02.01.2016 (13.10.1395)

د ښاغلی م.انور اڅړ د وروستۍ لیکنی په هکله یوه لنډه یادونه
غ.حضرت

ما څو ورځی د ښاغلی اڅړ د یوې مفصلی لیکنی( اتلان پېژنی) په هکله یو وړوکی او په حقیقت سمبال نظر وړاندی کړ خو ښاغلی اڅړ ددې پر ځای چه ماته ئې په نرمه او نره توګه یو قناعت بخښونکی ځواب لیکلی وای، یوه ترخه څرګندونه تر سره کړه.

که څه هم ما د هغه څخه د یو با استعداده لیکونکی په توګه د یو مناسب ځواب هیله درلوده خو دهغه احساساتی او ګُنګ ځواب زه له هغه څخه ګیله من کړم او دا می له ځان سره ومنله چه زموږ ځینی باسواده هیوادوال بیاهم د همهغه پخوانی فکری سرحد وسله وال! ساتونکی دی او نه غواړی ومنی چه ځینی عقیدوی او فکری سرحدونه کلونه کلونه مخکی وران شوی وه او پردې ورانو سرحدونو عسکری فکری خدمت ځان تېروتنه ده،  البته دا خاموشه ګیله می هغه وخت نوره هم زیږه شوه چه پوه شوم ښاغلی اڅړ شاعر هم دی.

موږ د کوڅې د دوکاندار او نانوای او موچی څخه اورېدلی دی چه د شاعر او هنرمند حوصله او زغم باید چوڼۍ غوندی لویه وی، داچه ښاغلی اڅړ ولی د زما د لنډی تبصرې په وړاندی د زغم هغه هم پښتنی زغم او حوصلې څخه کار نه واخیست، زه نه پوهېږم.

امّا را به شو د ښاغلی اڅړ د وروستۍ لیکنی د نقد په هکله:

مخکی لدې چه پدې هکله څه ولیکم، باید عرض کړم، لکه څنګه چه نن سبا هر څوک ځان توریالی او زړه ور بولی نو د همدې تریخ یا خوږ ذهنیت په سیوری کی، بیا هم ښاغلی اڅړ ته د هرډول غبرګون حق ور خپل دی.

ما څو کاله مخکی په کوم سایټ کی یوه لیکنه ولوستله چه په هغې کی همدا  د ملی سرود د شعر په هکله، د ګیلې نه یوه ډکه لیکنه خپره شوې وه چه په هغې کی پر جهانی صاحب تور لګېدلی ؤ چه پخپله شعری آشپزی کی ئې د کوم بل چا د انګوری باغ د وچی غورې څخه ګټه پورته کړېدی ( ګټه پورته کړېده، کله چه کوم منګی او سړوبئ مات او څو ټوټې شی نو په ډیپلوماتیکی ژبه داسی وائی چه منګی یا سړوبئ فعلاً پر څو ټوټو ووېشل شو).

د لیکنی د لیکوال نوم می یاد ته نه راځی او دا هم یاد ته نه راځی چه دا لیکنه خپله د مدعی لخوا لیکلې شوې وه او که د هغه د کوم خواخوږی لخوا خو دومره می پیاد دی چه په لیکنه کی د جهانی صاحب لخوا د ملی سرود د جوړښت په اندامولو کی د کوم بل چا د  جملو د اندامونو د غلا تور لګېدلی ؤ.

په هر حال ، زه به د ښاغلی اڅړ یا خپل ځان په اجازه د نوموړی د وروستۍ لیکنی په هکله څو ټکی ګرانو لوستونکو ته وړاندی کړم.

لومړی ټکی:تر هغه ځایه چه هر انسان د روان شناسی د علم د درلولو څخه لږ او ډېر برخمن دی، زه به په ډېر ډاډ دا جرئت ولرم چه ووایم د ښاغلی صبور سیاه سنګ د موضوع څېړل ددې مطلب او غوښتنی لپاره یوه بهانه شوه چه ښاغلی اڅړ خپله پخوانۍ ادعا په یوه علمی او موجه چوکاټ کی مطرح کاندی، که داسی نه وای نو ښاغلی اڅړ همدا د ملی سرود د سرګذشت په زړه پوری کیسه ولی پخوا تر دې نه مطرح کول په ځانګړی توګه، زما دا ګمان او ظن هغه وخت نور هم زور اخلی کله چه وینم ښاغلی اڅړ د خپلی لیکنی په پایله کی دې ټکی ته په صراحت یا اشاره هیڅ ګوته نده نیولې چه ګواکی د خپلی لومړنۍ ادعا څخه پر شا شویدی یعنی خپله څو کلنۍ پخوانۍ ادعا ئې نده نفی کړی کومه چه  د ملی سرود د شعر د جملو د امېل څخه ئې غټی ملغلری د کوم بل چا لخوا غلا شوی وی یا غلا شویدی.

دوهم ټکی:شاید ښاغلی اڅړ یا جهانی صاحب زما ددې ذوق د بیان په هکله ووائی چه( تر دې می جار چه خوښ دي دی که نه) خو د ذوق درلودنه او د ذوق بیان یو آزاد انتخاب دی، بناً بېله کومی وړوکی ملاحظې ویلای شم چه د ښاغلی اڅړ شعر ( ملی سرود) په ادبی لحاظ د جهانی صاحب تر شعر پوخ او ښکلی ښکاری.

دریم ټکی:دا ټکی لږ غوندی حساس او پېچلی او د پاملرنی وړ دی:

ښاغلی اڅړ د ملی سرود د انتخاب د کمیسیون په هکله یو لنډ او په زړه پوری معلومات د خپلی لیکنی په ترڅ کی وړاندی کړیدی (چه البته زه او یا زموږ ډېر ګران وطنوال له هغه نه بې خبره ؤ) او د کوم بل چا له خولې او یا خپله د نژدې درک او احساس له درکه لیکلی دی چه د ملی سرود د شعر د ابداع کوونکو تر منځ د انتخاب پر سر، ډېری ناندرۍ را منځته شوې.  زما په ګمان ددې چنو معنی داده چه د انتخاب پر سر د شاعرانو په منځ کی بدنیتی او خفګان او( مکوه ایله که) سړه او پټه جګړه را منځته شوه.غواړم دا مطلب ښه سره وشاربم.

موږ د لویو شاعرانو له خولې څخه دا ډول ښکلی آوازونه اوریدلی دی:

د توری شرنګ

د قلم شرنګ

د عشق شرنګ

خو د شعر د مدعیانو څخه مو دا آوزونه تر غوږو شوه:

د جیب شرنګ

د قدرت شرنګ

د شهرت جنګ
د ورو وژنی شرنګ
 د افتراق او جدائی شرنګ

د وطن د حب شرنګ( بېله دې چه د وطن پر تعریف ایمان ولری)

زموږ هغه ګران شاعران چه خپل د ملی سرود شعرونه ئی مربوط دفتر ته د انتخاب لپاره لېږلی وه، شاید هر یوه ئې په لس ګونو غزلونه او قصیدې او رباعیات د وطن د دښمنانو او نفسانی تمایلاتو او قومی او ملی نفاق اچونو او نورو منفی او ناخوښه اخلاقو او صفاتو د غندنی پخاطر تر خپلی مبارکی خولې را ایستلی یا د ماشومانو خبره را باسلی وی خو کله چه خپله د یو شاعر پتوګه د یو عملی آزموینی ډګر ته ور داخل شوه، د شهرت شرنګ ئې د پند او نصیحت او قربانۍ د توصیو پاک سندان، د زنګ سره مخامخ کړ یعنی د خیال او خال او بال او ټال او قال او فال او مال او دال او جال او وصال سپینه لمنه ئې د ضالّ په منګلو کی ورکړه او خپل روستم زال ( شعری روحیه) ئې د نفسانیت جنرال ته لاس تړلی پلاس ورکړ.

که ملی سرود د ملی روحیاتو د خوځښت سبب ګرځی( چه شاید همداسی وی) زموږ د ؤلس، د ملی سرود خوږ متن پکار دی نه د هغه جوړوونکی.لکه څرنګه چه د یو ښار  ښاریان د ښار د ښاروال کار او صداقت او تلاښ ته سترګی په لیاره دی نه د هغه وزن او قد او د سدرۍ د جیب ژوروالی او بروالی او د کمیس د بارچاک څرنګوالی ته.

بناً دا سمه ده چه د شعر ویل د هر چا خپله شخصی سلیقه او انتخاب دی هیڅ څوک ئې د مخنیوی حق نلری خو خبره داده چه شعر ویل یو ډېر دروند رسالت دی چه د یو ډېر دروند ښایست او ګاڼې او آرایش مقتضی دی.شاعر باید د انسانی فطرت قوانینو ته وفادار یو شخص اوسی،  فطری قوانین تغیر نا پذیر دی، نو هغه شاعر به همیشه بریالی وی او همیشه به " شاعر" وی کوم چه د فطرت له بام څخه د غولی اوسیدونکو ته ږغیږی.

هغه څوک چه پر بام د اوسېدنی همیشنی توان لری هغوی د " موسم" نه پخلا کېدونکی حریفان او رقیبان دی او "موسم" هم همیشه د هغوی په وړاندی د ماتی اعتراف کړیدی ،خو هغه څوک چه لاندی په غولی کی میشت او د "شعر" دعوه کوی هغوی " موسم" ته تسلیم خلګ دی ، یعنی کله چه باران یا واوره واورېږی او یا تُند باد او ګرمی او ساړه شی نو د غولی خلک په کوټه ننوځی. د سټالین او هټلر او مارکسیزم او فاشیسم او نازیزم  او انارشیزم او راسیزم او صدام او قذافی او ضیاء الحق او د ثور د اوومی او اتمی د سردمدارانو ثنا ویونکی  شاعران ټول د "موسم" په ذکامی ویروس مبتلاء شاعران دی.

اوسنی اکثره شاعران ادعا لری چه افکار او ژبه ئې د خلګو د دردونو ښکارندوی دی خو لدې پوښتنی له ځواب نه تېښته لری چه ووائی ددې دردونو د تفسیر د څرنګوالی صلاحیت چا ور بخښلی دی؟

هر هیوادوال حق او صلاحیت او حتی مکلفیت لری چه د خپلو وطنی وړونو او خویندو د دردونو او فریادونو ښکارندوی او د دردونو او غمونو په لیری کولو کی ستره ونډه ولری خو د هنر تر نوم لاندی د خپلو پټو او مرموزو افکارو د لیلام حق نلری هغه هم د دردونو د بیان په بهانه.البته د خال او خیال او شراب او رباب او یار او اغیار په اړه هر څه چه وغواړی تر سره کولای شی خو ټولنیزی ستونزی باید په صادقانه او غیر خائنانه توګه بیان او وڅیړل شی.

څلورم ټکی: دا چه د ټولنی او ؤلس غړی پخپل ملی سرود کی د الاهواکبر د کلمې د کارولو ملاتړ کوی یا نه بېله خبره ده خو دا هم مهمه ده چه هر هغه شاعر چه پخپلو شعرونو کی دا ډول کلمې د ؤلس د خوښۍ او رضائیت لپاره کاروی او د قانون د التزام پخاطر باید لږ تر لږه د ؤلس په احترام باید د زړه له کومی دې ډول درنو کلمو ته عقیده ولری چه البته زما مقصد لدې خبری کومه سپینه تورلګَونه نده بلکه مقصد می دادی چه ؤلسی شاعران باید ثقیل او نامناسب اهداف چه د وطن د تاریخ او فرهنګ سره په ټکر کی دی د هنر او شعر په پتنوس کی ؤلس ته وړاندی نکړی.

په پای کی غواړم د ښاغلی اڅړ سره د بانډار په بهانه د جهانی صاحب سره هم د زړه خواله وکړم.

ما څو میاشتی مخکی په کوم افغانی سایټ کی د لومړی ځل لپاره د جهانی صاحب یوه لیکنه چه د موسیقی د حرمت او نه حرمت په هکله لیکلې شوې وه ولوستله، که څه هم د لیکنی محتویات را ته نا آشنا نه وه خو داچه د جهانی صاحب په ګوتو لیکې شوې وه، ډېره راته په زړه پوری او ډېر ټکی ئې آموزنده وه چه البته وروسته می د هغوی ځینی نوری غیر شعری لیکنی هم ولوستلې چه د ځینو لیکلو په تناسب، زما ذهنیت هم د هغوی په وړاندی لږ غوندی تغیر وکړ او پدې عقیده یم چه نوموړی د بام او غولی تر منځ په زینو کی پائی او که لږ جرئت مندانه حرکت وکړی او بام ته وخیژی نو وبه کولای شی د خپل پراخ استعداد په مرسته د حق او حقیقت د لمر د وړانګو د تابش څخه پوره ګټه واخلی.

د ښاغلی اڅړ او نورو پیاوړو لیکونکو او شاعرانو د لا زیات بریالیتوب هیله لرم او هیله لرم چه که ښاغلی اڅړ او ده ته ورته نور برادران وغواړی د معنی او هدف په روښانه او پاکو کوڅو کی خپل ښکلی سفر ته ادامه ورکړی نو باید په ډېره مېړانه د خپل تېر فکری پیوند د نکاح سره وداع وکړی څو په پراخ زړه او روح او احساساتو د نورو ښکلاوو سره د ملاقات د امکاناتو زمینه ولری.

هیله مند یم زما لیکنه د ښاغلی اڅړ د خواشینی او خښم سبب نه شی.      

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder