18.10.2018 (26.07.1397)
   دکندهار ولایت ماڼۍ برید کې جنرال رازق وژل شوی دی

تازه معلومات ښيي، د کندهار ولایت ماڼۍ کې دننه ډزې شوې او یوې سرچینې بي بي سي سره خبرو کې د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وژنه تایید کړې ده

افغانستان کې دېره بهرنیو ځواکونو ویلي، دغه پېښه کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ میلر ته زیان نه دی اوښتی. د ناټو یوه اعلامیه کې ویل شوي، دغه پېښه کې دوه امریکایان ټپیان شوي دي

بل لور ته وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه برید دوی کړی دی

رپوټونه وايي، د پېښې پر مهال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ میلر هم هلته موجود و

د کندهار میرویس روغتون یوې سرچینې په وینا دغه روغتون ته یو شمېر ټپیان وروړل شوي دي. ویل کېږي، چې پېښه کې افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو دوه سرتېري هم ژوبل شوي دي

دا لا معلومه نه ده، چې ډزې چا کړې دي. نن د کندهار ولایتي ماڼۍ کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه قومندان میلر او افغان چارواکو تر منځ غونډه وه

رپوټونه وايي، د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د مېلمنو وتلو پر مهال پېښه رامنځته شوه

راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind