02.02.2018 (13.11.1396)
د ټیټ پوړو مامورینو چلند د اندېښنې وړ دی
محمد روښان ښاد

د څو لسیزو روانو جګړو او ناورینو د هېواد د ویجاړۍ او د خلکو د وژلو او بدمرغه کولو ترڅنګ زموږ عاطفه، احساس او اخلاق هم متضرر کړل، ځکه د وطنپالنې، خدمت او مسوولیت احساس یې په خلکو کې داسې ووژلو چې د اوسنیو ټیټ پوړو مامورینو چلند او فساد ته په کتو بېرته را ژوندي کول به یې لسیزې وخت ونیسي.

په دې کې شک نشته چې لوړ پوړي مقامات به هم خپلې ستونزې او تېروتنې ولري او په ځینو مسایلو کې به ښکېل وي، خو د ټیټ پوړو مامورینو چلند، بې غوري او د خلکو د چارو نه ترسره کول ډېر بد اغېز لري، دلیل یې دادی چې ولس هره ورځ له دوی سره مخ دی. د خپلو عادي چارو د ترسره کولو لپاره همدوی ته مراجعه کوي، خو له بده مرغه چې دوی له لویه سره له مراجعینو سره سم چلند نه کوي، سمه لارښوونه ورته نه کوي، چارې یې پر وخت نه ور خلاصوي، بې ځایه یې سرګردانه کوي، شعبه په شعبه یې ګرځوي، پلمې ورته کوي، کارونه یې په نن او سبا ځنډوي، ځکه په دې ډول دوی بډو ته لاره جوړوي تر څو په مراجعینو دومره فشار راوړي چې د عادي کارونو د ژر خلاصولو لپاره  هم هغوی ته پیسې ورکړي.

عام خلک مجبور دي چې بډې ورکړي، ځکه چې هغوی له ولایتونو او لیرې سیمو راغلي، په ښار کې د شپې ځای نه لري او یا دومره پیسې نه لري چې هوټل کې ورباندې ګوزاره وکړي، یا مریضان لري غواړي چې کارونه یې ژر او پر وخت خلاص شي او یا دېته ورته نور عذرونه لري، ډېر وخت دوی عصباني شي، حکومت ته هم بدر رد وایي او ځانته یې هم وایي.

نن د تذکرې د تائیدۍ لپاره کابل ولایت ته لاړم، په څه خوارۍ او سختۍ مې د تذکرې د تائیدۍ شعبه پیدا کړه، هغوی چې تذکره رانه واخیسته ویل، هغې بلې شعبې ته ورشه، دا د دوی مربوط ده، نیم ساعته له  هغې بلې شعبې پسې وګرځېدم او چې هغوی ته مې تذکره ور ښکاره کړه، نو بېرته یې هغې لومړۍ شعبې ته ور ولېږلم.

ما ویل ورور مې هغوی وایي چې د اساس کتاب له تاسو سره دی. په څه خواریو له ځایه ولټېده، کتاب یې را واخیست، تذکره یې رانه واخیسته، د کتاب مخ یې را واړاوه.بیا یې ویل، عریضه دې لیکلې؟

ما ویل د دې لپاره خو عریضې ته اړتیا نشته، تاسو کتاب کې وګورئ که اساس کې مې نوم وي، خو تائید یې کړئ او که نه وي، نو بیا ولیکئ چې دا زما نه ده او مه یې تائیدوئ.

ویل زه خو دې څه شخصي نوکر نه یم، چې عریضه ونه کړې او احکام وانخلې، نو نه یې تائيدوم. ما ویل که شېریني درکړم، نو بیا؟

سپۍ سترګې یې وځلېدې، څوکۍ کې را نېغ شو، هغه بل ته یې څنګزن ور وکتل، لاس یې را اوږد کړ، تذکره دې را او دلته کېنه.

ما سر وښوراوه، ما ویل نه تذکره درکوم، نه کېنم، چې د پیسو دې واورېدل، نو څنګه وغوړېدې، همدا ځای دې نښه وي چې له احکامو او عریضې پرته یې درباندې تاید کړم، نور مې نو ور خلاص کړم او همداسې ترې راووتلم. خو دغه وضعیت دومره ودردولم چې کرۍ ورځ مې ذهن خراب وو.

له ځانه سره مې ویل خلک ملامت نه دي چې له مامورینو شکایت کوي، پر حکومت نیوکې کوي او زړونه یې بد دي، ځکه هغوی هره ورځ دغه حالت سره مخ دي او هره ورځ تر ما څو چنده زیات ځورول کېږي. د ټیټ پوړي مامور دغه وضعیت د خلکو د نفرت لامل کېږي. همدوی د حکومت او ولس تر منځ واټن دي، تر څو چې دغه کثیف او مفسد مامورین یا اصلاح او یا له مخې لیرې نشي، نو باور مې نشي چې حکومت دې په ولس کې خپلې ریښې وغځوي او یا دې خپل خواخوږي ومومي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind