17.01.2018 (27.10.1396)

د ولسمشر دریځ پاکستان وارخطا کړی

محمد بشیر یوسفزوی 

په دې کې شک نشته چې سوله د افغان حکومت او ولس لویه هیله، ارزو او غوښتنه ده، خو دا هم باید ومنو چې سوله په عذرونو او زاریو نه راځي. که راتللی، نو په تېرو دیارلس کالو کې مخکېنی ولسمشر  دوه ویشت ځله پاکستان ته سفر وکړ او په هر ځل ورتګ کې یې له پاکستاني لوري څخه وغوښتل چې باید د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي او طالبان دېته وهڅوي او یا یې دېته اړ کړي چې باید سولې ته غاړه کېږدي.

په تېرو کلونو کې د افغانستان دغه وړ دریځ پاکستان ته د برترۍ احساس ورکړ او هغوی سل په سلو کې دا وګڼله چې افغانان په رښتیا هم د دوی له مرستې او اجازې پرته د هیڅ شي واک او ظرفیت نه لري، نو همغه وو چې د سولې پرځای یې جنګ لا سخت کړ او طالبان یې په افغانستان کې د هر ډول جنایتونو او طغیان کولو ته وهڅول.

د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د افغانستان دریځ او د پاکستان رول دواړه بدل شول، ځکه ولسمشر غني طالبان له سره تعریف کړل او د سولې لپاره یې دوه ابعاد وټاکل، یو له طالبانو سره د سولې بعد او بل له پاکستان سره د مذاکراتو خبره.

جمهور رئیس غني پاکستان ته په واضح توګه وویل، چې موږ غواړو لومړی له پاکستان سره سوله وکړو، ځکه په افغانستان کې روان جنګ د پاکستان له لوري پیل شوی دی او هغوی ته یې دا احساس ورکړ چې پاکستان دې د سولې په برخه کې همکاري نه کوي او نه دې هم طالبان د سولې مذاکراتو ته هڅوي، بلکې د افغانستان پر وړاندې دې خپل دریځ بدل کړي او د دښمنۍ پرځای دې د دوستۍ لاره غوره کړي.

په دویم ګام کې یې طالبانو سره د سولې په اړه په وضاحت ورته وویل چې له طالبانو سره د سولې موضوع د افغانستان داخلي موضوع ده او زموږ پلان دادی چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې له طالبانو سره سولې ته ورسېږو چې هم د دې کار اراده لرو، هم یې برنامه لرو، هم یې ظرفیت لرو.

د پاکستان پر وړاندې د جمهور رئیس غني دغه دریځ په لومړیو کې پاکستان حیران او بیا یې وارخطا کړ، پاکستان دا وګڼله چې نه یوازې د څو کالو هغه پانګونه چې په جنګي ډلویې کړې بې ځایه وه او نوره یې له لاسه وځي، بلکې دوی په دې وپوهېدل چې د ولسمشر غني دغه نوی دریځ پاکستان په نړیواله کچه منزوي کولی شي او بالاخره همداسې وشول.

ځکه په دې وروستیو کې موږ وینو چې پاکستان په نړیواله کچه خپل باور او حیثیت بایللی دی، په تېرو څو کالو کې یې بېلابېل لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته را واستول او دا هڅه یې وکړه چې د افغانستان باور بېرته خپل کړي ، خو افغان حکومت او ولسمشر د دوی په نېت پوه وو چې دوی دا هر څه زموږ د غافلولو او تېراېستلو لپاره کوي، نو ځکه یې هغوی ته شرطونه کېښودل او د هغو شرطونو د پوره کولو لپاره یې پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړ.

شرط دا وو چې په لومړي ګام کې دې پاکستان د ترهګرو له تمویل لاس واخلي، د هغوی پټنځایونه دې له منځه یوسي، د هغوی د ټپیانو درملنه دې نه کوي، له هغوی سره دې توپیري چلند نه کوي او پاکستاني علمادې  دا فتوا ورکړي چې په افغانستان کې روان جنګ جهاد نه، بلکې فساد دی، مګر دا هغه شرطونه وو چې پاکستان ته یې پوره کول نه یوازې ساده او اسانه وو، حتی د دوی له وسه وتلی کار وو، نو له همدې امله پاکستان هم ترفشار لاندې دی او هم وارخطا دی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Freitag, 19. Januar 2018 20:45)

    یوسفزوی صاحب سلامونه مو ومنی
    زه ستاسی دا خبره تاییدوم چه پاکستان له موره زمونږ د شمن مګر باوری غلام زیږول شو تر دی چه د سیمی دوهم اسراییل یی بولی د شوروی اتحاد د اشغال او اوسنی د دوی خپله اشغال کی پاکستان د دوی ښی لاس دی د همدی امله د پاکستان ، فوځ، سیاسیونو او استخباراتو ته په بیلونو ډالر ورکوی د کوم هیواد حکومت چه د پردو په روپو جلیږی د هغه حکومت چارواکی د هغوی مستخدمین او مامورین وی هماغه وایی او کوی چه دستور ورکول شوی په دوهم اشغال کی د پاکستان او ایران تر لاس اړونی غیره دوهم اشغال به د ډیرو ستونزو سره مخ شوی و .
    کله چه مونږ اشغال شو زمونږ نوی فاسد، ناوړه، نابوهه او بی تجربی چارواکی هم غلامان مګر ناګویه غوایان غلامان دی د پاکستان د غلامانو په واسطه ورته روزنه ورکوی او میدیا یی ځینو نورو ته دنده ورکړی چه افغانستان خپلواک او د پاکستان مداخلی پکی جاری وښیی یعنی د د امریکا په مشری د ۴۹ هیوادو له اشغال د هیوادوالو او نړیوالو مخه پاکستان ته واړوی او طالبان هم د ملی او اسلامی مقاومت په خای د یوه او بل او په تیره بیا د پاکستان جاسوسان او واک لاندی وښیوی
    یوسفزوی صاحب د ۱۷ وحشی جنګو او د کرزی او غنی د فاسدی ڼاوړه او غلامی اداری څخه هم هیوادوال او هم نړیوال خبر دی اوس ډیر ناوخته دی چه دا ډول ناندری وایی . غنی ته چه یی د متفکر نوم ورکړی په دی خاطر چه څوک ورباندی د پوه ناپوهه ګمان ونه کړی لکه خر ته چه غوایی ووایی غنی تر کرزی همدومره توپیر لری .
    د سولی کیلی د امریکایانو سره ده امریکایان تر هغی نه غواړی چه سوله وکړی تر څو یی د دوی په خوښه د طالبانو سره نتیجی ته نه وی رسیدلی مګر د سولی نه کولو پړه په پاکستان وراچوی
    قطر کی د سولی دفتر جوړ شو ، پاکستان له منځه وی نه وړو کرزی له منځه یووړو ، غنی د طالبانو سره د تآکنو دمخه ژمنی کړی وی چه که تاسی ټاکنی ګډی وډی نه کړی مونږ به د اشغالګرو سره د غلامی تړون نه لاسلیک کوو مګر د غلام ریاست په لمړی ورځ یی د امریکایانو سره د غلامی تړون لاسلیک کړو یعنی د روغی جوړی نه کول پاکستان نه غنی د امرکیا په دستور ګډ وډ کړل او .......

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder