01.08.2017 (10.05.1396)

د پاچا زوی احسان الله «د افغانستان» د غمجن وفات په اړوند خبرتیا
درنو هېواد والو!
د غازي امیر امان الله خان د لور اغلې ناجیه جان په حواله د هغې ورور پاچا زوی ډاکټر احسان الله خان د هغه ناروغی له کبله، چې ورپېښه وه، تېره جمعه د
۱۳۹۶ل کال د زمري د میاشتې ۶ مطابق ۲۷ د جولای ۲۰۱۷ز کال د سهار په اوو بجو د سویس هېواد د ژنیو ښار په یوه روغتون کښې ځان حق ته وسپاره.
د پاچا زوی جنازه راتلوونکې د جمعې ورځ
۴ د اګسټ د سهار په لسو بجو د ژنیو ښار د مسلمانانو په هدیره کښې خاورو ته سپارل کیږي. د فاتحې مراسم په سبا یې د شنبې ورځ د ماسپښین له دریو تر پنځه بجو د ژنیو ښار په جامع جومات کښې اخستل کیږي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder