04.11.2018 (13.08.1397)
د ولسمشر غني ۵ کلن حکومت: بریاوې او نیمګړتیاوې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې له ېوې نړیوالې رسنۍ سره د خبرو پر مهال اعلان وکړ چې د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به یو ځل بیا نوماند وي.

د نوموړي د حکومت کابو پنځه کلنه دوره له پیل راهیسې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ وه.

ښاغلي غني په خپله لومړۍ کاري دوره کې ځینې مهم لاسته رواړنې درلودې، خو په حکومت کې یې نیمګړتیاوې هم کمې نه وې.

ولسمشر غني داسې مهال په افغانستان کې واک ترلاسه کړ چې نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته لېږدول شوي وو.

په افغانستان کې د ناټو پوځیانو شمېر له ۱۳۰۰۰۰ څخه کابو ۱۵۰۰۰ عسکرو ته را ټیټ شوی و.

له دې بدلون سره بهرني ځواکونه د افغانستان د جګړې له ډګره ووتل او د افغان حکومت مخالفینو ته جګړې د تودولو فرصت په لاس ورغی.

له همدې کبله په افغانستان کې د جګړې لمن نوره هم پراخه شوه.

په ۲۰۰۱ کال کې له واکه تر پرځول کېدو وروسته طالبان په لومړي ځل د ولسمشر غني د واک په اوږدو کې په دې وتوانېدل چې د کندز، فراه او غزني ولایتونو مرکزونه د لنډې مودې لپاره ونیسي.

په همدې دلیل د ولسمشر غني لومړۍ کاري دوره د سختې جګړې دوره بللی شو، چې په وار وار پکې پوځي او ولسي مرګ ژوبله هم رامنځته شوه.

خو سره له دې ټولو امنیتي ستونزو او مالي او ځاني زیانونو، د حکومت مخالف وسله وال په دې ونه توانېدل چې د جګړې ۱۷ کلن بنبست مات کړي یا کوم محسوس پرمختګ ولري.

همدا راز، د ولسمشر غني ملګري د خپلې کاري دورې پر مهال د جګړې په رهبرۍ او د نظام په دفاع وېاړي او لاسته راوړنه یې بولي.

ولسمشر غني د جګړې ترڅنګ د سولې سیاست ته هم د خپل کاري اجندا په سر کې ځاې ورکړ.

په دې لړ کې د هغه تر ټولو ستره لاسته راوړنه له اسلامي حزب سره تر بریالیو خبرو اترو وروسته د سولې د تړون لاسیکول وو.

د دې تړون له برکته اسلامي حزب د جګړې څخه د سیاست ډګر ته را وګرځېد.

د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې په اوږدو کې دا لومړی ځل و چې د افغانستان یو حکومت له خپلې یوې مخالفې ډلې سره سولې ته ورسېد.

همدا راز د ولسمشر غني لخوا د کابل کانفرانس په لړ کې د حکومت مخالفینو ته د سولې یو جامع وړاندیز وشو، چې هم په کور دننه او هم په نړیواله کچه وستایل شو.

طالبان له یو داسې حالت سره مخامخ شول چې د ولسمشر غني دا وړاندیز یې رد نه کړاې شو، او تر نن ورځې یې په اړه چوپه خوله دي.

بله خوا سږ کال د کوچني اختر په ورځو کې افغان حکومت له طالبانو سره اوربند بې ساری او زړور اقدام وکړ.

دې ګام د حکومت مخالفین دې ته اړ کړل چې دوی هم موقت اوربند ته په نه زړه غاړه کېږدي.

دا له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته لومړی ځل و چې په افغانستان کې یو سر تا سري اوربند پلی شو، او دا د ولمسشر غني د کاري دورې ېوه بله ستره لاسته راوړنه وه.

په سیاسي ډګر کې ولسمشر غني د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې له پیله ستونزو سره مخ و.

د امریکايي چارواکو په منځګړیتوب جوړ شوي حکومت کې ولسمشر له خپل اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ډېر ځله په سیاسي ناندریو اخته و.

یاده دې وي چې اجرائیه رئیس د افغانستان د اساسي قانون خلاف یو اداري جوړښت کې له ولسمشر سره واک کې شریک شو.

په کابینه کې د وزیرانو ګومارنه، د والیانو ټاکنه، د برېښنايي تذکرو وېش او په ټاکنیز نظام کې اصلاحات ځینې هغه مهم موضوعات وو چې په اړه یې د دواړو مشرانو جنجالونه تر رسنیو ورسېدل.

کله چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تورونه ولګېدل چې خپل یو سیاسي سیال یې په جنسي توګه ځورولی، نو ښاغلی غني له هغه سره هم لاره بېله کړه.

دا پرېکړه د دې لامل شوه چې ښاغلی دوستم د یو نا اعلان شوي تبعید سره مخ شو او د څه باندې یو کال لپاره ترکیې ته ولاړ.

همدا راز ښاغلي غني د خپل کار په دوره کې خپل ځینې نژدې سیاسي ملګري له لاسه ورکړل.

په دوی کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ولسمشر غني ځانګړی سلاکار احمد ضېا مسعود، د کابېنې یو شمېر وزیران او د پارلمان ځینې وکیلان شامل وو.

خو بله خوا بیا ولسمشر په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د واک ځینې وړې جزیرې له منځه یوړې او د جنګسالارانو پر وړاندې کلک ودرېد.

ښاغلي غني همدا رازه د حکومتي چارواکو په ټاکنه او ګومارنه کې د پارلمان د وکیلانو لاسوهنه تر ډېره ختمه کړه، او افغان ولس یې د دې ګام هرکلی وکړ.

د بهرني سیاست په برخه کې د ولسمشر غني کاري دوره تر ټولو مخکښه وه.

نوموړي په دې موده کې خپل امریکايي ملګري دې ته اړ کړل چې د پاکستان پرضد پرېکنده دریځ خپل کړي او دغه هېواد تر فشار لاندې راولي.

همدا راز د اسلامي هېوادونو کانفرانس، او له اندونیزیا او سعودي سره د فعاله ډپلوماسۍ پر مټ ښاغلی غني دغه اړخونه د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړي کړل.

له هند سره د اړیکو ښه والی او پراخوالی هم د ولسمشر غني د حکومت مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېدای شي.

خو د اقتصاد په ډګر کې چې له ولسمشر غني نه څومره هیلې وې، هغه پوره نه شوې او په دې برخه کې داسې کوم بدلون تر سترګو نشو چې په عام ولس یې مخامخ اغېز درلودلې وي.

البته نوموړی وتوانېد چې افغانستان تر یوه بریده پر پاکستان له اقتصادي انحصاره خلاص کړي، او هېواد ته یې د سوداګرۍ نورې لارې وموندلې.

په دې برخه کې یو شمېر هوايي دهلیزونه څه نا څه ګټور ثابت شول، او له برکته یې د افغانستان سوداګریز توکي له هېواده بهر ولېږدول شول.

د سوادګرۍ په برخه کې د ولسمشر غني اصلاحات په دې وروستېو کې د نړیوال بانک لخوا هم وستایل شول.

په ټوله کې د ولسمشر غني لومړۍ کاري دوره د هلو ځلو، د سولې لپاره د سیاسي هڅو او د امنیت او اقتصاد په برخه کې د کار او زیار دوره وه.

ولسمشر غني په تېرو کابو پنځو کلونو کې په یادو برخو کې ډېرې هلې ځلې وکړې.

خو تر اوسه یې د دې هڅو کومه ډېره مثبته پایله نه ده راوتلې، او د هېواد په سیاسي، امنیتي او اقتصادي ډګر کې د کوم ژور بدلون نه دی راغلی.

زما په اند ولسمشر پخپله هم دا خبره درک کړې ده او له همدې کبله یې اعلان کړی چې د خپلو نیمګړو پلانونو او پروژو د بشپړولو لپاره به یو ځل بیا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند وي.
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Mittwoch, 07. November 2018 11:20)

    د ښاغلي ولس مشر خبري چي اورو نو د سپاړو نقل راپه یاد سي چي په وړکتوب کي انا راته کړئ وو. قصه په لنډه داسي وه چي یو لټ او ټمبل ځوان چي د تیارې څخه ویریږي او میرمن یې د زړه ور کولو لپاره په تیار کناراب کي بندوي. دئ د مردارو اوبو د څا د لاري تښتي او د اوچتو غرونو په مینځ کي ددیبانو وطن ته راوځي. هلته درې تنه دیبان د تور دیب، سور دیب او ژړ دیب په نوم ژوند کوي. دی هم ځان دیب ورته معرفي کوي او ورته وایي چي زه سپین دیب یم. هغوئ یې هم په وروري ومني او سپین لالا یې بولي. دلمړۍ شپې وروسته د سپین لالا د اوبو راوړلونوبت وي. دیبان ډیر انتظار وکړي خو د سپین لالا او د اوبو درک نه وي. کله چي پسي ووځي نو سپین لالا اخته وي د ډنډ په شاوخوا مختوبیلې ټک وهي نور دیبان ورته وایي چي سپین لالا دا څه کوې سپین لالا ورته وایي چي زه خو که نه سپین دیب یم زه دا لږ لږ اوبه نه سم راوړلای زه ټول ډنډ په شا کوم او د اوبو سره یې کوټې ته دروړم. هغوئ ورته وویل چي سپین لالا ته د اوبو د راوړلو څخه خلاص یې موږ یې راوړو. ته ورسه لرګي د ځنګله څخه راټول کړه. سپین لالا بیا هم ډیر ځنډ وکړي. چي دیبان پسي ورسي نو سپین لالا لګیا وي د ځنګله د څنډو په ونو باندي رسۍ راتاووي، دیبان وایي سپین لالا دا څه کوې؟ سپین لالا ورته وایي چي زه خو سپین دیب یم زه دا لږ لږ لرګي نه دروړم ټول ځنګل د بیخه کاږم او همدا نن یې په کوټه کي درته کوټه کوم.دیبان بیا د پین لالا د لرګو څخه بیزاره سي او ورته وایي چي سپین لالا ته هیڅ کار مه کوه. تنها پر کوټه باندي پام کوه د بهر کارونه ټول موږ کوو. شپه چي راغله ډوډۍ وخوړل سول. دیبانو د کوټې دروازې او کلکینان وتړل او ویده سول. ددیبانو د خرهاري او د هضمي سیسټم د ګازي اخراج له اثره سپین لالا په هوا کیږي او د کولک پر شاوخوا راڅرخي. یو دیب تصادفي راپورته کیږي او هغه نور دیبان راویښوي چي هلته وګورئ چي سپین لالا خو د پرواز طاقت هم لري او کولک ته ختلئ دئ. ږغ یې پر وکړ چي ها سپین لالا په کولک کي څه کوې؟سپین لالا جواب ورکوي چي زما اشتها څه زیاته ده. په خوړو نه یم موړ سوئ. خیال مي دئ چي تاسي درې واړه هم وخورم. نور مي ټوله لاري درباندي تړلي دي. دا یو کولک پاته دئ. غواړم چي د کولک په تړلو سره خپل نیمګړئ پلان بشپړ کړم او دا کولک هم وتړم، څو د خوراک په مهال راڅخه ونه تښتئ. هغه وه چي دیبان وارخطا سول. چا کلیکن مات کړ، چا دروازه د بیخه وکښل او و تښتیدل. چي کله اوطاق ته تازه هوا راداخله سول سپین لالا هم د کولکه څخه لاندي راولویدئ او خپله هم د کوټې څخه په زغاسته سو چي بیرته هغه د کیناراب سوری پیدا کړي او هغه تیاره کیناراب ته ځان وروسوي چي خپلی میرمن ددې لپاره پکښي بند کړئ وو چي د تیارې ویره یې د زړه څخه ووځي.نو یارانو مفکر ثاني نه پلان لري او نه د پلان د بشپړولو توان. هسي د هیواد سیاسي ګلګلمیري تر دې ځایه رارسولئ دئ. کله چي زموږ هیواد و اصولي سیاست ته راستون سي داسي اشخاص به د نوماندي تر لیسته پوري ځان نه سي رسولای. د ولسمشري خوبونه خو ډیر لیري خبره ده

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind