ډاکټر ځیرکیار

د ځـیـرکیار کتاب کابل کې ضـبط شـو

د ناپوهۍ تیارې او د  پـرمختـګ  ډیـوې د  افغاني کلتور په چوکاټ کې:
د کتاب نوم:
له عبد  الرحمن خان نه ترا شرف غني احمدزی ۱۸۸۰ تر ۲۰۱۵ 

ډاکتر  رحمت  ربی ځـیـرکـیار

zirakyar1234@yahoo.com

January 16, 2017

زما  پاسنی کتاب نږدې  شل ورځې وړاندې په  نږدې ۸۰۰  مخونو کې چاپ شوی و. خو څلور ورځې وړاندې خبر شوم  چې د  تنګ نظرۍ ، ...او\یا ناپوهۍ  له مخې  ضبط  شوی دی. یو مسلکي شخصیت ته  دغه کتاب ورکړل شوی و. ما دغه ورور سره هیڅ ډول پیژندګلويي نه لرله.   فکر  کوم چې په کومه  علمي موسسه کې مصروفیت  لري. هغه یی لومړي ۵۴ مخونه لوستلی دي. زه په خپلو لیکنو کې خپل ایمیل لیکم چې لوستونکي راسره خپل  نظر شریک کړي. پرون یی راته په ایمیل  کې  وروسته له  سلام  نه داسې لیکلي  دي:  «مبارک دې وي!  د تاریخ  په اړه  ډیر کتابونه لیکل  شوي دي،  خو ستاسې  کتاب ځینې  ځانګړنې  لري:
 (۱) ستاسو  په کتاب کې د خودغرضۍ  یا شخصي  تګلوري د ورځای کولو له اندېښنې مبرا دي؛ (۲) ټولو  تاریخي خو  هیـښوونکو  پیښو ته داسې اشاره شوې چې  لوستونکې استدلال او  فکر کولو ته مجبوروي؛
 (۳) کتاب کې هغه  ناویلې خبرې رانغښتل شوي  چې ډیـرو لیکوالانو یې له ویلو د شخصي،  حزبي، سیاسي، قومي او...وجهو ډډه کړې ده؛
 (۴) د څیـړنو د یو شاګرد  په  توګه،  د  لومړي  ځل لپاره وینم چې په مهمو هیښوونکو پـیښو باندې کار  کیــږي. که په دې قدم پل کیښودل  شي نو لرې  نه ده چې زموږ په تاریخ کې  به نوی باب پرانیسستل شي؛
 (۵) کتاب د  تاریخ سره  سیاسي پیښې هــم څیـړي، کوم ته چې د خلکـو ضرورت و  او دی؛
 (۶) کتاب د راتلونکو څـیـړنو  لپاره یو بنیادي سنـد دی چې زموږ ځوان محصلین، د افرادو او اشخاصو پرځای کولی شي د داسې مهمو پیـښو په اړه څیـړنې وکړي.

ما لا ټول  کتاب نه دی لوستلی،  یواځې ۵۴ مخونه مې یې لوستلي او اوس یی  هم  لولم  خو په ځغلند نظر مې د مطالبو لړلیک ولید او ومې غوښتل چې تاسو څخه د دې لوي کار مننه وکړم.

په خورا درنښت او مینه!.....

سلامونه  منلي ورور ....ته  وړاندې  کوم! اجازه راکوئ  چې ستاسې  بډېـره په برېــښنا پاڼو کې په همدې  شکل خپره کړم  یا کوم بل شکل؟
 ځــیرکیار

احمدالله رحمانی

د پورته لیکني په اړه زموږ نظر:
پورته لیکنه موږ ته دوه احساسه را په برخه کوي.  له یوه پلوه خواشینی او له بله پلوه خوشالی. خواشینی ځکه چي نن ورځ په هغه افغانستان کي ، چي هر ورځ ددیموکراسی او د بیان آزادي خبری کیږي او هر وګړي ته ډاډ ورکول کیږي، چي خپل نظر او فکر په ښکاره څرکند کړي ، خو بیا داسي یوګام پورته کیږي، چي دا ټول اساسات په هیڅ بدلیږي.

خوشالی ځکه، چي د ځیرکیار صاحب کتاب پر هغه پر هارونو ګوته برابره کړي ، چي داړه ماران ، د تاریخ مجرمین او د بشر دښمنان یې په ویره کي اچولي او په دې ترتیب پر خپلو د انسانیت، بشریت، افغانیت او اسلامیت پر ضد کړنو پرده غوړول غواړي . خو هغه متل پر ځای دی چي وایی » لمر په دوو ګوتو نه پټیږي«. د ځیرکیار صاحب د کتاب په مصادره کولو د جنایت کارانو کړني نه شي پټیدلای. دا کتاب که نن په مصادره کولو له سترګو لیري شي، خو له تاریخ  څخه نه شي لیري کېدای، نن که نه  سبا ته به بیا د ولس مخي ته پروت وي او د افغانستان هر وګړی به د تاریخ مجرمین محاکمه کوي.

پرون ورځ ما په کابل کي له یوه نږدي ملګری سره ، چي ارګ ته نږدي اړیکی هم لري، په دې اړه خبري کولي. خو هغه له دې کړني نه نا خبري وښودل او وعده یې وکړه، چي ډیر ژر به ځان پوه کړي، چي د ځیرکیار صاحب کتاب د چا په امر یا غوښتنه مصادره شوی او دا کړنه په کومه موخه شوې.  له بله پلوه موږ د کتاب د لاسته راوړلو هڅي پیل کړي ، چي انشا ُالله ډیر ژر به یې د »ټول افغانستان« مینه والو ته وړاندي کړو.

په ډیره مینه

احمدالله رحمانی  

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • خپلواک (Freitag, 20. Januar 2017 07:41)

    ماته بیا دا حیرانوونکی ده ، چه د هغه هیواد تپل شوی دوه سره حکومت یو مشر او زیرکیار هم لیاری او هم مکتبی دی ، څرنګه کیدی شی چه د غنی په پاچاهی کی دی د زیرکیار هغه کتاب چه ۸۰۰ پاڼو کی یی لیکلی مصادره شی په داسی حال چه هلته د کمونستی ، نشنلستی او هر ایزم او اخوانیانو کتابونه بی شمیره نشریږی او خپریږی .
    دوهم : د تاریخ کتاب کی د سیاست کارول بی معنی خبره ده ، تاریخ لیکونکی باید بی پری څوک وی او که کومه تګلیاره هم ولری مګر تاریخ یی بیطرفه او څه چه وقایع تیری شوی کماحقه ولیکی ، که نه هغه کتاب ته بیا تاریخ نه ویل کیږی د هغه کتاب د نظریاتو مجموعه او حماسه ده .
    دریم : د کتاب لیکونکی پشتو چپی نشنلست نظریات لری چه له امله یی امان الله خان غازی او اتل او امیر حبیب الله ( بچه سقاو ) خاین او مجرم . دا کار کیدی شی د شمالی ستمیانو کمونستانو او اخوانیانو د پاره د منلو وړ نه وی ، مکر ترهغوی د زیرکیار ملګری په دغه غلامه او فاسده اداره کی تر شمالی ټلوالی که زیات نه وی کم هم نه دی بیا هغه کتاب که په پشتو وی هغوی د پښتو کتابو د ویلو سره علاقه هم نه لری حتی که قران به پشتو لیکل شوی یی نه یی لولی نو د دغه کتاب له لوستلو به هم ناخبره پاتی شوی ، نو بیا د دوی کتاب چا او به څه خبره مصادره کړو.
    څلورم : دا هم کیدی شی چه زیرکییار د دی کتاب د اهمیت او وزن د لوړوالی د پاره دا اوازه خبره کړی بیا به وروسته ولیکی چه د هغی بله کاپی می هیواد ته ولیږله او د ملګرو په زور له مصادری وژغورل شو نو هغه به یی دوهم ځل د اهمیت زیاتول وی او ډیر خلک به یی رانیسی او ولولی
    اوسنی نړی له هر دول فتنو او ګډوډیو ډکه ده او به ځانګړی هغوی چه له خدای ویره څه چه په الله عقیده نه لری .هم د افغانستان دننه په هیواد کی او هم زیرکیار صاحب خپله راته په دی کار کی رښتونی نه معلومیږی .
    پنځم : د رحمانی صاحب ، د دموکراسی یادوی خو راته بلکل خندا راوستله ، رحمانی صاحب وایی چه هیواد کی دموکراسی ده زه وایم چه دا خو د دغه دموکراسی د شتون برکت دی په هیواد کی د ټول فساد او بدمرغیو ځاله دموکراسی ده مننه

  • A. Halim Hakimi (Samstag, 21. Januar 2017 01:33)

    Following Dr. Zerakyaar trend of thought and writings for a long time and can't help but noticing elements of self promotion and hints of readiness for availability.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder