10.09.2018 (19.06.1397)

د پاچا دزوی احسان الله د افغانستان دوهم کتاب له چاپه راووت
محمد ایاز نـوري آزادي

د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمت الله علیه د زوی، والاحضرت مرحوم ډاکټر انجنیر احسان الله خان (د افغانستان)، د افغانستان د خپل اتل پلار په هکله دوهم کتاب له چاپه راووت. پاچا زوی د خپل عظیم الشان پلار باره کې کتاب ته د ( پاچا امان الله خان  بدلون راوړونکئ یا ریفورمیست) نوم ورکړئ دئ. دا کتاب ما لیکوال ته د مشر غازي لور، والاحضرت پروفیسور ناجیه جانې  د ترکیې هېواد څخه د پوست په ذریعه راولېږه. کتاب په یوه ښکلي صحافت د یوې ایټالوۍ لیکوالې خانم ماریکا ګیورني Mrs. Marika Guerrini په اهتمام او تر کتنې لاندې په ایټالوي ژبه په ۳۴۴ مخونو کې چاپ ته ورکول شوی دئ. دغه اغلې یو افغان دوسته شخصیت ده، د ایټالیا د ناپولي Nappoly په پوهنتون کې ئې د تاریخ او سانسکریټ، د هندي ژبې او کلتور تدریس کړئ دئ. د افغانستان په ټولنیز دود او دستور ئې کتاب لیکلی دئ او د اماني کورنئ سره نژدې اړیکې لري. (د غازي امان الله خان لمسی والاحضرت حمیرا جانې معلومات)

٭٭٭

کتاب د مولف په لنډ ژوند لیک پیل کېږي، بیا د هېواد افغانستان درې سیاسي نقشې پیل له ۱۸۹۳ز کال څخه، د پاچا زوی امان الله خان پاچا کېدل د هغه د پلار د وژنې څځه پس، د ښکېلاګر انګرېز څخه د افغانستان د سیاسي آزادي لاس ته راوړل، لس کاله د نوي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره د مستقل پاچا هلې ځلې او په دې ملي اهدافو کې د پاچا لپاره بهرنی او کورنۍ موانع، د پاچا اروپائي سفر سره د بعضو مهمو انځورونو سره، دا د کتاب محتواء جوړوي.

کتاب په پورتنۍ پته تر لاسه کېدلای شي

٭٭٭

بې مناسبته به نه وي، چې زه همدلته د درانه پاچا زوی احسان الله خان د لومړي کتاب باره کې هم لنډ ذکر وکړم. دا کتاب، چې (د امان الله سفر د افغانستان پاچا) ) نومېږي، هغه په ۲۰۰۵ز کال چاپ ته ورکړئ وه او د ۲۰۰۶ز کال د دسمبر په میاشت کې، کوم وخت، چې پاچا زوی د یوې افغاني غونډې لپاره د ګډون په خاطر د هالنډ هېواد ته تشریف راوړی وه، ما لیکونکۍ ته ئې پخپل لاس او لاسلیک ډالی کړ. په لاندې کې د دغه کتاب انځور درنو افغانانو ته تقدیم کوم. البته عرض وشي، چې محتواء د دواړو کتابونو ورته والی سره لري، اما دوهم ټوک یو شمېر نوي مطالب هم لري. افغان پاچا زوی لومړی کتاب په فرانسوي ژبه لیکلی دئ، چې ۲۲۳ مخه لري. یاد مو وي، چې د هېواد افغانستان خصوصاً د معاصر تاریخ په بهیر کې دا د غازي امان الله زوی والاحضرت احسان الله خان دئ، چې د هغه څخه د یوه افغان پاچا زوی په حیث د انجنیري د مسلک تر څنګ دوه کتابونه هم، افغان ملت ته د یادګار په توګه پاتې کېږي، چې د افغانستان په یوې ویاړمن او ارزښتناکه پیر باندې رڼا اچوي. ویاړ کوو په داسې لایق او وطنپال افغان پاچا او داسې لایق او وطنپال زوی ئې د دواړو، پاچا او پاچا زوی روحونه خوشاله غواړم.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind