07.01.2018 (17.10.1396)

د کوچنیانو حقوق

لیکواله : ولوله تنها عصفېره 

  د کوچنیانو د حقوقو د عنوان لپاره موږ بیلا بیل اړین معلومات کولاي سو چې را وڅیړو، په حقیقت کې تر ټولو یوه اړینه مرحله د کوچنیانو لومړنئ دوره ده چې هغه موږ هغه دوره یادوو کوم چې کوچنیان لا تر څو د ښو او بدو په توپیر هیڅ نه وې آګاه ،لومړئ روزنه يي د والدینو تر څنګ وې ،  نو موږ په حقیقت کې نیکمرغه یو چې د اسلامي احکامو لمخې موږ ته د کوچنیانو د ساتنې د هغو ته د ادابو په زده کولو کې ډیر په زړه پورې موضوعات وړاندي سوې دي، که چیرې موږ توجه ورته وکړو او په مستقیم ډول پر هغه لارو لاړ سو نو ګواکې ټولنه به هره خوښې په ځان کې ولرې ، زموږ د ګران هیواد نوم به د همدي تنکیو کوچنیانو په ښه روزنه سره یو ښه نوم ولرې.

موږ ته دا تر هرڅه ډيره اړینه ده چې د کمکیو کوچنیانو لومړنیو دورې ته جدي پاملرنه وکړو ، په پښتو کې یوه مشهوره خبره چې موږ او تاسو وايو کوچنیان داسي دي لکه لنده لښته هرې خوا ته چې يي کږوې هغه لورې ته ځې ، زه وایم چې بلکل دا ډیره څرګنده ده که موږ په کورنیو کې د کوچنیانو ښه روزنه ساتنه وکړو هغسې به موږ مستقیم روان یو ، خو په ځینو کورنیو یا هم د کور بهر ما خپله داسې اشخاص لیدلې دي چې مور او پلار د اولادونو په مخکې بد رد ویل ښکنځل ، کوچنیانو ته پیغور ورکول د یوي وړې غلطی په خاطر ماشوم توهین کول، په درد او لوړ ږغ له هغو سره خبرې کول ، ماشومان وهل، چې دا هره کړنې په لیدلو ځینې وختونه ما د دوي پر حال افسوس کړې دی ، آن ژړلې مې دي.

موږ کله چې په هره کورنئ کې یو یا هر څو کوچنیان ولرو نو د هغو پاکئ، خوراک څښاک، او لوست آن هرڅه ته پاملرنه وکړو .

دا موضوع باید ډيره جدي وګڼو ما د خپل ګران هیواد افغانستان کوچنیان په ډير بد حالت کې لیدلې وه لومړنی خو یوه تر ټولو لویه ستونزه د روانې جګړې له امله غربت او ټولې کورنئ يي کنډ و کپر کړې، ډيریو کورنیو خپل غړې په روانې جګړې کې له لاسه ورکړه هغوی دي ته اړ سوه چې په ماشومانو هم د کور نفقه برابره کړې ، زه په دي پوهیږم دا منم چې روانې حالت زموږ په بیوزلو وګړو کې تر نورو زیات په کچه سوی ،آن دونه غرق یو چې د خپلو بچو خوراک او لوست مو هېر دئ.

موږ د ژوند کولو چاره نلرو خو د اولاد له روزنې هم چاره نلرو .

موږ لومړیو کې باید د اولاد مثبت او منفي کړنې نظر کې ونیسو چې هغوي څه ته اړتیا لرې په کوم ښه باندي خوشهاله کیږې ، لکه څنګه چې مې مخکې وویل چې د کوچنیوالې دوره ډیره اړینه ده راځې چې په آسانی او ډيرو ساده الفاظو دا وښیو چې موږ څنګه وکولاي سو خپلو کوچنیانو ته ښه پاملرنه وکړو.

اول خو به دا ووایم چې په افغانستان کې د جګړې او اقتصادي ستونزو له امله د والدینو توجه هیڅ خپلو اولادونو ته نسته کوچنیان باید داسې وروزئ !

اول: د کوچنیانو د خوښي خواړه  ورکړو، او هغو ته د بیلابیلو لوبو ښودل 

دوهم: کوچنیان نظافت وساتو

دریم : د شپې په مناست وخت خوراک ورکول او په وخت سره ویده کول

څلورم : کوچنیان د خوب څخه د مخه باید مور یا پلار هغوي سره لاړ سې چې غاښوونه برس کړې او د خوب تر کټ ورسول سې .

پنځم :سهر باید تر ښوونځیه ورسول سي او یو ځل بیا باید والدین پسې ورسې کوچنیان تر کوره راولې.

شپږم : د رخصتیو په ورځو کې موږ او تاسو باید کوچنیان هیڅکله یوازې پرینږدو باید موږ بیلابیلو لوبو کیسو سره هغوئ خوښ وساتو ، سالم ګټور معلومات ورکړو او همدا رنګه هغو ته د چاپیریال د پاک ساتلو په اړه ښې لارښوونې وکړو د ماشومانو لپاره د هغو په سویه کتابونه واخلو او له منفې خبرو ډه ډه وکړو ، ځکه دا چې کوچنیانو فکرونه تازه دي هرڅه يي مغزونو کې ډير ژر ځاي نیسې نو موږ ته په کار ده د کوچنیانو راز وساتو پیغور ور نه کړو ماشومانو ته باید قناعت ورکړو ، هغوي له ډار سره مخ نه کړو ،

زما خپله ښه یادیږې ډيرئ کورنئ سته آن ما په خپلې کورنئ کې هم د کوچنیانو روزنې ته ښه توجه نه ده سوې هیڅ منظم نه وه کله چې رالویه سوم ښه او بد مې وپيژندل نړئ او د نړئ ماشومان او د هغو مینه ګرانښت مي ولیدئ اوس نو په پوره باور سره ارمان او افسوس کوم چې موږ څومره بي مینې وګړې یو آن له چا مو یوه ښه مسکا هم ونه لیدل ، زه تاسو درنو لوستونکو ته په ډیره ساده الفاظو دا یو څو حقیقتونه مې ولیکل پوهیږم چې د کوچنیانو حقوق ډير زیات دي زه ور سره ډيره مینه لرم غواړم د دي ښایستوکو کوچنیانو لپاره تل په څیر لیکنې وکړم . 

زه له هر پلار او موره په ډيرې مهربانئ سره غوښتنه کوم دلته چې ما کومو اړینو ټکو ته رڼا اچولې درته روښانه کړې مې دي هیله کوم د اولادونو سره په بشپړه توګه دوستانه او مینه ناکې اړیکې وساتئ ترڅو د هغو په زړونو کې د راتلونکې لپاره یو درد او داغ په زړونو کې پاته نسې ، دا به مو د هیواد یو روښانه راتلونکئ معلوم کړې ، نړئ مننه او ښه راتلونکئ ولرئ!!      

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind