25.10.2018 (03.08.1397)
د کپیټلېزم او کمیونېزم مقایسه
لیکوال: واحدالله واحدِي

هغه سیاسی او اقتصادی نظام/سیستم کوم چې په یو هېواد یا یوه ټولنه کې تجارت او صنعت د دولت پرځای د شخصی مالکیت په واسطه د ګټې په خاطر کنترول کوي د کپیټلېزم په نوم یادیږی.

په بل عبارت سره هغه اقتصادی سیستم ته ویل کېږی چی په هغه کې د څیزونو(شیانو) قېمت، تجارت، او استفاده په یو کس یا یو شخصی تجارت/مارکېټ پوری اړوند وی.

په کپيټلېزم سیستم  کې د څیزونو تولید، استفاده،او  تجارت په اساس د تهیه او تقاضا د مارکېټ صورت نیسی یعنی هر څه د مارکېټ د تقاضا په اساس تولید او مصرف کېږی، اما په کمیونېزم کی بیا هر څه د مرکزی پلان یا د دولت لخوا په سیستماتیکی ډول تهیه او مصرف کېږی.

کمیونېزم یوه تیوری یا هغه اجتماعی سازمان/سیستم دی چې په هغه کې ټول څیزونه(شیان) په جامعه پوری اړوند دی او هر یو کس ته دهغه په توانایی او ضرورت سره کتل کیږی.

یعنې کمیونېزم هغه اقتصادی او سیاسی نظام دی چې په هغه کې د جامعې لویې تولیدی سر چینې لکه معدنونه، فابریکې، فارمونه، صنعت ..... او نورې ذخیرې په دولت پورې اړوند وی او شتمنی د ټولو همشریانو په   منځ کې د هر کس د ضرورت په اساس په مساویانه ډول   سره وېشل کېږی.

د کمیونېزم نوم یا نظریه یوې مشخصې سیاسی ډلې ته مشخص شوی، یعنی  دیو سیستم د هستې په معنی دی، کمیونېزم د اقتصادی برابرۍ یا د فردی او شخصی غربت/ فقر له منځه وړلو یوه ایدیالوژی هم بلل کېږی.

کپیټلېزم او کمیونېزم یو تر بله خپل اقتصادی او سیاسی توپیرونه لری چی ددې توپیرونو په اساس یو له بل سره موازی حرکت نلری، د کپیټلېزم او کمیونېزم یو له لویو توپیرونو څخه هم د دوی مرکزی او لوییو منابعو استفاده، تولید، او د تولید اړوند وسایل دی.

په کمیونېزم کې فقط جامعه یا ټولنه په منابعو یا د تولید په وسایلو باندې واک لری یا به بل عبارت په کپیټلېزم کې منابع او ټول تولیدی وسایل له شخصی یا فردی واک لاندې وي. په کپټلیزم کې د شرکت ګټه تنها یو شخص یا یوې پارټۍ ته مربوط کېږی اما په کمیونېزم کې بیا د شرکت ګټه د ټولو کمونستانو په منځ کې په مساویانه ډول سره ویشل کېږی، په کپیټلېزم کې یوه مشخصه پارټی منابع کنترول کوی اما په کمیونیزم کې منابع او د تولید ټول وسایل د ټولنې په واسطه کنترول کیږی.

په کپیټلېسټی سیستم/نظام کې هر کس ازاد دی چې څه تولید، مصرف، انتخاب،... او انتقال کړی یعنی یو فرد مکمل ډول سره ازادي لری دا په دې معنا چی هر کس له جامعې لوړ دی خو په کمیونېزم کې هر څوک دا ازادي نلری،  هېڅوک په خپله خوښه(هر څه، هرڅومره) مصرف یا نشی کولای په خپله خوښه(هر څه، هرڅومره)  تولید کړی یعنې دا ویلی شو چې د دولت تر کنترول لاندی دي.

د کمونېزم سیستم دا وایی چې ټولنه باید په نورو یا وړو ټولګیو و نه ویشل شي لکه څنګه چې د شتمنو او غریبو تر منځ کوم خاص ټوپیر نه لیدل کیږی خو په کپیټلېزم کې بیا جامعه په مختلیفو ټولګیو باندی ویشل شوی ده چې شتمن او غریب (لوړ عاید لرونکي او ټیټ عاید لرونکي) یی یو ښه مثال دی. کمونېزم د شخصی شتمنۍ د له منځه وړلو او کپیټلېزم د شخصی شتمنۍ منځ ته راوړلو په معنی دی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind