27.07.2019 (05.05.1398)
د ټرمپ وروستۍ وینا چا ته؟

زرغون شاه شینواری

ولس مشر ټرمپ د جولای د میاشتې په ۲۲ نیټه د پاکستان د صدراعظم سره د خبریالانو په وړاندې په خپله وینا کې و ويل:

کولای شي چې د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې وګټي، دا هیواد د ځمکې له مخ نه لیرې کړي، مګر نه غواړي د لس میلونه انسانانو په وژلو داسې کار سرته و رسوي.

د ده د خبرو دا برخه رښتیا ده چې لس میلونه افغانان وژلی شي، خو نه يې وژني. مګر د جګړې د ګټلو یا بایللو اړخ ځکه تر سوال لاندې دی چې خپله له ټرمپ څخه نیولې بیا تر دفاع وزرات، بهرنیو چارو وزرات او پوځي جنرالانو پورې هر تن او هره برخې په کراتو مراتو همدا ویلي چې د افغانستان جګړه د پوځي لارې نه ګټل کیږي.

د ښاغلي ټرمپ دا خبره دومره جدي نه ده چې په احساساتي دریځونو و شاربل شي، بلکې یو څه سوچ ته اړتیا لري. د سیاسي خبرو مخ او شا دواړه څیړل غواړي. د دې وینا احساساتي اړخ ښه په تودو احساساتو ځوابیږي، مګر اصلي موخه چیرې ده؟

که پام مو کړی وي، نو په نړیوال سیاست کې لیبرالیزم پوره سرکش دی او په دې لاره کې هغه کسان تر نورو وړاندې دي چې د درواغو، عوامفریبۍ، ټګۍ او تشو ژمنو زمریان وي، خو د عمل په میدان کې د خپل خوړین زړه بړاس په بنډارونو، غورو او دربو او تکراري خبرو و باسي. دوی په اصل کې پر ټولنه د فردیت د حاکمیت د فلسفې هغه پیروان دي چې د خبل ولس رونڼ اندي ور ته بې عقله او خپل ځانونه ورته تر نورو هوښیاران ښکاري. همدا خبره چې نن ټرمپ د افغانستان په هکله وکړه، پرون يې کټه مټه د ایران په اړوند کړې وه. راځئ چې د ایران د ملت او دولت غبرګون د خپل ملت او حاکمیت د غبرګون سره په پرتله کړو. ملتونه په ډله ییزه مرګونو له منځه نه خي او نه په غورو - دربو ژوندی پاته کیږي. هوښیاران وايي: «د لاندو به څه لانده شي». د کوم قیامت او ټول وژنې ګواښ چې ټرمپ نن مونږ ته کوي، پر مونږ له پرون راهیسې را روان دی. ښاغلی ټرمپ او د امریکا د پخوانیو مشرانو په زور په کابل کې پر تخت کښینول شوي ساتل شوي یاران دي. یو ځلې د محشر د ورځې هغه فلمي ننداره او آکټونه وګورئ چې له نن څخه اتلس کاله وړاندې په سل ګونو زرو بهرنیو پوځونو، توپونو، ټینکونو او جهازونو زمونږ ځمکنۍ او هوايي پولې را ونړولې. په لس ګونه زره افغانان يې و وژل، په زرګونه يې زندانونو ته واچول. د افغانستان مستقل وجود یې تر پښو لاندې کړ، د قومي، مذهبي، سیاسي او جنګي مافیا څخه جوړه رهبري شوې مافیا یې د افغانستان خلکو ته د تابعیت په قوت بدله کړه.

جګړه له دغه ځایه پیل شوې او لا تر اوسه روانه ده. ټرمپ صاحب باور وکړه چې په دې اتلس کلونو کې بهرنیو پوځونو، جنګیالیو  او د دوی داخلي لوټو یا لاټوګانو د افغانستان د خوارو خلکو په وژلو یوه دقیقه صرفه هم نه ده کړې. تاسې خو تش ګواښ کړی. د ګواښ سربیره مو دا هم ویلي چې دا کار نه کوم او له هغه وروسته د دې مافیايي منظم سازمان د ساتنې پولیسي چارې هم سر ته نه رسوم، چې افغانانو ته يې خپل جنتي وطن په جهنم بدل کړی دی او د امریکا د ډکې خزانې لپاره حجر اسود ډبره جوړه شوې ده.

تاسې ته به پته وي چې نن سبا په افغانستان کې شاو خوا دیرش میلونه افغانانان ژوند کوي. د اوه یا اته سوه هغو کورنیو څخه پرته چې د بهر په زور په پولادي موټرونو، د سمنټي دیوالونو په منځ کې راګیرو دفترونو او کورونو کې شپې ورځي سبا کوي. په دې دیرش میلیونو خلکو کې یو بنیادم هم په دې باور نه دی چې یو ساعت نور به هم ژوندی پاته شي. د یو افغان ماشوم په ګلالۍ او معصومه ژبه درته هغه جمله ټکی په ټکی د امانت په ډول لیکم چې څه کم دوه کاله وړاندې مې ویلې وه. کله چې د ننګرهار ولایت د شینوارو د اچین ولسوالۍ د مامند په تنګي کې د بمونو مور په نوم بم و غورځول شو، نو د همدې درې یوې وړې نجلۍ خپلې مور ته ویلي وو: «مورې شکر دی چې د بمونو مور و چاودیده، مړه شوه او مونږ ژوندي پاته شوو. په ځواب کې يې مور ورته ویلي وو چې: «بچۍ د بمونو پلار ژوندی دی، ځانته به بل واده وکړي».

سپینه خبره دا ده چې د متحده ایالاتو مخکیني مشر کشر بوش د افغانستان د ټولنې هر اړخیزه ځانګړتیا او جغرافیوي موقعیت سم نه وه پیژندلی. کوم افغاني لوري چې د دې جګړې د پیل لپاره د قوت او حکومت په موخه وکارول شول، دومره هوښیار نه وو چې امریکا تیر باسي. هغوی هغه مهال فقط د یوې معاملې په لټه کې وو، دا معامله یې له هر چا سره کوله. هر څنګه چې وه د دې پيښې څخه د افغانستان د آزادۍ پر سر معامله جوړه شوې وه چې دا روانه جګړه يې پیداوار دی. دې جګړې په هیواد کې دننه د افغانستان ملت د یو څو ځانګړیو کړیو په منګلولو کې یرغمل ساتلی دی او د متخده ایالاتو څخه يې هغه طلايي مډالونه او نړیوال حیثیت واخستل چې د دې ملک څو نسلونو د ډموکراسۍ په نوم په خپلو وینو ګټلي وه.

دا جګړه د افغانستان او امریکا د ملتونو تر منځ جګړه نه ده، مګر تاوان یې د دواړو هیوادونو ولسونو ته اوړي او ګټه يې هغو کړیو ته رسیږي چې امریکا کې په جګړه تجارت کوي او افغانستان کې پرې سیاست او حکومت. وروستیو سوله ییزو سیاسي هڅو د افغانستان جګړه ځکه د ګټلو او بایللو پړاونه تیر کړي چې ستاسې په نوښت د روغې جوړې کار پوره یا بشپړ پرمختګ کړی دی.

د سولې خبرې دومره حساس پړاو ته رسیدلي دي چې نه ور څخه د افغانستان خلک پر شا تللی شي او نه امریکا ته د شاتګ لاره پاته ده. زمونږ په سیمه کې داسې نوې قدرتونه او واقعیتونه راټوکیدلي دي چې د امریکا او افغان ولس په لاسونو کې د شتو فرصوتونو څخه د ګټې اخستلو لپاره چمتو ناست دي. دې واقعیت ته ځکه ژوره پاملرنه په کار ده چې امریکا د یو زبرځواک په څیر د ځینو مسایلو سره د زور د زاويې څخه دریځ نیسي، مګر دننه افغانستان کې چې د حکومت کولو لپاره تاسې کوم نوي او زاړه کسان تر سیوري لاندې ساتلي دي، هغوی بیا د خپلې کمزورۍ او ولس په منځ کې د ملي پیوندونو د نشتوالي له امله د هر چا سره او هر ځای کې معاملې ته تیار ناست دي. که چیر داسې نه وي او یا خلکو ته دهوکه ورکول نه وي نو هر افغان به پر خپله خاوره او خلکو برید که هغه د بوش، بریژنیف، ضیاء الحق، عمران خان، مودي، خمینی، خامنه یي او یا فهد ابن عبدالعزیز له خوا وي، نه یوازې په ټینګه غندي، بلکې پر وړاندې يې دریږي. تاسې تر اوسه ویده وئ او نه مو لیدل چې دا تیر اتلس کاله پر خلکو ګلونه وریږي که څنګه؟ دا هر هره ورځ چې اعلانیږي چې سل طالبان و وژل شول، پنځوسو پوځیانو ژوند له لاسه ور کړ، هوايي بمبارۍ د یوې کورنۍ لس  ګونه غړي د نیا او نیکه څخه تر لمسي پورې یو ځای شهیدان کړل. پیغلې د شپې سرتورې شوې او د ورخې په کوڅو، بازارونو او پردیو په کورنو کې خیراتونه راټولوي. ناوې د واده په نکریزو سره لاسونه خاورو ته و سپارل شوه.

دا به څنګه د افغانستان د ملت له یاده و وځي چې مرحوم رباني به ویل چې دا بمونه چې په دې خلکو را وریږي ډیر واړه دي، لږ یې غټ کړئ. او دا چې همدې ټرمپ یو نیم کال وړاندې ویل چې په افغانستان مو ځکه د بمونو مور ور لړه کړه چې شمالي کوریا و ډار شي. دا مو هم زیاته کړه چې دا کار مو د خپل صلاحیت پر بنسټ تر سره کړ. مګر غني او عبدالله بریتونه تاوول چې د بمونو مور چې زمونږ پر خلکو و کارول شوه، مونږ سره پرې مشوره شوې وه.

د دې ترخو وقعیتونو او پیښو تکرار او یادونه له دې امله اړینه وه چې د ټرمپ د وروستۍ وینا د ارزونې او حالاتو د تحلیل پر بنسټ افغانستان یو بل پړاو ته ور داخلیږي. مونږ اړیو چې د ملي او سیاسي محرومیت دې ملت وژونکي اوږدې دورې ته د پای لارې چارې و لټوو. چاره دا نه ده چې امریکا دې د معزز، پاکستان دې د مجاهد، سعودي دې د مفتي او ایران دې د اخوندي په نوم شخصیتونه او حکومتونه پر مونږ را تپي. هغوی دې جنګونه جوړوي. په جنګ کې دې تنخواه اخلي او مونږ بې برخې ولس دې د خپلو پلرونو په شان د مرده باد او زنده باد په احساساتي چیغو ځانونو دهوکې ورکوو. 

د وطن او سیمې حالات په ډيره چټکۍ سره بدلیږي، که چیرې مونږ هوښیار او بیدار نه شو، نو پام مو وي چې د حالاتو یو خوا ته کشول د حاکمیت په معنا او په حالاتو انتقاد د محرومیت نښې دي. 

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind