سباوون یحی

21.10.2017 (29.07.1396)
د پاک انرژي د یوی نوی سرچینې پیدایښ
لیکوال: سباوون یحی

څیړونکو د اوبړي (الجی) څخه د بریښنا د انرژي تولید لاره مونلی ده. شینی اوبړی یا سیانوبکتریا په هر ځای کې په ډیره پیمانه پیداکیږی. به دې ورستیوکې داسی د انرژي حجرې جوړشوی دی چی کولی شي د اوبړي یا سیانوباکتریا په کارولو بریښنا تولید کړی.

د ځمکی تودوخی موضوع د ارزښت په پاملرنه سره او د نړی مشرانو ورستی غونډه په فرانسی کې د اقلیم بدلون او ځمکی تودوخی په اړه داسی ښکاری په راتلونکي کې د ځمکی تودوخی کنترول د ساینس پوهانو او هیوادونو یو له لویو ننګونو څخه وی.

ماهرین وایي د دی پیړۍ تر پایه مونږ باید د کاروبونی سونګ توکو کارول خورا کمی کچه ته ورسوو. دې هدف ته د رسیدو لپاره د فسیلی سونګ توکو تکیه باید خپل تیټ مقدار ته ورسیږي. خو پوښتنه دا ده چي کوم سونګ به د هغه بدیل شی؟ د کونکوردیا پوهنتون څیړونکو په مونټریال کې د دې پوښتنی لپاره ځواب موندلې دي، او هغه دي شینی اوبړي یا سیانوباکتریا. د ټیکنالوژی مجلی په خپور شوي راپور کې راغلی، د څیړونکو یوه ډله چی پروفیسور موتوکوماران پاکرسامی (Muthukumaran Packirisamy) مشری کوي د خپل نوښت داسی تشریح کوي: د انرژي حجره چی کولی شي د اوبړيو (الجی) له فوتوسنتیز او تنفس څخه بریښنا انرژي تولید کړي. پاکر سامی پدي اړه وایي:

دواړه پروسې فوتوسنتیز او تنفس د الکترونو زنځیرو د بیا میشتیدو پر بنسټ دي. د اوبړي (الجی) د خوشی شوو الکترونو نیولو سره د فوتوسنتیز او تنفس په وخت کې مونږ کولي شو چي د دغي نباتاتو بریښنا انرژي چي په طبیعی توګه یي تولیدوی وکارو.

شاید پوښتنه وکړي چي ولی شینی اوبړي (الجی)؟ ځواب دا دي چي دغه نبات په هر ځای کي پیداکیږي. شینی اوبړي د سیانوباکتریا په نوم هم پیژندل کیږي. دغه اوبړي (الجی) تر ټولو سوکاله مایکروارګانیزمونو څخه د ځمکی په سر دي. دوی په پراخه کچه د دغی جغرافي په اوږدوکی کي استوګن ځای لری او د تل لپاره به شتون هم ولری. د ځمکی په سر ټول نباتات او لومړنی حیوانات خپل په جوړښت کي سیانوباکتریا پوری تړاو لري ځکه سیانوباکتریا اکسیجن جوړوي د لا زیاتو شکوفایی لپاره لاره هواروی او د نوی جوړښتنو پیداینه چمتو کوي. پاکر سامی پدي اړه وایي:

مونږ د یو بهیر څخه په ګته اخیستو چی د ځمکی کرهی په ټوله برخه کي پیښږی یو داسی نوی او پراخکیدونکی ټیکنالوژی جوړ کړی دي چی کولی شي د ارزانه میتودونو پیدایښ سره د پرته له کاربن د انرژي په تولید کی لارښونه وکړی. البته دغه نوښت لا تر اوسه د خپل جوړښت په لومړی ګامونو کی دي او لا تر اوسه د سوداګری او صنعتی کچی پراختیا لپاره دغه ټیکنالوژی اوږده لاره مخکی لری.

په دی وروستیو کې فوتوسنتیزی انرژي حجرې په واړه کچه چمتو شوی دی او دغه حجرې د انود، کتود او یوه د پروتونو تبادله پردې څخه جوړ شوی دی. سیانوباکتریاوی یا شینی اوبړي هم د یو بل بکس په اندر کې ځای په ځای کیږي. سیانوباکتریاوی د فوتوسنتیز له پیل سره الکترونه د الکترود سطح خواته آزادوي. یو بهرنۍ جریان هم له ماشین سره تړل کیږي تر څو الکترونونه بهر خواته وباسی او هغه د ځواک تولید لپاره وکاروی. څرنګه چې پاکر سامی او دهغه ګروپ د دې پروژې پراخول په حال کي دي هغه هیله لري چی کوچینی فوتوسنتیزی انرژي حجرۍ به ډیر ژر په مختلف کاریالونو کی لکه ګرځڼده تلیفونونه او کمپیوټرونو کی وکارول شی. شاید یوه ورځ راورسیږی چی د نړی ټول لازمه بریښنا دغه حجرې چمتو کړی.          

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder