29.03.2019 (09.01.1398)
د کابل ـ اسلام آباد تازه کړکيچ او په سوله يې اغيز
لیکنه : خوشحال آصفي

وروسته له هغې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغان سولې او په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه مغرضانه څرګندونې وکړې؛ په مقابل کې يې افغان حکومت هم تند غبرګون وښود او په کابل کې يې د پاکستان مرستيال سفیر د احضار کولو تر څنګ له اسلام اباده هم افغان سفير کابل ته راوغوښت. عمران خان تيره ورځ ويلي چې د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې خنډونه پېښوي، ده ويلي، د افغانستان د سولې پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په دې هیواد کې بېطرفه حکومت جوړ شي.

خو افغان حکومت د عمران خان یادو څرګندونو ته تند غبرګون وښود او دا يې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله. په غبرګون کې يې په کابل کې د پاکستان مرستيال سفير احضار کړ او همداشان له اسلام اباده يې هم خپل سفير کابل ته راوغوښت. د حکومت اجرایه رييس عبدالله عبدالله هم تند غبرګون وښود او د عمران خان څرګندونو ته په ځواب کې يې وويل چې د د کابل سرنوشت په خپله افغانان ټاکي نه بل هيواد.

هاخوا د موضوع حساسيت ته په کتو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د عمران خبرو په غبرګون کې ويلي چې يواځې افغانان کولی شي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه تصمیم ونيسي. په ورته مهال په کابل کې د امريکا سفیر هم عمران ته تند غبرګون ښودلی او په کنايه توګه يې ورته ويلي چې د عمران خان د کرکټ تخنیکونه په سیاست کې نه چليږي.

دغې چارې پاکستان ډير خفه کړ او په تازه څرګندونو کې يې له اسلام اباده د افغان سفير رابلل د افغان حکومت یو عجولانه پرېکړه بللې ده. شامحمود قريشي ويلي چې عمران خان د افغانستان په کورنيو چارو کې هيڅ لاسوهنه نه کوي او دا چې افغان حکومت د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې له اسلام آباده خپل سفير غوښتلی نو دا یوه عجولانه پرېکړه ده.

اوس باور دا دی چې د کابل او اسلام اباد تازه کړکيچ به د افغان سولې روانې خبرې چې پاکستان په کې کليدي رول لري؛ تر اغيز لاندې راولي. ممکن پاکستان د دې لپاره چې افغان حکومت له اوسني دريځه راوګرځوي؛ د افغان سولې په وړاندې خنډونه پيدا کړی. خو دلته بيا د افغانستان حکومت او امریکا دواړه په ګډه د افغان سولې د بریا لپاره داسې ګډ دريځ ونيسي چې پر اساس د افغان سولې په اړه د پاکستان د هر ډول خنډ رامنځته کولو مخنيوی وکړي.

د عمران خان هدف څه و؟

عمران خان دوه هدفه درلودل. يو دا چې له افغان حکومت په ځانګړي ‌ډول له اشرف غني څخه غچ واخلي چې د نوموړي په حکومت کې پاکستان تر بل هر وخت ډیر له سياسي انزوا سره مخ شوی، نړيوال فشارونه پرې زيات شوي او افغانستان اوس هغسې د پخوا په شان د پاکستاني توکو لپاره بازار نه دی پاتې. اوس د دې لپاره چې په راتلونکې دوره کې د اشرف غني له ولسمشر کيدو مخنيوی وکړي؛ عمران خان د فرصت څخه په استفادې د موقت حکومت وړانديز وکړ.

دويم دا چې عمران خان غوښتل د څو لسيزو پخواني افغان موقت حکومت په شان په افغانستان کې يو ځل بيا داسې موقت حکومت رامنځته کړي چې بيا هم د پاکستان ګټو ته وفادار وي او يو ځل بيا افغانستان څو لسيزو پخوانیو کورنیو جنګونو ته ولاړ شي. خو له نیکه مرغه چې د عمران خبرو ته د افغان حکومت په تند غبرګون سره د دغې لوبې ترسره کيدو چانس راکم کړ.

اوس څه بايد وشي؟

د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او امریکا دواړو دريځ يو دی او باید دواړه په ګډه په دغه پروسه کې د پاکستان د هر ډول مداخلې مخنيوی وکړي. کابل او واشنګټن بايد پرېنږدي چې پاکستان د سولې روانې خبرې بندې يا له خنډ سره مخ کړي، ځکه د سولې خبرو درول او يا يې پر وړاندې خنډ رامنځته کول نه يواځې د افغان حکومت په زيان دي بلکې د امريکا متحده ایالتونو هڅو ته هم چې غواړي افغان جګړې ته د پای ټکی کيږدي؛ زیان اړوي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Montag, 01. April 2019 16:43)

    آصفي صاحب دي په ګلانو کي وي او زموږ درانه سلامونه دي ورورسیږي. موږ ته د افغان حکومت پالیسي او دریځ سم نه رامعلومیږي. یو وار پاکستان ته ورځغلي چي زموږ په داخلي چارو کي مداخله وکړه، د وسلوال اپوزیسیون سره مو صلحه راوکړه. د صلحي کیلي د پاکستان سره ده، کله بیا پیشنهاد ورته کوي چي ۱۶ جنوبي ولایتونه درپریږدم خو د فغانستان د جګړې په ختمولو کي راسره مرسته وکړه. عمران خان که څه هم د پاکستان وزیر اعظم دی خو دا یو حقیقت دی چي دی یو قبایلي پښتون هم دی. که دی د افغانستان د ۷۵٪ پښتون نفوس سره خواخوږي لري دا کومه عجیبه خبره نه ده. هغه د دې خواخوږي په خاطر زموږ د دوو لیونیانو په خبره لبیک ووایه او د صلحي لپاره یې ریښتني هڅي پیل کړې کله چي ګوري چي افغان جګړه د افغان حکومت سر درد ده او دی عندالله مرسته ورسره کوي او خپله افغان حکومت خاشې پکښي ماتوي نو طبعي خبره ده چي بشري عاطفه او احساس کله کله غلبه پر وکړي او سپین ترخه رښتیا ورڅخه وویل سي کومه ګناه نه ده. افغان حکومت باید نور پر ځان تپل سوي فکري نظربندي څخه ځان خلاص کړي او حقایقو ته غاړه کښیږدي. عمران خان ډیر سنګین سړی دی هیڅ کله په خپل سر د افغانستان په چارو کي مداخله نه کوي. امریکا او افغان حکومت د مرستي دعوتونه ورکوي. او بل افغان حکومت د چا په وړاندي ځان مسئول بولي؟ نه یې د خدای فرمان ته غاړه ایښې ده، نه یې د افغانانو پر سرنا غوږ نیولی دی. که د خلیلزاد یوه خبره د دوئ د طبیعت خلاف وي خوله یې وراچولې ده. که یې تمویل کونکي په درغلیو تورنوي وایي چي دا درواغ وایي. وچه کلکه لوچګي یې را اخیستې ده. که د سړي زامن نه سي آخر به یې پایله داسي وي لکه د نجیب و رباني حکومت افغانان +ټوله نړۍ به یې وسله وال مخالفت تقویه کوي او کابل به یوځل بیا د بخار دیګ سي. آصفي صاحب، بیداره اوسه که داسي حالات راسي باید دوې پښې خپلي او دوې پور کړې او ترو ځان تر میدان وردګ ها خوا ته واړوې چي په دې ټک و ټوک کي خوږ نه سې پر موږ خو ګران یې بد مو نه دي درباندي پیرزو

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind