14.01.2017 (25.10.1395)

د کندهار برید ؟
عبد الله
 
په کندهار کې وړمه ورځ د ولایت په میلمستون کې پرلپسې چاودنې وشوې چې ددې ولایت د چارواکو په شمول یې د مجلس ګډونوال چې د متحده عربي اماراتو د سفیر په شمول یو شمیر نور کسان هم و مړه او ژوبل کړل
دغه برید چې ډیر له اټکله لرې او په دقت طراحي شوی بلل کیږي په اړه یې بیلابیلې تبصرې کیږي. د برید په اړه ویل کیږي چې چاودیدونکي توکي د ولایت د میلمستون په کوچونو کې ایښودل شوي وو، د برید په وخت کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او دده نږدې ملګري سیدجان خاکریزوال او نور له مجلسه وتلي وو، د کندهار ولایت د امنیت مسؤلیت د رازق د کسانو په لاس کې دی. دوی د ولایت امنیت په دومره سختۍ ساتي چې د عیني شاهدانو له قوله یوازې د کندهار والي به یې ولایت ته د ننوتلو پر وخت نه تلاشي کاوو نور نو د ولایت مرستیال عبدالعلي شمسي هم له تلاشۍ څخه معاف نه و. خو له دې سره سره په دې حساس ځای، حساس وخت، مهم مجلس کې په داسې ډول برید چې د رازق کسانو ته هیڅ تلفات نه اوړي څرګندوي چې د کاسې لاندې ضرور نیم کاسه وجود لري

د کندهار برید طالبانو نه دی کړی؟
رازق ددې لپاره چې خپل کار په نورو تاوان کړي له پیښې سمدستې وروسته یې وویل چې دغه کار د ده په خبره د حقاني شبکې او پاکستان استخباراتو لخوا شوی دی. یو خو اوس په هیواد کې دا رواج جوړ شوی چې که څوک په خوب کې خپسې وډار کړ هم نو له راويښېدو وروسته سمدستي وایي چې په دې کې د پاکستان لاس دی. د رازق خبره خو له دې اړخه هم خندوونکې او دمنلو نه ده چې وایي دا کار د جلال الدین حقاني د کسانو لخوا شوی په داسې چې په تیرو پنځلسو کلونو کې هیڅوک نه شي ثابتولی چې د جلال الدین حقاني کسانو دې په کندهار ، هلمند یا په ټول جنوب غرب حوزه کې کوم برید کړی وي. کله چې هغوی له دې سیمې سره هیڅ عملیاتي شناخت او بلدتیا نلري څنګه به وکړای شي په لومړي ځل داسې امکان ناپذیره برید ترسره کړي.
بله دا چې که فرض کړو چې دا حمله طالبانو کړې، کله چې طالبان په دې توانیږي چې د ولایت تر میلمستون پورې په داسې پلان سره چاودیدونکي توکي انتقال او په کوچونو کې ځای په ځای کړي. بیا خو په دې کوچونو روزانه امریکایي جنرالان کیني، په کندهار کې د امریکایي اډې لوی پوځي او استخباراتي مشران او بهرني مشاورین روزانه د کندهار له والي سره غونډې او ملاقاتونه کوي، د ناټو، امریکا، برتانیا، کاناډا او نورو ملکونو لوی استازي همیشه کندهار ته راځي. د حکومت لوړپوړي چارواکي لکه اشرف غني، ډاکټر عبدالله، حنیف اتمر او نور کندهار ته سفر کوي او په همدې څوکیو کیني نو طالبانو دغه انفجاري مواد په هغوی ولې پټاو نکړل چې د عربي اماراتو په بې ازاره او خیریه کارکوونکو هغوی چې په کندهار کې یتیم خانه جوړوي په هغوی یې ور انفجار کړل؟ طالبانو ته ددې برید نسبت اصلا عقل نه مني.
ځکه طالبان له عربي اماراتو سره ډیر ښه روابط لري، عربي اماراتو پخوا بدون قید او شرط د طالبانو رژیم په رسمیت پیژندلی و،طالبانو ته یې د بندیزونو په وخت کې د دوبۍ له ازاد بازار څخه د هر نوع استفادې حتی د الوتکو تر رانیولو پورې فرصت مهیا کاوو،د امریکایانو له راتګ وروسته که څه هم عربي اماراتو له طالبانو رسمیت واخیست مګر څو کاله وروسته چې د عربي اماراتو یو وګړی په هلمند کې دامریکایانو له کمپ څخه وتښتېد او له طالبانو سره وصل شو، د هغې موضوع له امله ډیر زر یو ځل بیا د اماراتو او طالبانو تر منځ مخامخ اړیکي او پټ ملاقاتو پیل شول، د همدې لیدنو کتنو په نتیجه کې د طالبانو او اماراتي چارواکو ترمنځ یو ځل بیا د اعتماد فضاء رامنځته شوه. داسې ویل کیږي چې د طالبانو چارواکو بیا بیا عربي اماراتو ته سفرونه کړي او دې هیواد ورته له مختلفو جهتونو سره د ملاقاتونو زمینې برابرې کړي دي.
بله دا چې عربي امارات او څو نور اسلامي خیریه هیوادونه شاید یوازیني بهرني هیوادونو وي چې په تیرو پنځلس کلونو کې طالبانو په دوی هیڅ حمله نه ده کړې. عربي امارات په کابل، خوست او ډیرو نورو سیمو کې په ډیرو پروژو کې کار کوي مګر طالبان یې په کارونو هیڅ غرض نلري. دغه واقعیتونه دا احتمال په کلکه ردوي چې د کندهار برید دې طالبانو کړی وي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder