دا زما وروستی انځور د پاچا زوی سره په جینواء کښې ۲۰۱۳ کال

20.06.2017 (30.03.1396)

د ډاکټر مصطفی آریامل  وړاندیز پاچا لور اندیا د موقت حکومت لپاره

محمد ایاز نوري آزادي

ټولو درنو افغانانو ته پس له سلام او خپل درنښت څخه او په اخص ډول محترم افغان شخصیت ډاکټر مصطفی آریامل صاحب، ستاسو لیکنه ۱۷ د جون د « بحران افغانستان عزیز و راه های نجات  » تر عنوان لاندې، افغان جرمن انلاین، ما ولوستله. معلومېږي، چې تاسو لکه یو افغان فرد د ګران افغانستان ننۍ غمیزې ته په یوه ژور پام او اخلاص قلم را اخستی، په یو طبي مثال او پر متحده ایالاتو د سپتمبر ۲۰۰۱ز کال د خونړي یرغل سره په پرتله او د حل لار مو په هغه خپل ملي مسوولیت خپلو خلکو او نړیوالو ته مخته کړې ده. تاسو په ۲۵ مادو کښې په حقیقت لید سره د هیواد د حاضر ډېر خواشینوونکي حال او احوال انځور بالخصوص د ۲۰۰۱ز کال د بُن د کرغېړن او فرمایشي کنفرانس را څخه تر نن پورې د کورنیو عواملو په کتنه کښې را سپړلای دئ او بیا مو د حل د لارې تر عنوان لاندې خپل وړاندیز څه داسی وړاندې کړی دئ:

« براي حل چه باید كرد:

سقوط دادن دولت توسط اعمال خشونت آمیز راه خیر و صواب نیست. وطن عزیز ما تراژیدي هاي متعدد ناشي

ازكودتا ها را متحمل شده است.

رهبري دولت در موقف نهایت حساس و سرنوشت ساز قرار دارد.

جنابان داكتر اشرف غني و عبدالله عبدالله بارها از إیثار و فداكاري هاي قواي نظامي، امنیت ملي و همه افرادي كه در

آن ساحات كار میكنند ستایش و تقدیر پرحرارت

به عمل آورده اند.

میتوانم از آن جنابان بپرسم كه نوبت به فداكاري شما چه وقت خواهد رسید؟

مردم شمارا انتخاب كردند تا براي شان خدمتگار و راستكار باشید.

مردم حق دارند كه از شما سلب اعتماد كنند و از راه هاي دیموكراتیك شما را از اریكهء قدرت بیرون اندازند.

پیش آنكه كار به آن سرحد برسد)امیدوارم كه سیرحوادث به خشونت نیانجامد(، به لحاظ خدا و وطن،

راه را براي انتقال قدرت آماده سازید و بنام رهبران فداكار ثبت تاریخ شوید.

اعلان حالت اضطراري و برگزاري انتخابات عمومي و پارلماني به أسرع وقت نیز یك راه حل دیگر خواهد بود.

راه دیگر اینكه یك رهبري را سراغ نماییم كه اكثریت قاطع مردم به او اعتماد داشته و به حیث طلیعه اتحاد،

ملت از او دعوت نماید كه كشتي طوفان زدهء مملكت را

رهبري كند.

آن شخص كه محبوب القلوب همه است عبارت از هندیه د'افغانستان دختر خجستهء اعلي حضرت غازي امان

الله خان است( امیدوارم خواب ندیده باشم ).

آرزومندیم كه ایشان از صحت و توانایى فزیكي خوب برخوردار باشند تا به التجأ ملت در وقت ضرورت لبیك گفته

بتوانند.

اگر بحران فعلي دوام یابد و شكست حضور امریكا و ناتو را محتمل گرداند، در آنصورت ناتو به رهبري امریكا

درصدد تغییر رهبریت ناكام موجودهء افغانستان خواهند شد و در حیرتم كه چه معجون دیگري به ارمغان خواهد آمد!!

در آخر باید گفت كه تا بحال، قدرت هاي بیرون مطابق به دلخواه شان براي ما رهبر تراشیدند.

حالا كارد به شاهرگ رسیده و باید یك رهبري مطابق قد و اندام وطن خویش برگزینیم.

با احترام »

محترم آریامل صاحب! تاسو خوب نه دئ لیذلای، پاچا لور اندیا جان ( د افغانستان ) زمونږ د تاریخي افغانستان یو ویاړ، زمونږ د ملت د یوه قهرمان د افغانستان د سیاسي استقلال د محصل اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان ( رح ) لور او یو ننی ژوندی واقعیت دئ. زمونږ دا ارجمند شخصیت زمونږ د ملت د وحدت لپاره یو غوره چانس او امکان کېدلای شي. یو موقت عبوري حکومت دې په ګران هیواد کښې تشکیل شي، افتخاري ریاست د دې حکومت دې د درنې اماني پاچا لور سره وي، او یو عامل اجرائیوي ګروپ یا کابینه به د بهترینو افغان کاپوهانو څخه ورسره کار پیل کړي. د وسله وال طالب د حرکت سره به اوربند اعلان شي، حالت د اضطرار به تر ټاکلې مودې پورې دوام کوي او په دوام به د ملت په خوښه او مخامخ ګډون به نور ملي وظایف مخته لاړ شی. زما د وروستی اطلاع پر بنسټ، چې تفصیل یې ما ۱۴ د جون پخپل فیسپاڼه کښې خپور او کاپي یې د حاضرې لیکنې په لاندې برخه کښې ګورئ، اغلې پاچا لور فعلاً په ګران هیواد دننه  د کابل ښار کښې استوګنه ده. پاچا لور اندیا ( د افغانستان ) یوه ښایسته او ارزښتانکه کاندیده د یوه موقت حکومت د مشرتوب لپاره کېدلای شي، قدم دې نیک وي. زه همدلته په محترم فعلي ولسمشر محمد اشرف غني صاحب دا غږ کوم، چې ستاسو په دغه فدا کاري مو د خپلې استعفاء، تاسو کوم څه له لاسه نه ورکوی، بلکه ډېر څه په لاس رواړی. دلته زمونږ د ملت د ژغورلو عظیمه مسله مطرح ده او زمونږ افغانان فکر پرې بوخت دئ او بحث پرې کوو، بناً د هر مسوول او وطنپال افغان دنده ده، چې موضوع سره په یوه ملي اخلاص، ملي مسوولیت او سرښندنې چلند وکړي.

 

زما لیکونکي د فیسبوک پاڼې څخه کاپي

 

محمد ایاز نوري آزادي

۱۴/۰۶/۲۰۱۷

 

درنو افغانانو، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

« یو اماني خبر »

د معمول سره سم مې لکه یو ملي مکلفیت د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رح یواځيني ژوندي زوی ډاکټر صاحب احسان الله خان ( دافغانستان ) حضور ته د هغه کور د سویسزرلند د جینوا ښار ته فون وکړ، چې احوال یې واخلم. پخواء به د درانه پاچا زوی او زما داسی معمول وه، چې ما به تر دریو یا څلورو زنګونو پورې صبر کاوه، د نه ځواب په صورت کښې به ما مودبانه فون قطع کاوه، او بیا به والاحضرت زما د فون نمبر د لیدو څخه بېرته ماته فون ک...اوه. دا وار نه چا فون واخیست او نه جناب بیرته فون وکړ، تشویش مې زیاد شو. په تعقیب مې پاچا لور اندیا صاحبې ته روم د ایټالیا ته فون وکړ، هلته هم چا د فون ځواب رانکړ، تشویش مې لا ډېر شو. بیا مې پاچا لور ناجیه جان ته د ترکیې استانبول ته فون وکړ. له نیکمرغه کشرې اماني پاچا لور سره مې خبرې وشوې. هغې وفرمائیل، زما ورور احسان جان خو په روغتون کښې بستري شوی دئ ،  د سا باسلو په سیستم کښې لږ ستونځه لري او د موظف طبیب توصیه دا ده، چې هغه باید روغتون کښې تر کنترول لاندې وي او خور مې اندیا جان هیواد افغانستان ته تللې او اوس د کابل ښار کښې استوګنه ده. بیا مې زړه دومره تسلي شو، چې ګران پاچا زوی ژوندی دئ. جناب احسان الله خان په کال ۱۳۰۶ هجري لمریز کال د کابل په شاهي ارګ کښې زېږېدلای دئ او اوس پوره ۹۰ کلن دئ...!! د روغ صورت دعا به ورته وکړو.

 

د موقت حکومت لپاره د غازي لور اندیا د افغانستان اجرائیوي تیم څه داسی درښئیم:  

 

۱- محمد ظریف امینیار

۲- خوشحال آصفي

۳- نیک محمد کامراني

۴- حبیب الله رفیع

۵- محمد صدیق نورزوی

۶- محمد انور آڅړ

۷- رمضان بشر دوست

۸- سید مسعود د کابل پوهنتون استاذ

۹- فیض محمد ځلاند

۱۰- مصطفی آریام

په مینه او درنښت

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder