محمد ایاز نوری آزادي

02.08.2017 (11.05.1396

د پاچا زوی احسان الله د غمجن وفات په مناسبت

محمد ایاز نوري آزادي

د مشر غازي د لور والاحضرت پاچا لور ناجیه جان «د افغانستان» او  افغاني خبري څانګو لکه طلوع نیوز او سپوتنیک په حواله د افغانستان د

استقلال د محصل اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان (رح) وروستی ژوندی زوی ډاکټر احسان الله «د افغانستان» تېره جمعه د ۱۳۹۶ ل کال د زمري د میاشتې په ۶ مطابق د ۲۹ د جولای ۲۰۱۷ ز کال، سهار په اوو بجو د صحي ناروغتیا له کبله د سویس هېواد د ژنیو د ښار په یوه روغتون کښې ځان حق ته وسپاره.

ان لله و انا الیه راجعون

( په تحقیق سره موږ د الله یو او هغه ته مو بېرته ورتګ دئ )

د پاچا لور د توضیح پر بنسټ د ورور جنازه یې راتلونکې جمه ۴ د اګسټ د ماسپښین د لمانځه څخه پس د ژنیو د مسلمانانو په هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي. د فاتحې مراسم یې په سبا د شنبې ورځ د ماسپښین د دریو تر پنځو بجو پورې د ژنیو ښار په جامع جومات کې اخستل کېږي. ارادتمندان دې مطلع وي.

معلومات شاهدخت اندیا د افغانستان در باره وفات برادر ایشان!
همین شام توفیق ارتباط تیلیفوني با شخصیت نهایت ارجمند اندیا جان مقیم کابل عزیز حاصل گردید.
ایشان از واقعه رحلت برادر عزیز شان احسان الله خان غمګین بودند، در ضمن فرمودند، که رئیس جمهور محمد اشرف غنی او شان را به ارگ خواسته بودند و به ایشان عرض تسلیت و برای برادر ایشان دعای مغفرت نموده و هم یاد آور شده بودند که در صورت موافقت خانواده ای امانی وی حاضر است با ارسال طیاره مخصوص میت شهزاده متوفی را به افغانستان انتقال داده و هر جا که ایشان خواسته باشند، مراسم تدفین صورت بگیرد، شاهدخت اندیا به اینجانب فرمودند که من با ابراز تشکر از رئیس جمهور به ایشان گفتم که این فیصله قبلی مایان بوده که جسد برادر ما درهمان شهر ژنیو در هدیره اسلامی مدفون گردند.
طبق اظهار اندیا مراسم فاتحه شهزاده امانی روز یکشنبه
۶ اگست در قصر سلامخانه ارگ ریاست جمهوری منعقد میگردد.

د پېښې اړوند څه صورتحال

تېره پنځنۍ (پنجشنبه)،  ۲۷ د جولای مخ کښې له خپل د رخصتي د سفر څخه ما د پاچا زوی احسان الله «د افغانستان»، سوانح، پښتو او انګرېزي متن افغان ګران شخصیت محقق حبیب الله رفیع صاحب ته د حفظ ماتقدم په رسم ورولېږه، چې د ضرورت پر وخت یې، افغان میډیا ته د ننه هېواد کې ورسوي. هغه تفریحي کمپ کښې، چې موږ مېشته وو، د بده مرغه د انټرنټ سهولت موجود نه وه، بناً زما راسره لاپ تاپ مې یو بی معنی شی راته تمام شو. د جمعې ورځ ماسپښین ۲۸ د جولای زه کمپ کښې وم، چې زما کشر ورور ماته فون وکړ، او وې ویل، تسلیت درته وایم، مشر لالا زمونږ وفات شو!! ما ورته وویل، واضح ووایه، څوک؟ هغه وویل: پاچا زوی احسان الله خان!!، ما ورته وویل، بس د الله امر ده او موږ ورته تسلیم یو. په تعقیب زه موفق شوم، د افغان جرمن نشراتي مرکز د اداري هئیت یو محترم مسوول سره فوني تماس ونیسم او موضوع ورته ورسوم. بیا مې د خپل ورور له طریقه د ټول افغانستان د نشراتي مرکز د محترم مدیر احمد الله رحماني سره ارتباط تامین او هغه محترم شخصیت هم هغه مازیګر دا غمجن ملي خبر خپل ویب سایت کښې نشر ته ورکړ. سه شنبه ۱ د اګسټ، چې کور ته راورسېدم، د رحماني صاحب او په افغان جرمن سایت کښې د شاغلي استاد کاظم له خواء دا غمجن اعلان نشر شوی وه. په تعقیب ما ترکیه کښې مېشته پاچا لور ناجیه صاحبې ته فون وکړ، هلته نه وه، بیا مې ژنیو ته د وفات شوي ګران پاچا زوی کور ته فون وکړ او له جنابې سره مې خبرې وشوې او د موضوع په ارتباط یې موثق معلومات راکړل، چې ما عجالتاً د افغان جرمن د نظراتو کړکی، دعوت او ټول افغانستان نشراتي مرکزونو ته ولېږل، چې که هغه افغانان، چې آرزو د ګډون په مراسمو کښې ولري، خپل تیاری ونیسي.

 

د والاحضرت پاچا زوی ډاکټر احسان الله خان ( د افغانستان ) لنډ ژوند لیک

 

والاحضرت پاچا زوی ډاکټر احسان الله خان (د افغانستان) د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمت الله علیه دریم او وروستۍ زوی، چې  د ۱۹۲۶ م کال د اکتوبر د میاشتې په ۴ نیټه د ګران افغانستان پلازمینې کابل په شاهي ارګ کې دې نړﺉ ته راغۍ. درې کلن وه، چې د اماني آزاد او ویاړمن دولت د سقوط په نتیجه کې د خپلې کورنۍ سره مجبوراً جلا هیواد شو او د ایټالیا هیواد د روم کې د خپل پلار سره مېشته شو. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د ایټالیا هیواد پلازمینې روم کې تر سره کړې. له ۱۹۴۱ز نه تر ۱۹۴۳ کال پورې یې پوځي زده کړه وکړه. ورپسې د روم پوهنتون ته شامل شو او د سیول انجنیري  په پوهنځي کې یې زده کړو ته دوام ورکړ او په کال ۱۹۵۲م کې یې د ډاکټري علمي رتبه په انجنیري څانګه کې تر لاسه کړه. په کال ۱۹۵۵م کې یې د یوه فرانسوي شرکت سره  د سر مهندس انجنیر په توګه د ایران هیواد ته ولاړ او یوولس کاله یې هلته د مشهد په ښار کښې کار وکړ. پاچا زوی په ۱۹۵۸ز کال یې د خپلې ماما لور اغلې لیلا جان طرزي سره واده وکړ، چې له پیوستون څخه یې دوه زامن په نوم دې امان الله خان او رحمت الله خان دې دنیا ته راوړل. په ۱۹۶۳ز کال بیرته ایټالیا ته خپلې کورنۍ ته ورستون شو. د ۱۹۶۳ م کال څخه پس یې د ملګرو ملتونو د یونسکو د څانګې سره کار پیل کړ او د انجنیر پروفیسور په حیث یې د سویس، الجزایر، زایر او سویلي ویتنام په هیوادو کې دنده تر سره کړله.  بیا د پلان جوړونې د سر انجنیر په توګه یې د تیونس، مراکش، کینیا، مالی، بورکینیا، ایفوري، تاګو، سینین، ایټوپیا، کانګو، یوګنډا، لواندا، بوروندی، نایجیریا، کواست، چاد، لیشوتو، لبنان او په تعقیب یې نیپال، هایتي او اندونیزیا کې خپلو مسلکي چارو ته دوام ورکړ. په کال ۱۹۸۷ز یې خپل تقاعد له رسمی وظیفې څخه واخیست، اوتر کال ۱۹۹۱م پورې یې شخصي او تجارتي بوختیا اختیار کړله او د بعضو شخصي کمپینیو سره یې هم کار وکړ. په کال ۱۹۹۴م کې کله چې ګران افغانستان په تنظیمي جهادي اور کې سخت سوزیده، والاحضرت د یو شمیر افغاني شخصیتونو سره د سولې د اعادې په مقصد خپل هیواد افغانستان ته ولاړ.دولس ورځې یې د هرات په ولایت کې تیرې کړې او په افغاني غونډو کې یې ګډون وکړ او خپلو هیواد والو ته یې د سولې او یووالي او افغان پالنې ویناوې وکړې. پاچا زوی په کال ۱۹۹۵ز  کې د خپل پلار او د افغانستان د استقلال د محصل او اتل اعلیحضرت مرحوم غازي امان الله خان په باب د یوه  کتاب په لیکلو پیل وکړ او د اړونده اسنادو د راټولولو لپاره والاحضرت  بعضو اروپايي هیوادو لکه: ایټالیا، بلژیک او فرانسې ته سفرونه وکړل.کتاب یې چې (´AMAN ULLAH LE VOYAGE D ),؛؛ امان الله خان د افغانستان یو آزاد بادشاه؛؛، نومېږي، په فرانسوي ژبه په ۲۲۳ مخونو کې په کال ۲۰۰۵م کې بشپړ او چاپ ته یې ورکړ.

والاحضرت پاچا زوی احسان الله خان تر ۲۰۱۱ز کال پورې په مسلسل ډول دافغانانو په بلنه او خپله ژوره علاقه په مختلفو هیوادونو کې په رسمي غونډو کې ګډون وکړ، د افغانستان د استقلال او د سولې د اعادې په مقصد یې د خپل وس په انداز کې هلې ځلې وکړې.

د پاچا زوی د بعضی فعالیتونو یادونه

په کال ۱۹۹۷ز کې د فرانسوي ټلویزیون سره د اعلیحضرت غازي امان الله خان د شخصیت او کارنامو په هکله مرکه

په کال ۲۰۰۱ز کښې د سویس او ایټالیا د ټولنو په نوښت غونډه کښې ګډون، چې د افغانستان او د دغو هېوادونو اړیکو ته یې کتنه کوله

۲۰۰۳ز کال کې په ژنیو کې د جفرافیائي انستیتوت له خوا د اعلیحضرت غازي امان الله خان د اروپائي سفر په څېړلو کې ګډون کول

۲۰۰۳ز کال، ژنیو کې د ښځو د حقوقو په باب کنفرانس کې ګډون کول

۲۰۰۴ز کال کې په جرمني او هالنډ کې د افغانستان د خپلواکي د لمانخلو په غونډو کې د مشر مېلمه او وینا وال په توګه حضور

۲۰۰۵ز کال د ښځو د حقوقو په باب هالند کې  افغاني غونډه کې، ګډون او وینا کول

۲۰۰۶ز کال په جرمني کې د افغان سفارت له خوا غونډ ه کې د افتخاري مېلمه په حیث، چې د تاریخي دارالامان د ماڼیو د بیا رغولو په هکله جوړه شوې وه.

۲۰۰۷ز کال ایټالیا ګډون په هغه غونډه کې، چې موضوع یې، افغانستان په ۲۰ پېړی کې وه.

۲۰۰۷ ز کال ایټالیا کې د افغان او ایټالیا د اړیکو کنفرانس کې ګډون کول، چې د پادوه په پوهنتون کې جوړ شوی وه

۲۰۰۷ز کال د کنفرانس افتخاري مېلمه په پاریس کې د افغان او فرانسې د اړیکو په باب

۲۰۰۸ز کال کې سویس کې د کنفرانس لوی وینا وال د افغان او سویس د تاریخي اړیکو په موضوع کې.

۲۰۰۸ز کال د هیواد د استقلال د ۹۰ کلیزې په مناسبت د افغانستان د ملت ته لیکلی پیغام.

۲۰۱۳ز کال دسمبر میاشت، هالنډ کې یوې افغاني غونډې ته مشر وینا وال، موضوع یې د افغان نارینه تشدد د افغاني ښځې په مقابل کې.

پاچا زوی احسان الله « د افغانستان» د خپل هېواد ګران افغانستان په هکله دوه کتابونه لیکلی دي. لومړی کتاب یې، چې (امان الله خان یو آزاد بادشاه ) نومېږي، په ۲۰۰۵ زکال کې په فرانسوي ژبه لیکلی دۍ. دوهم کتاب یې، چې ( افغانستان د غازي امیر امان الله خان په واکمني کښې) نومیږي د خپلې خور اغلې ناجیه جان په ګډون یې په ایټالوي ژبه همدا روان کال د لیکلو چارې یې خلاصې او اوس د چاپ په پړاو کې دئ.

پاچا زوی احسان الله د افغانستان د شخصیت او خوی په لحاظ یو هوښیار او متواضع، مهربان، صادق، مینه ناک او جدي انسان او افغان ما ولیده، مظلوم له دې فاني نړی ولاړ، روح یې خوشال او جای دې جنت وي. ان شاء الله

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder