د کیڼې خواء: ملا امام صاحب، والاحضرت امان الله جان، عمر خان طرزي، والاحضرت رحمت الله جان، حمیرا جان، محمد عمر جان، ننګیالی طرزي

10.08.2017 (19.08.1396)

د پاچا زوی احسان الله د تدفین لنډ رپوټ

محمد ایاز نوري آزادي

د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان (رح) وروستی زوی والاحضرت پاچا زوی ډاکټر احسان الله (د افغانستان) دغه تېره د جمعې په مبارکه ورځ ۴ د اګسټ د سویس هېواد د ژنیو ښار د مسلمانانو په هدیره کښې خاورو ته وسپارل شو. په همدغه ورځ د پاچا زوی تابوت د جمعې لمانځه د خطبې د پیل څخه مخکښې د ژنیو ښار جامع جومات ته راوړل شو او د حضارو ومخته ځای پر ځای شو. دا یو لوی جومات وه. دوه د نارینوو برخې او یو پوړ یې ښځینوو ته مختص شوی وه. د ماسپښین تر پاو کم یوې بجې پورې دا جومات داسې له مقتدیانو ډک شو، چې نور ځای د درېدو نه وه، شمېر د کسانو به تر زرو تنو پورې رسېده. بیا امام خطبه شروع کړله. د جمعې لمونځ اداء شو او د پاچا زوی د جنازې لپاره اعلان وشو. خلکو په امام پسې اقتداء وکړله او لمونځ اداء شو. بیا د پاچا زوی دوه زامن والاحضرتان امان الله خان او رحمت الله خان راغلل او تابوت مو د جومات څخه رابهر کړ او په مخصوص موټر کښې مو کېښود. زامن یې دواړه په هم هغه موټر کښې ورسره کېناستل. ښکلې آرامه د رحمت هوا وه او لمر ځلېده، ګرمي نه وه. د مشر غازي لمسی اغلې حمیرا جانې ما لیکونکي ته وویل، چې چون واټن د هدیرې لنډ دئ، نو ته زما مور (پاچا لور ناجیه جان) له لاسه ونیسه او تر هدیرې پورې ورسره مل اووسه. بیا موږ پیاده روان شولو. تدفین ځای ته په رسېدو هر څه تیار ول او مونږ او امام صاحب تابوت په قبر کښې په درنښت سره ځای پر ځای کړ. خاورې مو پرې واړولې، او په خاورو مو اوبه وپاشلې. ورپسې افغاني ملا امام هغه مربوطه د وفات خطبه حضارو ته واوروله. محترم امام صاحب خپل د خبرو تمرکز په جدي او اخطاري لهجه د مرګ او د دې فاني دنیا او د یوه انسان مسوولیت او د لوی الله د خلقت په مقصد او فلسفه را وڅرخاوه. د مرحوم پاچا زوی خور ناجیه صاحبه یو څه لرې د قبر څخه د ونې لاندې په چوکی ناسته وه او په څنګ کښې یې د مرحوم عبدالتواب خان طرزي خانمه هم ناسته وه. زه په یوه لنډه وقفه کښې درنې ناجیه جان ته ورغلم، هغې د تواب خان خانمې ته زه وروپېږندم. د تواب خان خانمه بوډی شوې او ماته یې په یوه دوستانه لهجه وویل: هغه د احسان جان د ځای څخه کوز ما هم ځانته د تدفین لپاره ځمکه رانیولې ده!!، ما ورته وویل، بلی خور جانې، دا زموږ د ټولو انجام او پای دئ. د پاچا زوی دواړه زامن د خپل پلار د قبر په ښی جناح کښې غمجن او متفکر ولاړ ول او وضعیت د تدفین یې څاره. د امام د خبرو نه پس په سویس کښې افغان پخواني سفیر محترم ننګیالی خان (طرزي) رامخته شو او په آرام کرکټر یې د متوفی او خپل ماما زوی، مرحوم احسان الله د شخصیت او ژوند لیک په باب او دا، چې د افغانستان د کوم ملي قهرمان زوی وه، لنډې او شکلې درنې خبرې وکړلې. بیا حضارو په ټولنیز ډول پاچا زوی ته د یوه افغان مهاجر په حیث دا، چې په جلا وطنه جلګه کښې د دغه نړی وروستي منزل ته ولاړ، د مغفرت او الهي اجر او لطف دعا وکړله او خلک ورنه روان شول.افغانان او د پاچا زوی بهرني دوستانو پخپل وار د پاچا لور ناجیه صاحبې څخه مرخصي اخیستله او جدا کېدل. په دې ترتیب د مرحوم احسان الله خان د تدفین مراسم که څه هم د پردیتوب په ټاټوبي کښې په یوه غوره حال او ترتیب تر سره شول.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Es sind noch keine Einträge vorhanden.