.

حکمتیار چې د پخواني شوروي اتحاد پرضد له افغانستانه د روسي ځواکونو پر وتلو ټینګار کاوه، اوس یې هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو تاکید کاوه او د ټاکنو پربنسټ د "اسلامي دولت" جوړېدو شعار یې اصلي غوښتنه وه.

نوموړی که څه هم له طالبانو سره مخالف و، خو پر افغانستان د امریکا د برید په لومړیو ورځو کې حکمتیار د امریکا دا ګام "تېری" وباله او ویې ویل که امریکايي ځواکونه افغانستان ته ننوځي، نو دی به یې پروړاندې وجنګېږي، چې همداسې وهم شول.

د طالبانو له سقوط وروسته تر اوسه د ګلبدین حکمتیار د اوسېدو د ځای ځایګي څرک نه لګېږي، امریکا د حکمتیار پر سر ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.

حزب اسلامي د نورو جهادي ګوندونو پرتله ټینګ ګوندي جوړښت درلود، خو په وروستیو کې پر ځینو څانګو ووېشل شو.

د حزب اسلامي ګوند په ښکاره کابل کې فعالیت کوي او دفتر لري، د افغانستان ۱۳۸۸ کال ټاکنو کې د حزب اسلامي ګوند دغې څانګې د حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ.

د غه ګوند ویلي وو، ځکه د حامد کرزي ملاتړ کوي، چې هغه له طالبانو او ګلبدین حکمتیار سره د سولې پلوی دی، خو ګلبدین حکمتیار په خپله د افغانستان ټاکنې تحریم کړې وې
راپور : بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • حکیم الامت (Samstag, 24. September 2016 14:17)

    دا لیکنه خو په ټوله کې غلطه او له حق سره هیڅ اړخ نه لګوي لیکوال یې جاهل او لیکنه یې په تعصب ولاړه ده دغه کس لیکلي چې حکمتیار د جمعیت غړی وو بیا یې حزب جوړ کړ ملګرې جمعیت له سره نه وو د حزب لومړنۍ مشر
    دی وو استاذ رباني څو کاله وروسته پاکستان ته ولاړ او بیا یې هلته یو ګوند جوړ کړ همداسې د کابل د جګړو خو ټول ملت شاهد دی چې کابل چا ویران کړ دلته ټولې هغه سیمې ویجاړې شوې چې د مسعود په هدف یا ټارګټ کې
    کابل ټول هزاره ګانو مسعود خیلو او پخوانیو کمونستانو وران کړ نه اسلامي ګوند....

  • محمدربی آماج (Sonntag, 25. September 2016 21:13)

    زهم لدغه ژوند لیک سره موافق نه یم اوپه حقیقت ولاړه یی نه ګڼم. .ګلبدین حکمتیار د افغانستان د اسلامی حزب د بنسټ ايښودونکیو په ډله کی دریم راځي یانی تر عبدالرحیم نیازی چی د پخوانی پاچا محمدظاهر دپاچاهۍ
    په مهال پّه هند کی په روغتون کی مړشو او داسی آوازي هم وي چی ګویا هلته د حکومتی چارواکو لخواد زهرو پوسیله وژل شویدۍ،او ددی ګوند دوهم بنسټ ایښودنکۍ (شمس الحق) د ننګرهار پوهنتون کی د طب محصل وو چی بیا د
    خلقیانو لخوا په شهادت ورسید او په همدی ترتیب سره د ګهیځ ورځپاڼي بنسټګر او چلوونکۍ (منهاج الدین ګهیځ) هم د یادولو وړ دۍ چی د پرچم ډلي لخوا ترور شو. اوس به راشو دی ټکی ته چی دغه پورته ذکرشوۍ ژوند لیک
    څو روځي وړاندی د بی بی سی پښتو بریښنا پآڼي لخوا خپور شو اوس همدغه غلط او مسخ شوۍ ژوند لیک بیا د نورو بریښنا پاڼو او له هغی جملي څخه د ټول افغانستان ویبپاڼي لخوا خپورشوۍ چي هیڅ نوی کتنه یی نده ورباندی
    کړی اوګویا طفیلی چلیږی.اودغه لاره زموږ د ویپاڼو او لیکوالانو ده چی ځان ته کړاو نه ورکوی او نورو چی هر څه په لاس کی ورکړل بیا هماغه په پټو سترګو قبلوی. او دا بیا د ښکاریانو لپاره ښه وخت دۍ لکه دا چی
    ګلبدین یی د جمیعت غړۍ کړیدۍ . نوبريښنا پاڼي هم باید خپله ځیرنه او ارزونه ولری او یوازی په پټو سترګو په نورو پسي لاړ نشی که نه په کږلیچونو کی به سرماتی او پښي ماتی وی.

  • ټول افغانستان (Montag, 26. September 2016 00:15)

    ټول افغانستان وېبپانه د آماج صاحب له نظر سره موافق دی او هر هغه څه چي د حکمتیار په اړه لیکي تر ډیر ه پر ځای دي . خو د ټول دافغانستان وېبپاڼي بنسټ ایښودونکی احمدالله رحمانی حکمتیار له نږدي پېژني او
    کوم وخت چي حکمتیار په کابل کي د انجنیری فاکولتې محصل و او بیا یې تحصیل د خپلي تندروي په خاطر پریښود ، په هماهغه وخت کي له هغه سره یې له نږدي پیژند ګلوی لرل او تر هغه وخته یې په لاریونونو کي په ګډه
    برخه اخیسته ، تر څو حکمتیار یو محصل په چاړه وواهه او مړ یې کړ ،بیا نو لاري جلا شوې . حکمتیار زندان ته ولاړ . وروسته تر هغه پاکستان ته وتښتید او د خپل پلرني هیواد پر ضد او تاوان یې د پاکستان له آی ایس
    آی سره لاس یو او د افغانستان په خرابي یې پیل وکړ. د حکمتیار او دده د نا ځوان مردانه کړنو په اړه، کېدای شي چي ټول افغانستان وېبپاڼه یو کتاب ولیکي . خو اوس خبره د سولی ده . کوم وخت چي په بي بي سي کی
    دده ژوند لیک خپور شو مونږ سمدلاسه و غوښته چي ددي افغان دښمنه انسان په اړه څو حقیقتونه خپاره کړو . خو بیا داسی فکر راغلی ، چي خدای مه کړه وطنوال به د ټول افغانستان وېبپاڼه د سولی دښمن و ګڼي . ځکه نو د
    سولی په هیله له دي کار نه سرفینظر وشو . که څه هم دا سړی په ابن الوقتي او اپورتونستي خاصیت کي شهرت لری او له ده نه کومه خاصه هیله کول بیځایه ده ،خو بیا هم وایو، ګوندی اوس یې په زړه کي د انسانیت ،
    بشریت او ترحم یو احساس پیدا شوی وي او دده په راتګ یوه رښتني سوله را منځ ته شي .
    په ډیره مینه ، درناوی او مننه – ټول افغانستان

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder