09.02.2018 (20.11.1396)
د پاکستان د زور پالیسي عملاً ناکامه ده
اېمل پیاوړی

 پاکستان داسې ګڼله او لا هم داسې ګڼي چې پښتانه به د زور، جبر، فشار، محرومیت او ان وژنو له لارې د تور پنجاب غوښتنو ته تابع کړي، په تېرو څلوېښتو کالو کې پاکستان په همدې موخه د پښتنو په حق کې د هیڅ ډول ظلم، ستم او وحشت درېغ ونه کړ. ګڼ پښتانه مشران یې په یو او بل ووژل، ترور، تهدید او محروم یې کړل، خو د دې ټولو وژنو او وحشتونو باوجود پاکستان خپلې هغې موخې ته چې د کومې لپاره یې دغه جنایتونه ترسره کړل، ونه رسېد.

موږ عملاً وینو چې په پاکستان کې پنجابی ځانته په کوم حق او حیثیت قایل دی او پښتون ته په کوم حق او حیثیت قایل دی. موږ دا هم ولیدل چې په خیبر پښتونخوا کې د خدماتو وضعیت او کچه څنګه ده او په پنجاب کې څه ډول دی. حتی تر دې چې په خیبر پښتونخوا کې یوه بوجۍ اوړه که په اته نهه سوه پاکستانۍ کلدارې وو، نو په خیبر پښتونخوا کې هغه بوجۍ په درې یا څلور سوه پاکستانۍ کلدارې پلورل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د پښتنو زېرمې او منابع هم د پنجابي په انحصار او خدمت کې دي.

له دې مه واره پنجاب د پښتنو سیمې په لوی لاس له پرمختګ څخه شاته پرېښودې، هلته یې خلک یو بل ته بدبینه کړل، د دوی تر منځ یې قومي او قبیلوي مسایل راپورته کړل. لنډه دا چې پښتانه قومونه یې په لوی لاس دېته ولمسول او مجبور یې کړل چې باید یو د بل پر ضد ټوپک او وسلې ته لاس کړي او په تېرو څلوېښتو کالو کې یې د پښتنو ترمنځ ډېرې شخصي بدۍ او بدبینۍ رامنځته کړې. حتی چې په دغو وژنو یې پښتانه کمزوري نشو کړای، نو د دوی په سیمو کې یې د ترهګرو مرکزونه او پټنځایونه جوړ کړل. له همدغو مرکزونو څخه په افغانستان کې تروریستي بریدونه او وحشتونه ترسره کېږي.

پاکستان داسې ګڼله چې په دغسې محرومیتونو او بدبینو لومړی پښتون له خپل برم، زور او غروره وغورځوي. په خپلو کې په جنګولو سره یې دومره کمزوری کړي چې بالاخره د تورپنجاب هرې غوښتنې او سپارښتنې ته لاس په نامه او تابعدار ودرېږي.

په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې په پښتنو کې د قیادت د له منځه وړلو هڅې وکړې، ځکه ګڼ هغه پښتانه مشران چې د خپل قوم د هوساینې، سوکالۍ او پرمختګ لپاره یې ډېر عالي او ملي ارمانونه لرل او غوښتل یې چې له دغې لارې خپلو خلکو ته د مدني او ښه ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

پاکستان په تېرو څلوېښتو کالو کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته ګڼ پښتانه مشران او متنفذین ترور کړل. د هغوی ځایناستي یې داسې کسان وګومارل او یا یې د هغوی پرځای داسې خلکو ته د قوم د مشرۍ لپاره امکانات برابر کړل چې د خپل قوم ملي ګټو ته په پام د پاکستان د استخباراتو او پنجاب غوښتنې عملي کړي.

ډېر قومي مشران یې ووژل. په افغانستان کې هم د آی اېس آی د سیاستونو مطابق قومي مشران یا ووژل شول یا ضعیف شول او ځای یې جهادي قومندانانو او مافیایي څېرو ونیو. همدغو ظلمونو او وحشتونو بالاخره پښتانه وقهرول او وې پارول او د سوله ییزو لاریونونو په بڼه داسې حرکت راپیل شو چې د پښتنو یو ملي، مدني ځوان قیادت د راڅرګندېدو په حال کې دی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • افغان (Samstag, 10. Februar 2018 19:17)

    د هری لیکنی لیکونکی په خپل یا مستعار نوم معلوم وی حتی اداره هم ورته د سرلیکنی نوم ورکوی ، مګر پورتنی لیکنه پيریانو لیکلی
    پیرانو صاحبانو!
    په دی خبره کی شک نشته چه د پاکستان مامورین د انګریزانو مستخدمین دی مګر خلک یی که هغه هر رنګ او یا هره زپه لری زمونږ په شان مسلمانان یعنی زمونږ سره دینی ګډ مخرج لری لکه د ناتو د غړو هیوادو ګډ مخرح چه عیسویت ا یهودیت دی .هغوی په دغه ګډ مخرج دنړی د مسلمانانو د محوه یا مهارولو د پاره یوه سنګر کی قرار لری خو اسلامی نړی اسلامی هیوادونه په ځآنګړی سیمه کی لکه ایران ، پاکستان او داسی نور زمونږ سره په دشمنیو کی اچولی او په اسانه هر مسلمان هیواد جلا جلا ښکار کوی .
    د لیکنی ( پيری ماما)د پاکستان د غلامانو یادونه د مشترګ بادار ( انګریزانو ) په دستور تر سره کوی چه پرون دغه شعارونه ورته روسانو او نن انګریزانو ورته جنجره کی نغښتی په داسی حال کی چه پرون زمونږ هیواد د روسانو او نن د هماغه انګریزانو له خوا اشغال دی کوم چه د پاکستانی چارواکو هم باداران دی .
    زه دا خبره نه ردووم چه پاکستان چارواکو ته هم د افغانستان د غلامو چارواکو په شان په ګډه دستورورکول کیږی چه انګریزانو ددواړو هیوادو مظلوم مسلمان ولسونه استثمار او غلامان کړی . او د دغه لیکنی د لیکونکو په شان دمیدیا اجیرانو ته د دی ډول لیکنو دستور او قومانده ورکول شوی چه دخلکو پام د اصلی بادارانو له اشغال ( چه هوایی په الوتکو او زمکه یی په ټانکو او نظامی مهماتو پټه ده ) د غلام پاکستان لاسوهنو ته واړوی او په دی واسطه یی د خپلواکی دمقاومت د نورو جاسوس او غلام پيژندلی چه د مقاومت له شره وژغورل شی له دی زیات که څه لیکم تبصره به ډیره اوږده شی روسانو به همدغو ته اشرار ویل کوم چه تاسی ورته دهشتګر وایاست هغو اشرارو روسان وویستل دغه دهشتګر به انګریزان خامخا باسی دی هیواد ته د لوی قدرتو د هدیری نوم ورکول شوی بیغمه اوسی نن دی که صبا دامال د زرغون شاه دی ددی هیواد میړنی د غلامی له زرو کلو ژوند د خپلواکی یوی ګړي ژوند ته که څّ هم زولنو، وژنه او شکنجو کی وی ترجیح ورکوی مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind