24.11.2016 (04.09.1395)

د ښاغلي مطمئن نیونه؛ حکومت به د چا خوله وتړي؟!
ذاکر جلالي

د نومبر ۲۱مه ماښام مهال خواله رسنۍ کې د لیکوال او شناند، ښاغلي نظر محمد مطمئن د نیولو خبر خپور شو. دا خبر رښتیا هم ټکان‌ورکوونکی و. مطمئن صاحب یو لیکوال دی، د ده په خبره، له یوه قلم سره بحث کوي، استدلال کوي، پر هغه څه چې باور لري او ښه ورته ښکاري دفاع ترې کوي. دا د هر انسان طبیعي او مدني حق دی چې د خپلو باورونو او ارزښتونو په رڼا او دفاع کې بحث، لیکنه او په ټوله کې مبارزه وکړي. دا حق د افغانستان اساسي قانون هر افغان ته ورکړی، دا د افغان انسان بنسټیز حقونه دي. که څه هم د اوسني حکومت چارواکو سره په بحث کې پر اساسي قانون استدلال خندوونکی دی؛ ځکه د دې حکومت شتون له اساسي قانون سره په ټکر کې دی او لومړنی اقدام یې هم د اساسي قانون نقض و. هغه قانون چې دوی یوازې دې ته ساتلی، چې د سولې خبرو د مخنیوي لپاره یې بیا د «سرې کرښې» په توگه یاد کړي.

د ښاغلي مطمئن نیونه ځکه ډېره هيښوونکې او ټکان‌ورکوونکې وه، چې د داسې حکومت له خوا نیول کېږي، چې د بیان ازادي خپله تر ټولو لوړه لاسته‌راوړنه او ځان ورته ژمن بولي. په تېرو پنځلسو کلونو کې له ټولو ننگونو، ترهو او گواښونو سره سره د بیان ازادي نسبتاً پاموړ لاسته‌راوړنه گڼل کېږي. دا چې د بیان ازادي تر ډېره د چا لاسته‌راوړنه ده، امتیاز یې باید چاته ورکړو، پر دې به وروسته خبره وکړو، اوس بحث د ښاغلي د مطمئن پر نیونه رااړوم.

نظر محمد مطمئن صاحب سره هر څوک د نظر اختلاف لرلی شي، زه ځان ته هم دا حق ورکوم، چې له اتفاقونو سره خپل د اختلاف نظر حق هم خوندي وساتم؛ حکومتونه هم چې د سیاسي جهتونو او ځانگړو سیاسي تفکراتو جوړ دي، حق لري، چې ځینې مسئلې له ځانگړو زاویو وگوري، یا ځینې چارې داسې ترسره کړي چې دوی ته ښه ښکاري؛ خو حکومت هېڅکله د چا د نظربندۍ حق نه لري، حکومت باید د حکومت په څېر چلن وکړي نه د احساساتي او جنوني انسانانو په څېر. حکومت باید لږ تر لږه د یوه مخالف نظر اورېدو ججوری ولري. له ډېرو نورو لاملونو سره سره، زموږ د تېرو څه باندې درېوو لسیزو یوه ستونزه همدا وه چې په افغانستان کې داسې حکومتونه راغلل چې د زغم کچه تر صفر کښته منفي ته ولاړه او د دې رویې پایلې هم ټولې ته روښانه دي. کله چې نظر ونه ویل شي، نظریات داسې زړه کې راغونډ شي، لکه فشار، چې بالاخره د انفجار حالت رامنځ ته کړي. د فکري او نظري استبداد او اختناق هغه دوره چې د خلق و پرچم د ډلو په واکمنۍ کې افغانستان تجربه کړې، بېلگه یې تر ننه نه شو لیدی، راتلونکي کې دې خدای هغسې د اختناق او استبداد حالت بیا پر افغانستان نه راولي. که هره ډله، فکري-ایډیالوژيک اړخ واک ته رسېږي، د بیان ازادۍ ته ښايي درناوی ولري. که موږ د استبدادي رژيمونو له ترخو تجربو بیا هم درس نه اخلو، پر خپل انسانیت مو شک په کار دی!

د مطمئن صاحب نیول ټولو لیکوالو، د نظر خاوندانو او مدني فعالانو ته د خطر زنگ دی. په دې اړه اړینه ده چې  حکومت سپیناوی وکړي. کله چې حکومت قلموال نه شي زغملی، کله چې د بحث او مدني خبرو څوک نه شي تحمل کېدای، څنگه د حکومت پر هغو شعارونو باور وشي، چې سولې ته ژمن دی او هڅه کوي چې وسله‌والو مخالفینو سره د خبرو اترو ور پرانیزي او هغوی د نظام برخه کړي. دا رښتیا هم جدي اندېښنه ده چې نن له ټولو سره پیدا شوې ده. که حکومت اړین سپیناوی ونه کړي، د سولې اړوند د حکومت پر ټولو هڅو او شعارونو پوره پوره شک کېدای شي.

ښاغلي مطمئن د نومبر پر ۲۲مه  د دغې پېښې په اړه پر خپله فېسبوک پاڼه د یوه سپیناوی په سر کې لیکي «پر سر یې توره خولۍ راواغوستله، غوږونه او سترگې یې هم راته د ځانگړو الاتو په وسیله وتړل....» کله چې یو لیکوال سره د ډیموکراتیکو ارزښتونو مدعي او مسوول حکومت داسې چلن کوي، سبا به څوک پر خپل برخلیک ډاډه وي او دې وطن کې به عادي ژوند وکړي. د بیان ازادي اصل ولې یوازې حکومت د مسوولیت نه د تېښتې پر مهال یادوي. په دې وطن کې قرار او احوار دیني باورونه نقد کړل، چې د دې ټولنې تر ټولو لوړ ارزښتونه او تر ټولو جدي سرې کرښې دي... قرار واشنگټن کې اوس زموږ د ملي هویت استازی دی. مجیب رحیمي د افغانستان ملي هویت تر سوال لاندې راووست، په دې اړه یې ثبت شوي بحثونه موجود دي. نن د اجراییه ریاست ویاند دی. احمدضیا مسعود چې کله د حامد کرزي د حکومت پر مهال د محقق او دوستم په گډون د ملي جبهې اپوزیسیوني جریان مشري کوله له هغو شریرو امریکايي سناتورانو سره جرمني کې ناست و، چې زموږ د وطن د فدرالیزه کولو طرحې يې لرلې، نن د ولسمشر ځانگړی استازی دی. دوستم چې د قتلونو او جنایتونو شمېر یې له ټولو ورک دی، نن لومړی مرستیال دی!

دغو ټولو کسانو هر یوه داسې څه کړي، چې مسوول حکومتونه یې محاکمې ته راکاږي؛ خو دلته د محکمې پر ځای حاکم ته رسول کېږي. انجنیر نظر محمد مطمئن کوم داسې جرم کړی و، چې پر سر یې باید توره کڅوړه وراغوستل شوي وای، غوږونه یې وربند شوي وای او څو ساعته د ملي امنیت په بند کې ساتل شوی وای! ایا د مطمئن جرم تر دا پورتنیو ډېر جدي و. مطمئن کوم دیني-ملي ارزښت مات کړی و.

حکومت باید د خپل حیثیت د اعادې لپاره ځواب ووايي، سپيناوی وکړي، کنه د غني او شمالي کوریا د حکومتونو توپیر به سخت شي.

د بیان ازادي هم د کرزي میراث دی!

د بیان ازادي د تېرو کلونو یوه نسبتاً ښه لاسته‌راوړنه ده. پر دې نه غږېږم، چې دغه ارزښت هم څومره په منفي اړخ کې وکارول شو. خو دا ارزښت تر ډېره د بنسټونو او قانوني پولو پر ځای د یوه شخص د طبیعت او مزاج تولید و. پخوانی ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د بیان د ازادۍ ارزښت له تر ټولو مخکښو ساتندویانو گڼلی شم. دا به بې‌انصافي نه وي، چې د دغه ارزښت امتیاز د کرزي په حساب کې واچوو. د کرزي شخصیت او طبیعت د بیان د ازادۍ د اصل ساتلو لپاره ډېر جوړ و. حامد کرزي ته یې د خپلې واکمنۍ پر مهال په ارگ کې دننه او له ارگ بهر داسې ستوغې او سپينې خبرې شوي، چې ښايي بل واکمن ته به نه وي شوې. هغه څه چې کرزي زغملي که یې نیم غني یا عبدالله ته وویل شي، خدایزده څه به پېښ شي.  حامد کرزی برحاله ولسمشر و، چې د لویې جرگه په تالار کې يې لنډه‌غرو عکس راوغورځاوه او تر پښو لاندې يې کړ.

د ملي يووالي حکومت کې یو ناوړه دود دا جوړ شوی، چې کله هم د ولسي نیوکو تر فشار لاندې راشي، بیا پلمه کوي چې دا «د پخواني حکومت میراثونه دي». په دې کې شک نه شته، چې ډېر داسې څه به راغلي وي، چې مسوولیت به یې مخکېني حکومت ته ورگرځي؛ خو ډېر داسې مثبت څه هم شته، چې کریډیټ یې د تېر حکومت دي. د ملي يووالي حکومت کله هم د تېر حکومت د مثبتو ارزښتونو یادونه ونه کړه. یو له هغو ارزښتونو او میراثونو هم د بیان د ازادۍ اصل دی، چې د تېر حکومت په پرتله یې اوس وضعیت ښه نه دی. تمه خو دا وه، چې ولسمشر غني ټکنوکراټ دی، اکاډیمیک شخصیت دی، تر کرزي به د مخالف نظر اورېدو ډېر زغم  ولري؛ خو اوس چې کتل کېږي، محاسبه ناسمه راوځي. د ډاکټر غني حکومت که همداسې روان وي، راتلونکی یې هيښوونکی او وېروونکی برېښي. دغسې حکومت سره به د خپلواکو روڼ اندو او نظر خاوندانو گوزاره ستونزمنه شي. که حکومت پر خپلو دغو کړنو بیاکتنه ونه کړي، ښايي کرار کرار پرونی اکاډیمیک او ټکنوکراټ غني د یوه مستبد او غږخپوونکي واکمن په بڼه څرگند شي.

ملي يووالي حکومت د چا خوله تړي؟

دا یوازې نظر محمد مطمئن، ډاکټر فیض محمد ځلاند، وحید مژده، خیرالله شینواری، قادر ځاځی، ایوبي او څو نور نه دي چې د ملي يووالي حکومت پر سیاستونو او شته ناخوالو د نیوکې خوله پرانیزي. د ملي یووالي حکومت له راتگه که په څو قراردادونو کې هم شفافیت راغلی وي، نه شم ویلی، کنه نور خو د نظام هره برخه مخ په ځوړي روانه ده. په قراردادونو کې هم که د شفافیت خبره کېږي، له دولتي سرچینو او دولتي کارمندانونو اورېدل کېږي. کنه په ارگ کې دننه د اجمل غني په څېر ځینې بې‌مسوولیته او باصلاحیته څېرې شته، چې ویل کېږي د قراردادونو د فساد د شبکې مشري ورترغاړې ده. نور له امنیتي وضعیته نیولې تر اقتصادي او کلتوري او هویتي مسئلو کې په هره برخه کې د یوه کړکېچ وړاندوینه کېږي.

د ملي يووالي حکومت له راتگ سره کندوز دوو کلونو کې دوه ځلې سقوط کوي، د فراه، بغلان، اروزگان مرکزونه سقوط ته نژدې کېږي. د جگړې لمن ورځ تر بلې پراخېږي. د جگړې لوری ورځ تر بلې له ابهامونو سره مخ کېږي. نوې وېروونکې او افراطي ورانکارې ډلې سر راپورته کوي. ډېره وېروونکې بیا دا ده چې ویل کېږي د دغو ډلو تر شا د ملي يووالي حکومت د لوړپوړیو چارواکو لاس دی. په حکومت کې دننه دومره اختلافونه دي چې غږونو یې رسنۍ پر سر واخیستې. د اختلاف دغه غږونه نه مطمئن پورته کړي، نه مژده او ډاکټر ځلاند... دا غږونه د همدې حکومت هغو چارواکو پورته کړل چې په اصطلاح دویم او درېیم نفر گڼل کېږي. دا رسوايي دوی په خپله گډه کړه. د خلکو د دسترخوان حالت زړه بوږنوونکی دی. د سولې بهیر د ولسمشر د لنډمهاله، زیکزاکي او احساساتي سیاستونو په نتیجه کې پر داسې لوري روان دی چې اصلاً یې درک نه شي لگېدای.

په دغسې یوه وضعیت کې خو دا یوازې نظر محمد مطمئن نه دی، چې د حکومت پر سیاستونو نیوکې کوي، چې ودې نیول شي او خوله پرې وتړل شي. دا خو یوازې ډاکټر ځلاند یا څو نور ملگري نه دي چې په اصطلاح د ملي گټو خلاف څرگندونې کوي. د ډاکټر عبدالله، جنرال دوستم او احمدضیا مسعود د حکومت‌ضد دریځونو مخه به څوک نیسي. مطمئن یا ځلاند خو حداقل د نظام برخه نه دي، د اپوزیسیون له ادرسه نیوکې کوي. دا نور خو هم د همدې حکومت پر لوړو څوکیو ناست دي او هم حکومتي کړنې له خنډ سره مخ کوي. د دې خلکو مخنیوی څوک کولی شي!

د حکومت د دې ناسمې کړنې نیمه جبران داسې کېدای شي، چې د ټولو لیکوالو او نظر خاوندانو په استازیتوب له ښاغلي نظر محمد مطمئن بښنه وغواړي. ځکه دا یوازې د مطمئن سپکاوی نه دی، دا په حقیقت کې د ټولو نظر خاوندانو او د بیان د ازادۍ د اصل نقض دی. په دې اړه ټولې سترگې او غوږونه د حکومت سپیناوي ته په تمه دي. په دې هیله چې حکومت اوس دغه تېروتنه جبران کړي او د بیا لپاره داسې غلطي ونه کړي!

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder