24.06.2018 (03.04.1397)

د ډيورنډ مساله بیا راپورته کېدل؛ آیا معامله روانه ده ؟
لیکنه : خوشحال آصفي

وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د غبرګولي په ۲۹ مه نېټه د افغانستان د ملي امنيت د شورا د سلاکار محمد حنيف اتمر په مشرۍ پلاوی پاکستان ته ولاړ؛ په ټولنيزه ميډياوو کې د ځینو مغرضو کړيو لخوا د ډيورنډ فرضي کرښې اړوند يو بې بنسټه خبر لاس په لاس کيږي چې محمد حنيف اتمر په خپل سفر کې له پاکستان سره د ډيورنډ کرښه د پولې په توګه په رسميت پېژندلې ده. دا خبر د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په حواله خپور شوی دی چې وروسته په خپله د يادې ورځپاڼې لخوا رد او جعلي اعلان شو. ډان ورځپاڼې وليکل چې دوی پورې تړل شوی هغه خبر ناسم او جعلي دی چې په کې لیکل شوی چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په وروستۍ لیدنه کې ډیورنډ کرښه “په رسمیت پېژندلې ده.

دغه خبر د افغانستان د ملي امنيت شورا هم تکذيب او جعلي بللی دی او زياته کړې يې ده، د دې موضوع د روښانتيا په موخه ليکو، چې پاکستان ته د لوړ پوړي امنيتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال له ښاغلي جنرال باجوه سره نه کومه ليدنه او ملاقات شوی او نه هم د ډيورنډ د فرضي کرښې په مورد له نوموړي یا کوم بل چا سره کومه خبره شوې ده. د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د ډيورنډ د فرضي کرښې موضوع د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لري او هيڅ حکومت حق نه لري چې پر دې موضوع حتی خبرې وکړي.

اوس سره له دې چې د قضيې دواړو اړخونو ياد خبر جعلي او د دروغو بللی نو بيا ولې دغه موضوع په رسنۍ کې راپورته کيږي؟

څوک دي چې د ډيورنډ مساله راپورته کوي او په اوسني وخت کې يې له رسنيز کولو څخه هدف څه دی؟

که څه هم له پخوا راهيسې دلته په افغانستان کې  ايران ، پاکستان او ځینې نورو هېوادونو ځينې کړۍ ګمارلي چې د ډيورنډ فرضي کرښې د رسميت لپاره کار وکړي، خو په وروستيو کې چې د سولې د هڅو په نتيجه کې د ولس او حکومت تر منځ واټن راکمېدونکی دی نو دغو کړیو خپلو تخريبي هڅو ته زور ورکړی دی. دغه کړۍ د درېيو اهدافو لپاره په اوسني وخت کې د ډيورنډ مساله راپورته کړې ده.

  • د حکومت د سولې هڅو ننګول
  • د ولسمشر او د ملي امنيت د شورا سلاکار تخريبول
  • د حکومت پر ضد د خلکو غبرګون راپارول

په وروستيو څو مياشتو يا که ووايې يه وروستۍ مياشت کې چې حکومت د سولې لپاره څومره کار کړی دی؛ د افغانستان تېرو حکومتونو په تېرو شپاړسو کلونو کې هم نه دی کړی. په وروستيو مياشتو کې چې ولسمشر غني په کور دننه او د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر له هيواده د باندې د سولې لپاره څومره کارونه ترسره کړي دي؛ تېرو حکومتونو په خپلو ټولو دورو کې نه دي ترسره کړي.

ولسمشر غني په کور دننه د افغانستان د جنګ په اړه د عالمانو فتوا برابره کړه چې په دې سره یې له وسله والو طالبانو څخه په افغانستان کې د خپلې جګړې دليل او جواز واخيست. په کور دننه يې وسله والو طالبانو ته داسې وړانديزونه وکړل چې له طالبانو څخه يې د رد لپاره ځوابونه ورک کړل او همدا دليل دی چې تر اوسه طالبانو د ولسمشر غني د سولې وړانديزونو ته په خلص ډول د رد ځواب نه دی ورکړی. که ووايو چې د رد لپاره دليل نه لري نو مبالغه به مو نه وي کړي.

همدا ډول له هيواده د باندې بيا د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د سولې لپاره پراخې هڅې وکړې، په وروستيو مياشتو کې يې په همدې موخه هغه هيوادنو ته هم سفرونه وکړل چې د افغانستان په مساله کې ښکېل دي. آن تر دې چې له وسله والو طالبانو سره د اختر په درې ورځو کې د اوربند مساله هم پاکستان ته د محمد حنيف اتمر په وروستي سفر کې ياده شوې وه او پاکستان له طالبانو غوښتي و چې له افغان حکومت سره موقت اوربند وکړي.

اوس ځينې کړۍ چې په سوله کې خپل سياسي مرګ ویني او د سولې مخالفين دي نو هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو د سولې دغه هڅې وننګوي او د سولې په اړه د ولس فکر بل لور ته واړوي. دغه کړۍ اوس د ډيورنډ فرضي کرښې مساله ځکه راپورته کوي چې حساسيت او پر وړاندې يې د خلکو غبرګون زیات دی. اوس دغه کړۍ په دې خاطر چې هم د سولې هڅې وننګوي، هم ولسمشر غني د کارونو خنډ شي او هم دننه په حکومت کې د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر تخريب کړي؛ د اتمر په لاسونو د ډيورنډ کرښې د رسميت خبر ورکوي. په داسې حال کې چې اصلاً د ډيورنډ په اړوند خبرې کول آن د حکومتونو له صلاحيته هم پورته کار دی او يواځې د کرښې دواړو غاړو ته ولسونه يې د سرنوشت په اړه پرېکړه کولی شي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Dienstag, 26. Juni 2018 14:52)

    ویل کیږي چي دوه هیروینیان د غرمې په ۲ یجې د یوه مسجد مخي ته تیریدل. یوه دا بل ته وویل چي وګوره مسجد څومره تر سره لمر لاندي دئ. د لمونځ کونکو به څومره ګرمي کیږي. بل ورته وویل چي ښه وایې راځه چي د خدای تعالی کور سیوري ته برابر کړو خدای ج به صوابونه راکړي نو دواړو څپلۍ وکښلې او د مسجد دیوال ته ودریدل او د دیوال ټیل وهل یې پیل کړل څو سیوري ته یې وڅکوي. دلته چي دوئ په دې ارزښتناکه خدمت بوخت وه یو بل هیرونیني راغلئ او ددواړو څپلۍ یې غلا کړلې. دواړه هیرونیانو چي د ماښام تر لمر لویدو پوري دیوال ته لاسونه ورکړي وه نور ستړي سول او د استراحت لپاره ودریدل. یو دابل ته وایي چي ډیر سخت او شاقه خدمت مو وکړ او دا دئ اوس مو مسجد سیوري ته راورسوئ. اوس د لمر وړانګو ته نه دئ برابر. هغه بل هیرویني جواب ورکړ چي هو! ته وګوره څومره لیري منزل مو وهلئ دئ. هغه څپلئ چي مو کښلي وې هغه لا نه معلومیږي. رښتیا چي د کار د پیل د ځایه څخه ډیر لیري راوتلي یو. نو ملګرې دصلحي لپاره د اوسني حکومت دا رواني هڅې هم داغسي وبوله.تر کومه پوري چي د ډیورنډ د کرښي د ها خوا پر سیمو باندی د حنیف اتمر د معاملاتو خبري دي نو تا ته دي وویل سي چي اتمر صاحب د ډیورنډ د ها خوا د سیمو پر سرمعاملې لپاره رښتیا هم نه وو تللئ. هغه ددې لپاره تللئ وو چي د ډیورنډ ددې خوا سیمو پر سر معامله ورسره وکړي او طالبانو ته د امن سیمو د ورکولو په نوم د ډیرونډددې خوا ځیني سیمي پاکستان ته وسپاري. یاران دي خبر وي....!پوه شوې او که نه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind