د پاڅون شپه

هله را ویښ شه زویه مل شه

د وطن مینی په درشل شه

پر زخمی خاوری مو درمل شه

لالیه بیاځلی اتل شه

د غلیم سیوری لاندی خوب کله راځینه

هله جګره ده راځی ویښ شی

د اور لمبه ده راځی ویښ شی

د ننګ شیبه ده راځی ویښ شی

د پاڅون شپه ده راځی ویښ شی

پر وطن جنګ دی غلیمان راغلی دینه

 

غلیمه مه راځه پښیمانه به شی

لوی ډبډبه دی دلته ورانه به شی

غاشونه مات، څیری ګریوانه به شی

داسی به مات ښی چه حیرانه به شی

د پښتون قهر ستا هدوکی ماته وینه

 

دلته انګریز په وینو میشته تللی

لوی شاه ماران بیرته په تیښته تللی

نیمی زخمی او نیمی بیرته تللی

انګریز بچیه پوه شوی چیرته تللی ؟!

د افغان زاله ده بازان پکښی کی دینه

 

په نیمو شپو او ړون سحار وطنه

تا به ساتمه له اغیار وطنه

ته یی زما د پلرو ویا‌‌ړ وطنه

پر هره لویشته دی شم زار وطنه

‍‍ وحید ستا سره تر مرګ پوری به زینه

وحید الله خیرزاد

زرنج - نیمروز

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

 

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder