02.02.2019 (13.11.1397)

د پنجابي پوځ د وحشت انتها!
اېمل پیاوړی

د پاکستان او پنجاب د نوم په اورېدو سره ناببره د وحشت، ظلم او ستم صحنه د سړي په ذهن کې انځور شي او بیا د پنجابي پوځ یادونه چې ورسره وشي، نو د دغه وحشت د انتها له امله د سړي غوني زیږه شي، ځکه د پنجاب پوځ په افغانستان او قبایلي سیمو کې داسې ظلمونه او وحشتونه ترسره کړي او لا یې هم ترسره کوي چې د بشر تاریخ یې په یادولو شرمېږي.

په دې ورځو کې یوې وزیرستانۍ مور د پنجاب د وحشي پوځ له وحشتونو پرده پورته کړې او د هغې انځور په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس ګرځي. دا د یوې وزیرستانۍ عمر خوړلې مور انځور دی. د بې وزلۍ او ناچارۍ نښې یې له څېرې له ورایه ښکاري، خو د هغې له څېرې ډېر پام د هغې په ګوتو کې نیولي کاغذ ته ور اوړي.

دا یوه نالوستې مور ده چې په انځور کې یې په دوه ګوتو کې د کتابچې د پرې شوې پاڼې یوه برخه نیولې. په دغه ټوټه کاغذ د شنه قلم کرښې څنګ په څنګ کش شوې دي، کرښې دومره زیاتې او سره نږدې دي چې په سختۍ شمېرل کېږي او بیا چې د دغو کرښو په فلسفه او شالید خبر شې، نو په سترګو دې توره څپه راشي او د هغو د شمېرلو سېک درنه واخلي.

ځکه دا هره کرښه دې سترګو ته یو تورمخی او وحشي پنجابی پوځي ودروي. هغه پنجابی چې د همدغې بې وزلې مور د کور او ستر حریم یې مات کړی، د هغې د وقار او عزت کورته ور دننه شوی او په ټول وحشت یې د یو پښتانه په کور کې د تورسرو پر وړاندې داسې بې ستري کړې چې قلم یې په یادولو او لیکلو شرمېږي

تر ټولو بده لا دا چې دغه بې ستري یو ځل او دوه ځله نه، بلکې په ځلونو تکرار شوې، دومره زیاته تکرار شوې چې د شمېرلو سېک یې هم د انسان له وسه وتلې خبره ده. دا د پښتون سرنوشت دی او دا د پنجاب د وحشي پوځ روزنه او ترحم دی.

دغې مور په دې پار دغه کرښې په کاغذ کش کړي چې ګوندې په دا دومره پښتنو کې به اخر یو څوک پیدا شي چې د دې کورنۍ ته د اوښتې بې ناموسۍ پوښتنه د پنجاب له رذیل پوځ څخه وکړي. د دې مور په ګوتو کې کوچنی کاغذ موږ ټولو ته د هغې د مظلومیت تابلو ده. هغه موږ ته پېغور راکوي او وایي چې که ننګ او غیرت لرئ، نو ومې ګټئ.

مګر د تور پنجاب او پاکستان له لوري د پښتانه پر وجود د جنګ بل شوي اور پښتون دومره کمزوری او بې سېکه کړی دی چې اوس د دغه ډول وحشتونو او بې ستریو پر وړاندې هم نشي ودرېدی.

وحشي طالب لاهم د پنجاب او پاکستان په نیابت جګړه کوي. طالب د همغه چا څخه د پښتون وژنې امر او اجازه اخلي چې د یوې پښتنې مور د بې سترۍ لامل شوی دی. پاکستان باید نور له دغه وحشته لاس واخلي او پښتون هم باید د غفلت او جهالت له خوب څخه را بیدا شي او د خپل حق او ځان پوښتنه وکړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • مجاهد (Sonntag, 03. Februar 2019 17:47)

    د اشغلګر په ناولتیاوو او پاتی شوونو پیاوړی شوی . د فاحشو په شان خپله ناولتیا او خپل لونډان هم په نورو وراجوی .
    ستاسی د پاسه خو د امریکا په مشری ۵۰ لونډان شپه او ورځ چه څه یی خوښه وی هغه ترسره کوی قضایی مصونیت مو د غلامی تړون د لاسلیک کولو وخت کی ورته ورکړی چه په سر یی ودریږی د شکایت حق هم نه لری ، هر یو مو د بچیانو شنی سترګی او سره ویښتان توروی چه خلک یی ونه وینی .
    بیا هم تاسی میړنو او ویاړلو طالبانو ته وحشی وایاست ؟ په دی وحشیان دی چه ستاسی د ډالرو بهیر بندوی او که به دی وحشیان دی چه ستاسی فاسده ، ناوړه او غاصبه غلامه اداره چپه کوی .
    هغه شپی تیری شوی چه چرګو به مو د سروزرو هګي اچولی طالبانو دی هیواد ته یو ځل بیا د لویو قدرتو د هدیری لقب او ویاړنه وګټله ستاسی شمار ورځی پاتی دی ښه به دا وی چه د بادارانو سره یوځای او یا د هغو هم د مخه ووځی او د افغانانو هیواد افغانانو ته پریږدی

  • مجاهد (Sonntag, 03. Februar 2019 17:57)

    ایمل تړلی صاحب سلامونه می ومنه
    د پاکستان په غلامی کی شک نشته له موره غلام زیږیدلی مګر ستاسی په شان خام نه پوخ غلام دی که خپل خلک د انګریزانو د پاره استثماروی خو له همدی غلامی یی د خپل اولس دپاره څه ناڅه لاسته راوړنی هم لری .
    تاسی د پاکستان دیوی مجبور مور یادونه کړی مګر په افغانستان څه چه په همدی کابل کی خپل امریکایی ضد مرمی کروزر ګاړی له ځانه سره واخله غم مه کوه تیل ، مرمی او ډالر هم د اشغالګرودی په دی ژمی کی همدغه د ارګ شاوخوا لویو سرکونو کی وګوره چه څومره میرمنی د کوچنی بچیانو سره خیرات ټولوی پشی لاسونه او مخونه یی له سړو شنه شوی د یوه ع او غ په بیلونو ډالرو دغه ټول سوالګر نه یواځی مړیږی بلکه کور او ښه ژوند جوړولی شی
    غلام پیاوړی صاحب د پنجابی غم کوی د ارګ او سپیدار د ایچړاګانو یادونه ولی نه کوی چه په یوه دریشی یی د کابل خواران مړیدلی شی ،
    د غلامی د زرو کلو عمر که څه هم په ارګ کی وی د خپلواکی د یوی ګړی عمر ډیر شرف لری که څه هم په زولنو او زندانو کی وی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind